ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - اوولسم فصل

د عیسی د څېرې بدلېدل

(مرقوس ۹: ۲‏ - ۱۳ او لوقا ۹: ۲۸‏ - ۳۶)

۱شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب او د یعقوب ورور یوحنا د ځان سره واخیستل او یو لوړ غره ته یې بوتلل چې هلته یوازې اوسي. ۲د هغوی په مخکې د هغه څېره بدله شوه او مخ یې لکه د لمر په شان ځلېده او کالي یې د رڼا په شان سپین شول. ۳بیا ناڅاپه شاګردانو ته موسی او الیاس ښکاره شول چې د عیسی سره یې خبرې کولې. ۴نو پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. که ته غواړې نو زه به دلته درې خېمې جوړې کړم، یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.» ۵هغه لا خبرې کولې چې یوه سپینه ورېځ راخپره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ او د ورېځې څخه یو اواز راغی او ویل یې: «دا زما ګران زوی دی چې زه ترې خوشحاله یم. هغه ته غوږ ونیسئ.» ۶کله چې شاګردانو دا واورېدل، نو له ډېرې وېرې په ځمکه پړمخې پرېوتل. ۷بیا عیسی هغوی ته ورغی او په هغوی باندې یې لاس کېښود او ورته ویې ویل: «پاڅېږئ، مه وېرېږئ.» ۸کله چې شاګردانو خپلې سترګې خلاصې کړې نو پرته له عیسی یې بل هېڅوک هلته ونه لیده.

۹کله چې هغوی د غره څخه راښکته کېدل، نو عیسی هغوی ته امر وکړ: «څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله تر هغه وخته پورې چاته څه مه وایئ ترڅو پورې چې د انسان زوی بېرته د مړو ‎څخه راژوندی شوی نه وي.» ۱۰شاګردانو د عیسی نه پوښتنه وکړه: «بیا د شریعت عالمان ولې وایي چې لومړی باید الیاس راشي؟» ۱۱عیسی ځواب ورکړ: «دا رښتیا ده چې لومړی به الیاس راځي او هرڅه به سم کړي. ۱۲خو زه تاسو ته وایم چې الیاس لا پخوا راغلی دی، خو خلکو هغه ونه پېژانده او هرڅه چې دوی غوښتل د هغه سره یې وکړل. په همدې ډول به د انسان زوی هم د هغوی د لاسه وکړیږي.» ۱۳بیا شاګردان پوه شول چې هغه ورته د تعمید غسل ورکوونکي یحیی په هکله خبرې کولې.

عیسی یو هلک ته چې پېریانو نیولی ؤ، شفا ورکوي

(مرقوس ۹: ۱۴ - ۲۹ او لوقا ۹: ۳۷ - ۴۳)

۱۴کله چې عیسی او شاګردان یې بېرته خلکو ته راغلل، نو یو سړی عیسی ته راغی، د هغه په مخکې په ګونډو شو ۱۵او ویې ویل: «ای ښاغلیه! زما په زوی باندې رحم وکړه. په هغه باندې میرګي راځي او داسې سختې حملې ورباندې راځي چې اکثره وختونه هغه په اور یا اوبو کې غورځیږي. ۱۶هغه مې ستا شاګردانو ته راوست، خو ویې نه شو کولای چې هغه روغ کړي.» ۱۷عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه او بې لارې خلکو، ترڅو پورې به زه ستاسو سره یم؟ ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟ هغه هلک دلته ماته راولئ.» ۱۸عیسی هغه پېري ته په کلکه امر وکړ، نو هغه د هلک څخه راووت او په هماغه ساعت هلک روغ شو.

۱۹بیا شاګردان عیسی ته راغلل او کله چې هغوی یوازې وو نو پوښتنه یې ترې وکړه: «مونږ ولې ونه شو کولای چې هغه پېری وباسو؟» ۲۰هغه ورته وویل: «ځکه چې ستاسو ایمان کمزوری دی. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان هم ولرئ، نو کولای شئ دې غره ته ووایئ چې د دې ځای څخه هغه ځای ته لاړ شه، نو هغه به لاړ شي او هېڅ کار به ستاسو دپاره ناشونی نه وي. [ ۲۱دا ډول پېریان یوازې په دعا کولو او د روژې په نیولو سره کېدای شي وویستل شي.]»

عیسی یوځل بیا د خپل مرګ په هکله خبرې کوي

(مرقوس ۹: ۳۰‏ - ۳۲ او لوقا ۹: ۴۳ - ۴۵)

۲۲کله چې ټول شاګردان په جلیل کې سره یوځای شول نو عیسی ورته وویل: «د انسان زوی به خلکو ته په لاس ورکړل شي ۲۳او هغوی به یې ووژني. خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» د دې خبرې په اورېدلو شاګردان ډېر غمجن شول.

د خدای د کور مالیه ورکول

۲۴کله چې عیسی او شاګردان یې کپرناحوم ته راغلل، نو د خدای د کور دپاره د مالیې راټولوونکي پطروس ته راغلل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ستا استاذ د خدای د کور مالیه ورکوي؟» ۲۵پطروس وویل: «هو، هغه یې ورکوي.» کله چې پطروس کور ته لاړ، نو مخکې له دې چې څه ووایي، عیسی ورته وویل: «ای شمعونه، ته څه فکر کوې د نړۍ پاچاهان د چا څخه محصول او مالیه اخلي؟ د خپلو خلکو څخه یا د پردیو څخه؟» ۲۶پطروس ځواب ورکړ: «د پردیو څخه.» عیسی وویل: «نو بیا د دوی خپل خلک د مالیې ورکولو څخه معاف دي. ۲۷خو مونږ نه غواړو چې دا خلک خفه کړو. نو لاړ شه، په بحیرې کې چنګک واچوه او کوم ماهي چې دې اول ونیوه هغه راوباسه او د هغه خوله خلاصه کړه، نو د سپینو زرو یوه سکه به په کې پیدا کړې. هغه واخله او د هغې څخه زما او ستا دواړو مالیه ورکړه.»