ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - دوه دېرشم فصل

د سرو زرو خوسی

(تثنیه ۹: ۶ - ۲۹)

۱کله چې خلکو ولیدل چې حضرت موسیٰ په غره کې ډېر وخت تېر کړ، نو هغوی د حضرت هارون په شاوخوا راټول شول او هغه ته یې وویل: <مونږ نه پوهېږو چې په دې موسیٰ باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو څه وشول. نو مونږ ته یو خدای جوړ کړه چې لارښودنه راته وکړي.>

۲حضرت هارون هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: <د خپلو ښځو، زامنو او لورګانو څخه د سرو زرو غوږوالۍ راوباسئ او ماته یې راوړئ.> ۳نو ټولو خلکو خپلې د سرو زرو غوږوالۍ راوویستلې او حضرت هارون ته یې راوړې. ۴هغه له هغوی څخه غوږوالۍ واخیستلې او په یو قالب کې یې ورڅخه د خوسي په شکل د سرو زرو یو بت جوړ کړ. بیا خلکو وویل: <ای اسراییلو، دا زمونږ خدای دی چې مونږ یې د مصر څخه راوویستلو!>

۵بیا حضرت هارون د هغه طلایي خوسي په مخ کې د قربانۍ یو ځای جوړ کړ او اعلان یې وکړ: <سبا به څښتن ته د احترام کولو په خاطر اختر وي.> ۶نو بله ورځ خلک وختي پاڅېدل او سوزېدونکې نذرانې یې قرباني کړې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. بیا هغوی دومره وخوړل او وڅښل چې مستي او عیاشي یې شروع کړه.

۷بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <همدا اوس لاندې ښکته شه، ځکه چې ستا خلک چې تا له مصر څخه راوویستل، فاسد شوي دي. ۸هغوی له هغې لارې څخه چې ما ورته ښودلې ده ګرځېدلي دي او د ځان دپاره یې د خوسي په شکل یو بت جوړ کړی دی او سجده ورته کوي. هغه ته یې قربانۍ وړاندې کړې دي او داسې وایي چې ای اسراییلو، دا زمونږ هغه خدای دی چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو.> ۹څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه پوهېږم چې دا سرزوري او سرکشه خلک دي. ۱۰اوس ته ما مه منع کوه. زه هغوی ته په قهر یم او غواړم چې هغوی له منځه یوسم. بیا به ستا او ستا د اولادې څخه یو لوی قوم جوړ کړم.>

۱۱مګر حضرت موسیٰ خپل څښتن خدای ته زارۍ وکړې او ویې فرمایل: <څښتنه، ته ولې په خپل قوم باندې چې په خپل لوی قدرت سره دې له مصر څخه راوویست، دومره په قهر کېږې؟ ۱۲مصریان ولې ووایي چې تا خپل قوم د دې دپاره له مصر څخه راوویست چې په غرونو کې یې ووژنې او د ځمکې له مخ څخه یې ورک کړې؟ د خپل قهر څخه تېر شه، خپله اراده بدله کړه او په خپل قوم باندې دا آفت مه نازلوه. ۱۳خپل خدمتګاران ابراهیم، اسحاق او یعقوب در په یاد کړه چې تا ورته په خپل ذات باندې دا قسم خوړلی ؤ: زه به ستاسو اولاده د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او ستاسو اولادې ته به هغه ټوله ځمکه ورکړم د کومې لوظ چې ما د هغوی سره کړی دی او هغه ځمکه به تر ابده پورې د هغوی ملکیت وي.> ۱۴نو څښتن خپله اراده بدله کړه او په خپل قوم باندې یې هغه آفت نازل نه کړ چې هغوی ته یې اخطار ورکړی ؤ.

۱۵حضرت موسیٰ بېرته له غره څخه راښکته شو او د تیږو هغه دوه لوحې چې په دواړو خواو باندې یې د خدای پاک حکمونه لیکل شوي وو په لاس کې وې. ۱۶خدای پاک په خپله هغه لوحې جوړې کړې وې او په هغو باندې یې حکمونه لیکلي وو.

