ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

درې اويايم زبور

درېم کتاب

(زبور ۷۳ - ۸۹)

د خدای عدالت

(د آساف زبور)

۱په رښتیا چې خدای ښه دی اسراییلو سره

د هغه چا سره چې زړونه یې پاک دي

۲خو زما په هکله دا چې

نژدې ؤ چې رانه ورک وای

د پښو د ایښودلو ځای

او زما پښې وای ښوېدلې

۳ما ځکه وکړله بخیلي د کبرجنو سره

کله چې ما د بدکارانو بریا ولیدله

۴هغوی هېڅکله درد لیدلی نه دی

دي روغ رمټ او ځواکمن

۵د نورو خلکو په شان دوی هېڅ په کړاو کې نه دي

د نورو خلکو په شان نه ځوریږي

۶په غاړه کړی دی دوی کبر د غاړه کۍ په شان

او تاوتریخوالی د چپنې په شان

۷له چاغۍ نه یې سترګې رډې راوتلې ښکاري

هم یې ذهنونه دي د بدو خیالاتو نه ډک

۸په نورو خلکو پورې خاندي هغوی او بدې خبرې کوي

په خپل غرور سره دوی د تېري ګواښونه کوي

۹هغوی دي خولې راخلاصې کړې د اسمان په ضد

په خپله ژبه یې دنیا وخوړه

۱۰حتی تر دې چې د خدای قوم هم پیروي کړي د دوی

او څه چې وایي پرې باور هغوی په شوق کوي

۱۱بدکاران وايي: «خدای به څنګه پوه شي؟

خدای تعالی به په دې پوه شي چې څه کیږي؟»

۱۲وګورئ دغه بدکاره خلک

هغوی ارام دي همېش

او ورځ په ورځ د دوی دولت زیاتیږي

۱۳ایا بېځایه مې خپل زړه پاک کړی؟

لاسونه لېرې مې ساتلي له ګناه ځینې؟

۱۴زه ټوله ورځ کړول کېږم

او هر سهار راکول کیږي سزا راته

۱۵داسې خبرې که مې کړې وای نورو ته

نو زه به خاین وای ستا ولس ته

۱۶ما کوښښ کاوه چې پوه شم په دې ستونزه

خو زما دپاره دا وه ډېره سخته

۱۷ترڅو زه لاړمه ای خدایه ستا سپېڅلي کور ته

نو بیا زه پوه شومه چې څه به وي

قسمت د بدکارانو خلکو:

۱۸بې له شکه تا دي درولي هغوی

په ښویېدونکو ځایو

ترڅو راولویږي نابود شي هغوی

۱۹دوی ناڅاپه تباه کیږي

ډک دی له وېرې او وحشته د هغوی انجام

۲۰دي هغوی د هغه خوب په شان

کوم چې هېریږي د سهار په وخت کې

چې ته راپاڅې ای څښتنه کله

نو ته به هېر کړې هرڅه د دوی په هکله

۲۱کله چې زړه زما خفه ؤ

او زما روح زخمي ؤ

۲۲او چې زه ومه بې عقل او جاهل

ښکاره کېدم به تاته زه د یو حیوان په څېر

۲۳بیاهم تل تاته نژدې یم

تا مې نیولی ښي لاس

۲۴ته لارښوونه مې کوې په مشورو خپلو

او رسوې مې ته اخر خپل پر جلال حضور ته

۲۵په اسمان کې زما څوک دی بې له تا نه؟

په ځمکه هم پرته له تا نه بل څه نه غواړمه

۲۶که مې زړه او بدن دواړه شي کمزوري

خو بیاهم دی خدای زما د زړه قوت

او د تل دپاره به هرڅه وي زما دپاره هغه

۲۷وګوره، چې څوک د ستا نه لېرې شي تباه به شي

کړې به یې نابود هغوی چې تاته وفادار نه دي

۲۸خو زما دپاره څومره ښه ده

چې د خدای سره نژدې واوسم

څښتن تعالی ته مې پناه وروړله

بیانوم به یې زه ټول کارونه