ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو پنځوسم زبور

د بخښنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، د هغه وخت په هکله چې ناتان نبي داود ته د هغې څخه وروسته راغی چې داود د بتشبع سره زنا کړې وه.)

۱په خاطر ستا د تلپاتې مینې خدایه

ما باندې رحم وکړه

ستا د لوی رحمت له وجې

له منځه یوسه ګناهونه زما

۲ته زما ټولې بدۍ ومینځه

او ما له خپلې ګناه پاک کړه ته

۳کړم اعتراف یاغیتوبونو باندې

تل یم خبر له خپلو ګناهونو څخه

۴ستا مقابل کې مې ګناه کړې ده

یوازې ستا په وړاندې

څه چې د ستا په نظر بد وو ما هغه کړي دي

نو ته په حقه یې زما د قضاوت په هکله

حق په جانب یې ته زما د محکومیت په هکله

۵له پیدایښت څخه بدي موجود وه زما وجود کې

د مور د ګېډې نه ګناه موجود وه زما بدن کې

۶ته زمونږ په زړه کې حقیقت خوښوې

ډکوې ذهن له حکمته زما

۷لکه کاهن چې پاکوي خلک

داسې پاک مې کړه په بوټي د وېلني

ومینځه ما چې شمه سپین له واورې

۸پرېږده چې وکړمه احساس د خوشحالۍ او خوښۍ

که څه هم مات مې دي هډوکي ټکولی دې یم

یو ځلې بیا به زه خوشحاله شمه

۹سترګې دې پټې کړه زما په ګناهونو باندې

ټولې بدۍ زما له منځه یوسه

۱۰په ما کې پاک زړه راپیدا کړه خدایه

کړه راپیدا یو وفادار او نوی روح په ما کې

۱۱له خپل حضور څخه دې مه شړه ما

خپل روح القدس دې له ما مه باسه

۱۲یو ځلې بیا دې د نجات خوشحالي راکړه ماته

دې ته مې جوړ کړه چې د ستا اطاعت وکړمه زه

۱۳نو بیا به زه وښایم ستا لار بدکارانو لره

ګناهکاران بېرته را وبه ګرځي ستا لوري ته

۱۴خدایه ما وژغوره د وینې تویولو له جرمه

ای خدایه! زما نجات بخښونکی خدایه

په خوشحالۍ به زه نېکي د ستا اعلان کړمه

۱۵مرسته وکړه ته زما سره څښتنه

چې بیان کړم ستا ثنا

۱۶په قربانۍ نه خوشحالېږې ته

نو ځکه زه به هغه وړاندې نه کړم

نه خوشحالېږې سوځېدونکو نذرانو باندې

۱۷خدای ته چې غوره قرباني ده هغه مات روح دی

سپک به نه ګڼې عاجز او توبه ګار زړه

۱۸شه مهربانه په صهیون مرسته یې وکړه ته

کاندي دېوالونه د اورشلیم چې دوباره ودان

۱۹بیا به راضي شې په صحیح قربانۍ ګانو باندې

او سوځېدونکو نذرانو باندې

قرباني به شي غویان ستا د قربانۍ ځای کې