۱۷کله چې یوشع د خلکو د چیغو اواز واورېده، هغه حضرت موسیٰ ته وویل: <د کمپ څخه د جګړې اواز راځي.>

۱۸حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <دا د بري یا د ماتې اواز نه دی، بلکه دا د سندرې اواز دی.>

۱۹کله چې حضرت موسیٰ کمپ ته نژدې شو او هغه خوسی او د خلکو نڅا یې ولیدله، نو ډېر په قهر شو او لوحې یې وغورزولې او هغه یې د غره په لمن کې ټوټې ټوټې کړې. ۲۰حضرت موسیٰ هغه خوسی چې هغوی جوړ کړی ؤ راواخیست او په اور کې یې وسوزاوه. بیا یې هغه د پوډرو په شان میده میده کړ او د اوبو سره یې ګډ کړل او په اسراییلیانو باندې یې وڅښل. ۲۱حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: <دغو خلکو تا سره څه کړي دي چې په دومره لویه ګناه باندې دې اخته کړل؟>

۲۲حضرت هارون په ځواب کې وفرمایل: <زما باداره، مه په قهرېږه، ته دا خلک پېژنې چې د بدو کارونو سره څومره شوق لري. ۲۳هغوی ماته وویل: مونږ نه پوهېږو چې په دې موسیٰ باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو څه وشول، نو مونږ ته یو خدای جوړ کړه چې لارښودنه راته وکړي. ۲۴نو ما هغوی ته وویل: هرڅوک چې د سرو زرو ګاڼې لري هغه دې راوباسي. بیا هغوی ماته سره زر راکړل او ما هغه په اور کې واچول او دا خوسی ورڅخه راووت!>

۲۵حضرت موسیٰ ولیدل چې حضرت هارون دا خلک په خپل سر پریښي وو، نو هغوی د خپلو دښمنانو د خندا شول. ۲۶نو حضرت موسیٰ د کمپ د دروازې په خولې کې ودرېد او داسې غږ یې وکړ: <هرڅوک چې د څښتن په خوا وي ماته دې راشي!> نو ټول لاویان د هغه په شاوخوا راټول شول. ۲۷بیا حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل: <د اسراییلو څښتن خدای امر کوي چې هرڅوک دې خپله توره له ځانه سره واخلي او په کمپ کې دې له دې دروازې څخه تر بلې دروازې پورې لاړ شي او خپل ورونه، ملګري او ګاونډیان دې ووژني.> ۲۸لاویانو د حضرت موسیٰ امر په ځای کړ او په هغه ورځ یې نژدې درې زره خلک ووژل. ۲۹بیا حضرت موسیٰ لاویانو ته وفرمایل: <تاسو نن څښتن ته وقف شوي یئ، ځکه چې خپل ورونه او زامن مو ووژل، نو څښتن تاسو ته خپل برکت درکړی دی.>

۳۰بله ورځ حضرت موسیٰ خلکو ته وفرمایل: <تاسو لویه ګناه کړې ده. مګر اوس به زه بیا څښتن ته غره ته وروخېژم، کېدای شي چې زه وکولی شم د خدای پاک څخه ستاسو د ګناهونو دپاره بخښنه وغواړم.> ۳۱نو حضرت موسیٰ بېرته څښتن ته ورغی او ویې فرمایل: <دغه قوم لویه ګناه کړې ده او د ځانونو دپاره یې د سرو زرو خدای جوړ کړی دی. ۳۲مګر اوس د هغوی ګناه وبخښه. که چېرې دا کار نه کوې، بیا زما نوم د هغه کتاب څخه چې د خپل قوم د خلکو نومونه دې په کې لیکلي دي لېرې کړه.>

۳۳څښتن حضرت موسیٰ ته په ځواب کې وفرمایل: <هرچا چې زما په مقابل کې ګناه کړې وي، زه به د هغه نوم د خپل کتاب څخه لېرې کړم. ۳۴اوس لاړ شه، دغه قوم هغه ځای ته بوځه چې ما درته وویل او زما فرښته به ستا لارښودنه کوي. نو کله چې د هغوی د سزا وخت راشي، زه به هغوی ته د خپلې ګناه سزا ورکړم.>

۳۵بیا څښتن په قوم باندې بلا نازله کړه، ځکه چې هغوی په حضرت هارون باندې د سرو زرو خوسی جوړ کړی ؤ.