ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږ شپېتم زبور

د شکرګزارۍ او ستاینې سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: زبور او هم یوه سندره)

۱ای د ټولې دنیا خلکو ووهئ د خوشحالۍ چیغې

وکړئ صفت د خدای

۲سندرې وایئ د جلال تاسې د نوم د هغه

ووایئ حمد او ثنا تاسې د هغه جلالي

۳خدای ته ووایئ چې

کوې ته څومره هیبتناک کارونه

څومره دی لوی ستا قدرت

چې دښمنان د ستا له وېرې سجدې کړي تاته

۴د جهان ټول خلک دې کړي عبادت

وایي سندرې د ستاینې تاته

ستا په نامه باندې سندرې د ثنا وایي

۵راشئ او وګورئ چې خدای کړي دي

د انسانانو په خاطر څه هیبتناک کارونه

۶په وچه ځمکه یې بدله کړله سره بحیره

زمونږ نیکونه په سیند واوختل په خپلو پښو

نو کوم کارونه چې انجام کړل هغه

په دې سبب مو هغه ځای کې خوشحالي وکړله

۷پاچاهي په خپل قوت کړي تل ترتله

په نورو قومونو خپل نظر ساتي

راپورته نه شئ د هغه په ضد سرکښو خلکو

۸د دنیا خلکو، زمونږ خدای وستایئ

پرېږدئ ستاینې ستاسې واورېدل شي

۹مونږ یې ساتلي یو ژوندي

نه یې ښویېدلو ته پښې زمونږ پریښې

۱۰مونږ اچولي یو تا په امتحان کې خدایه

لکه سپین زر چې شي پاک اور باندې

۱۱تا مونږ په دام کې ګرفتار کړلو

زمونږ په اوږو باندې دې کېښودل درانه بارونه

۱۲دښمنان دې زمونږ پرېښودل چې پایمال مو کړي

تېر شو په اور او په سېلاب کې مونږه

اخر دې راوستلو مونږ د پرېمانۍ ځای ته

۱۳زه به ستا کور ته سوځېدونکې قربانۍ راوړم

او د وعدو سره به سم درکړم نذرونه

۱۴هغه وعدې چې په سختۍ کې مې

پرې خلاصې کړلې شونډې خپلې

او مې په ژبه باندې راوړلې

۱۵زه به چاغ څاروي کړم تاته وړاندې

د سوځېدونکو نذرانو په څېر

وي به بوی د قربانۍ د پسونو

زه نذرانه به کړم غویان او هم وزان

۱۶ای ټولو خلکو چې وېرېږئ له خدای راشئ واورئ

زه به خبر کړم تاسو د هغو کارو نه

کړي چې هغه زما دپاره دي

۱۷وهلې چیغې مې هغه ته د کومک دپاره

او زما ژبې د هغه ثنا صفت بیان کړ

۱۸که مې په زړه کې ګناهونه خپل ساتلي وای پټ

څښتن به نه وای اورېدلې دعاګانې زما

۱۹خو په رښتیا خدای اورېدلې دعاګانې زما

قبوله کړې یې دعا ده زما

۲۰د خدای ثنا وایمه ځکه چې رد کړې یې دعا نه ده زما

او زما نه یې نه ده سپمولې خپله تلپاتې مینه