ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - شلم فصل

حضرت ابراهیم او ابي ملک

۱حضرت ابراهیم له ممري څخه د کنعان جنوب خواته کډه وکړه او د قادش او شور په منځ کې یې سکونت اختیار کړ او د یو څه وخت دپاره په جرار کې پاتې شو. ۲هلته حضرت ابراهیم د خپلې ښځې ساره په هکله وفرمایل: <هغه زما خور ده.> د جرار پادشاه ابي ملک په ساره پسې نفر ولېږل او هغه یې راوستله. ۳یوه شپه خدای پاک په خوب کې ابي ملک ته ښکاره شو او ویې فرمایل: <ته به مړ شې ځکه هغه ښځه چې تا خپل ځان ته راوستې ده، هغه واده شوې ښځه ده.>

۴مګر ابي ملک هغې ته ورنژدې شوی نه ؤ هغه وویل: <ای څښتنه، آیا ته به بې ګناه خلک ووژنې؟ ۵حضرت ابراهیم په خپله وفرمایل چې هغه زما خور ده او هغې هم دا خبره وکړه چې دی زما ورور دی او دا کار ما د پاک وجدان له مخې کړی دی او هیڅ غلطي مې نه ده کړې.>

۶خدای پاک په خوب کې هغه ته وفرمایل: <هو، زه پوهېږم چې تا دا کار د پاک وجدان له مخې کړی دی او ته مې د دې څخه وساتلې چې زما په مقابل کې کومه ګناه وکړې او دې ته مې پرېنښودلې چې هغې ته لاس وروړې. ۷اوس هغه ښځه بېرته خپل مېړه ته ورکړه. هغه نبي دی او هغه به ستا دپاره دعا وکړي ترڅو ژوندی پاتې شې. خو که چېرې هغه بېرته ورنه کړې، په دې پوه شه چې ته او ستا ټول خلک به مړه شئ.>

۸سبا سهار وختي ابي ملک خپل ټول درباریان راوغوښتل او څه چې پېښ شوي وو هغوی ته یې بیان کړل او هغوی ډېر ووېرېدل. ۹بیا ابي ملک حضرت ابراهیم راوغوښت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <زمونږ سره دې څه وکړل؟ ما ستا سره څه بد کړي وو چې داسې لوی مصیبت دې په ما او زما په پادشاهۍ باندې راوست؟ تا زما سره داسې کار وکړ چې د کولو نه ؤ.> ۱۰بیا ابي ملک د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <داسې کار دې ولې وکړ؟>

۱۱حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <ما فکر وکړ چې د دې ځای خلک د خدای پاک څخه نه وېریږي او ما به د خپلې ښځې په خاطر ووژني. ۱۲هغه په رښتیا سره زما خور ده، هغه زما ناسکه خور ده. هغه زما د پلار لور ده، مګر زما د مور لور نه ده او ما د هغې سره واده کړی دی. ۱۳کله چې خدای پاک زه د خپل پلار د کور څخه پردي هېواد ته ولېږلم، ما هغې ته وویل: دا به زما سره ستا وفاداري وي چې مونږ هرځای ته لاړ شو، زما په هکله به وایې چې هغه زما ورور دی.>

۱۴نو ابي ملک پسونه او غوایان، غلامان او وینځې حضرت ابراهیم ته ورکړل او د هغه ښځه ساره یې بېرته هغه ته ورکړه. ۱۵ابي ملک وویل: <زما ټوله ځمکه ستا په مخکې ده، هرځای چې ستا خوښ وي هلته واوسېږه.> ۱۶هغه ساره ته وویل: <زه ستا ورور ته زر مثقاله سپین زر ورکوم ترڅو هغو ټولو خلکو ته چې ستا سره دي دا ثابته شي چې ته بې ګناه یې او هر یو په دې باندې پوه شي چې تا کومه غلطي نه ده کړې.>

۱۷‏-۱۸د هغه څه په خاطر چې د حضرت ابراهیم په ښځې ساره باندې شوي وو، څښتن د ابي ملک د کورنۍ ټولې ښځې شنډې کړې وې. نو حضرت ابراهیم د ابي ملک دپاره دعا وکړه او خدای پاک هغه ته شفا ورکړه. هغه همدارنګه د هغه ښځې او د هغه وینځو ته هم شفا ورکړه چې ماشومان وزېږوي.