ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - شپاړسم فصل

د ځیرک ناظر مثال

۱عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «یو شتمن سړي یو ناظر درلود. دا سړی خبر شو چې ناظر د هغه شتمني بېځایه لګوي. ۲نو هغه یې راوغوښت او ورته ویې ویل: ‹دا څه دي چې ستا په هکله یې اورم؟ څه چې دې اخیستي او څه چې دې لګولي دي د هغو حساب راکړه، ځکه چې ته نور نه شې کولای زما ناظر اوسې.› ۳ناظر له ځان سره وویل: ‹زما بادار ما د خپل کار څخه شړي، نو اوس به زه څه کوم؟ زه خو دومره تکړه نه یم چې لاړ شم او چېرته لښتي وکینم او په خیر غوښتلو هم شرمېږم. ۴اوس پوه شوم چې څه وکړم. کله چې ما د دندې څخه لېرې کړي، نو زه باید ملګري ولرم چې ماته په خپلو کورونو کې ځای راکړي.› ۵نو د خپل بادار هر یو پوروړی یې راوغوښت. لومړي ته یې وویل: ‹زما د بادار څومره پوروړی یې؟› ۶هغه ځواب ورکړ: ‹سل پیمانې د زیتونو تېل.› ناظر ورته وویل: ‹خپل حساب راواخله، زر کښېنه او د هغې په ځای پنځوس ولیکه.› ۷بیا یې بل ته وویل: ‹ته څومره پوروړی یې؟› هغه ځواب ورکړ: ‹سل جواله غنم.› ناظر ورته وویل: ‹خپل حساب راواخله او د هغې په ځای اتیا ولیکه.› ۸نو بادار یې هغه بې ایمانه ناظر وستایه، په دې خاطر چې هغه په ځیرکۍ سره داسې کار وکړ، ځکه چې د دې نړۍ خلک په خپلو کې په راکړه ورکړه کې د ایماندارانو په نسبت ډېر ځیرک دي.»

۹عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم چې په خپلې دنیاوي شتمنۍ د نورو سره مرسته وکړئ چې خپلو ځانونو ته ملګري پیدا کړئ، نو کله چې هغه شتمني خلاصه شي تاسو ته به په تلپاتې کورونو کې ځای درکړل شي. ۱۰څوک چې په لږو شیانو کې صادق وي، نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق وي او څوک چې په لږو شیانو کې صادق نه وي، نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق نه وي. ۱۱که چېرې په دنیاوي شتمنۍ باندې په تاسو اعتبار ونه شي، نو په اصلي شتمنۍ به څوک په تاسو اعتبار وکړي؟ ۱۲که چېرې تاسو د نورو خلکو د شتمنۍ په اړه صادق ونه اوسئ، نو څوک به تاسو ته هغه شتمني چې ستاسو به وي، درکړي؟ ۱۳هېڅ غلام نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې داسې غلام به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره به مینه او یا دا چې یو ته به وفادار وي او بل ته به په سپکه سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو بندګي وکړئ.»

شریعت او د خدای پاچاهي

(متي ۱۱: ۱۲ - ۱۳، ۵: ۳۱ - ۳۲ او مرقوس ۱۰: ۱۱ - ۱۲)

۱۴فریسیانو چې دا خبرې واورېدلې نو په عیسی باندې یې ملنډې ووهلې، ځکه چې هغوی د پیسو سره مینه لرله. ۱۵عیسی هغوی ته وویل: «تاسو داسې خلک یئ چې خپل ځانونه د نورو په مخکې عادلان ښکاره کوئ، خو خدای ستاسو زړونه ښه پېژني. ځکه کوم شیان چې د انسانانو په نظر کې ډېر ارزښت لري، خدای هغه بد ګڼي.

۱۶د یحیی تر راتللو پورې خلکو د تورات او د پیغمبرانو په لیکنو عمل کاوه. له هغې وروسته د خدای د پاچاهۍ زېری خپور شو او هرڅوک زیات کوښښ کوي چې هغې ته وردننه شي. ۱۷د ځمکې او اسمان له منځه تلل اسانه دي، له دې نه چې د شریعت یو ټکی هم له منځه لاړ شي.

۱۸هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي، نو هغه زنا کوي او هرڅوک چې د طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي، هغه هم زنا کوي.»

د شتمن سړي او ایلعازر مثال

۱۹عیسی وویل: «یو شتمن سړی ؤ چې هره ورځ به یې تر ټولو قیمتي کالي اغوستل او په عیش او عشرت کې یې ژوند تېراوه. ۲۰د هغه د دروازې په مخکې به یو سوالګر چې ایلعازر نومېده او بدن یې له ټپونو څخه ډک ؤ، پروت ؤ ۲۱او په دې تمه به ؤ چې د هغه شتمن سړي د دسترخوان څخه په پاتې شویو ټوټو باندې ځان موړ کړي. حتی سپي به راتلل او د هغه ټپونه به یې څټل.

۲۲داسې وشول چې هغه غریب سړی مړ شو او فرښتو هغه د ابراهیم څنګ ته یووړ. بیا هغه شتمن سړی هم مړ شو او خاورو ته وسپارل شو. ۲۳هغه د مړو دنیا ته لاړ او هلته ډېر په عذاب ؤ. هغه چې پورته وکتل د لېرې نه یې ابراهیم ولید چې ایلعازر یې په خوا کې ؤ. ۲۴بیا هغه چیغې کړې او ویې ویل: ‹ای زما نیکه ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعازر راولېږه چې خپله ګوته په اوبو کې لمده کړي او زما ژبه پرې یخه کړي، ځکه چې زه په دې اور کې ډېر په عذاب یم.› ۲۵خو ابراهیم وویل: ‹زویه! در په یاد کړه، تا په خپل ژوند کې ټول ښه شیان تر لاسه کړل او ټول بد شیان د ایلعازر په نصیب کې وو. خو اوس هغه دلته ارام دی او ته په عذاب کې یې. ۲۶برسېره پر دې، زمونږ او ستاسو په منځ کې یوه لویه کنده شته چې له هغې څخه نه څوک درپورې وتلی شي او نه څوک ترې راپورې وتلی شي.› ۲۷هغه شتمن سړي وویل: ‹ای زما پلاره ابراهیمه! زه تاته زارۍ کوم چې ایلعازر زما د پلار کور ته ولېږه، ۲۸ځکه چې زه پنځه ورونه لرم. پرېږده چې هغه لاړ شي او هغوی خبر کړي، هسې نه چې هغوی هم دې د عذاب ځای ته راشي.› ۲۹ابراهیم وویل: ‹د هغوی سره د موسی او نورو پیغمبرانو لیکنې شته، نو باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.› ۳۰شتمن سړي ځواب ورکړ: ‹نه، ای زما نیکه ابراهیمه! خو که له مړو څخه څوک هغوی ته ورشي، نو هغوی به توبه وباسي.› ۳۱خو ابراهیم ورته وویل: ‹که چېرې هغوی د موسی او نورو پیغمبرانو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو که د مړو څخه هم څوک راپاڅيږي، هغوی به قانع نه شي.›»