ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

درې شپېتم زبور

د خدای سره د اړیکو لېوالتیا

(د داود زبور، هغه مهال چې هغه د یهودا په دښته کې ؤ.)

۱ای خدایه ته زما خدای یې

زه رجوع کومه تاته خدایه

زه په خپل زړه کې ستا لېوال یمه

لکه د وچې او بېکاره للمې ځمکې په شان

زما روح تږی دی د ستا دپاره

۲ما یې لیدلی په سپېڅلي ځای کې

د ستا قدرت او ستا جلال مې په ځیر ځیر کتلی

۳دا ستا مینه تلپاتې ده بهتره له ژوندونه

نو زما شونډې به تا ستایي

۴ترڅو ژوندی یم ستا ثنا به وایم

پورته کوم به خپل لاسونه په دعا کې زه د ستا په نامه

۵داسې به موړ شم لکه څوک چې په مېله کې

غوړ خوراک وکړي

په خوشحالۍ سره به وایم ستا ثنا او صفت

۶کله زه پروت چې په بستر کې یمه تا یادوم

ټوله شپه ستا په اړه فکر کوم

۷ځکه چې ته مې مددګار وې همېش

د سیوري لاندې د وزرونو د ستا

د خوشحالۍ سندرې وایمه زه

۸ما خپل روح تا پورې تړلی دی

ستا ځواکمن لاس کوي ملاتړ زما

۹خو څوک چې هڅه کړي چې ما ووژني

هغوی به لاړ شي د مړو دنیا ته

۱۰په جنګ کې مړه به شي په تورو هغوی

شي به یې مړي د سورلنډیانو خوراک

۱۱خو پاچا به خوشحالي کوي د خدای له وجې

څوک چې قسم خوري د خدای په نوم

د هغه ثنا او صفت به کوي

خو د دروغجنو خولې به بندې شي