ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او درويشتم زبور

د رحم او مهربانۍ دپاره دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱سترګې مې ستا په لور نیولې دي څښتنه

تاته چې تخت دې په اسمان کې دی

۲مونږه سترګې دي نیولې ای زمونږه څښتن خدایه

لکه نوکر چې وي نیولې سترګې خپل بادار ته

لکه چې وینځې وي نیولې سترګې خپلې بادارې ته

ترڅو په مونږ باندې ته رحم وکړې

۳ای څښتنه، په مونږ ورحمېږه او په مونږه رحم وکړه

ځکه چې مونږ سره دی شوی ډېر زیات سپک رفتار

۴په مونږ ملنډې وهل شوې ډېرې زیاتې د شتمنو له خوا

او مونږ زغملی ډېر سپکاوی دی د مغرورانو