ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو څلوېښتم زبور

د ناروغۍ په وخت کې دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱بختور دی هغه څوک چې کوي فکر د غریبو په هکله

د سختۍ وخت کې ورکوي څښتن خلاصون ده ته

۲څښتن به وکاندي ساتنه د ده او وبه یې ساتي ژوندی

برکتي به کړي دا خپل وطن کې

دا به پرېنږدي چې دې خپل دښمن ته لاس ته ورشي

۳د ناروغۍ وخت کې څښتن به مرسته وکاندي له ده سره

او د ده صحت به بېرته روغ کاندي

۴ما وویل: «څښتنه، ما باندې رحم وکړه راکړه شفا

ستا مقابل کې مې ګناه کړې ده»

۵بدې خبرې دښمنان مې کړي زما په هکله

وایي چې «کله به مړ کیږي چې یې نوم ورک شي؟»

۶څوک چې کتلو ته راځي زما

هغوی نه دي اخلاصمن خلک

راټولوي زما په هکله هغوی بد خبرونه

بیا بهر وځي او هرچا ته دا خبرې کوي

۷ټول دښمنان مې پس پسی کوي

په خپل منځ کې زما په هکله

دوی جوړوي پلان چې راته ورسوي زیان

۸وایي هغوی چې «دی اخته دی په وژونکي مرض

بیا به پورته نه شي له خپل ځای ځینې»

۹حتی تر دې په نژدې دوست چې ډېر اعتبار مې کاوه

هغه چې زما سره ډوډۍ خوړله

هغه زما په ضد راپورته شولو

۱۰ای څښتنه، رحم وکړه په ما باندې

او ماته بېرته ښه صحت راکړه

نو زه به واخلمه بدل له دښمنانو

۱۱زه پوهېږم چې خوشحاله یې له ما نه

ځکه چې نه مومي دښمن بری په ما باندې

۱۲راسره کړی دې کومک ځکه صادق یمه زه

په خپل حضور کې مې ساتې ته تر ابده پورې

۱۳ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته

وکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورې

امین! امین!