ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - شپاړسم فصل

هاجره او حضرت اسماعیل

۱نو د حضرت ابرام ښځه سارای شنډه وه او هیڅ اولاد یې نه درلود. مګر هغې یوه مصرۍ وینځه درلودله چې هاجره نومېدله. ۲نو هغې حضرت ابرام ته وویل: <څښتن زه د اولادونو د راوړلو څخه بنده کړې یم. لاړ شه او زما د وینځې سره یوځای شه، کېدای شي چې هغه زما دپاره اولاد وزېږوي.> حضرت ابرام د سارای خبره ومنله. ۳نو د حضرت ابرام ښځې سارای خپله وینځه هاجره خپل مېړه ته ورکړه چې د هغه ښځه شي. (دا کار هغه وخت وشو چې د کنعان په خاوره کې د حضرت ابرام د اوسېدلو لس کاله شوي ؤ.) ۴حضرت ابرام د هاجرې سره یوځای شو او هغه امیدواره شوه او کله چې هاجره پوه شوه چې امیدواره ده، نو مغروره شوه او سارای ته یې په سپک نظر کتل.

۵نو سارای حضرت ابرام ته وویل: <دا ستا ګناه ده چې دغه وینځه ما سپکوي. ما په خپله هغه تاته درکړه او له هغه وخت څخه چې هغه پوه شوه چې امیدواره شوه، نو زه د هغې په نظر کې سپکه ښکاره شوم. څښتن دې زما او ستا ترمنځ انصاف وکړي.>

۶حضرت ابرام ځواب ورکړ: <ډېر ښه ستا وینځه ستا په لاس کې ده، نو څه چې غواړې د هغې سره یې وکړه.> نو سارای هاجره دومره وځوروله چې د هغې څخه وتښتېدله.

۷د څښتن فرښتې د هاجرې سره په دښته کې د اوبو چینې یعنې هغې چینې ته نژدې چې د شور په لاره کې وه ملاقات وکړ. ۸فرښتې وفرمایل: <ای هاجرې د سارای وینځې! له کومه ځایه راغلې یې او چېرته روانه یې؟>

هغې ځواب ورکړ: <زه د خپلې بادارې سارای څخه تښتېدلې یم.>

۹د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <بېرته خپلې بادارې ته ورشه او د هغې غلامي کوه.> ۱۰د څښتن فرښتې زیاته کړه: <زه به ستا اولاده دومره زیاته کړم چې هیڅوک یې ونه شمېرلی شي.> ۱۱د څښتن فرښتې هغې ته وفرمایل: <ستا به زوی پیدا شي او په هغه باندې به اسماعیل نوم کېږدې، ځکه چې څښتن ستا د غم فریاد اورېدلی دی. ۱۲ستا زوی به په خپل سر وي. هغه به د ټولو خلکو په ضد وي او ټول خلک به د هغه په ضد وي او د ټولو خپلو خپلوانو څخه به جدا اوسیږي.>

۱۳هاجرې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړه: <آیا په رښتیا مې خدای پاک ولیده او زه تر اوسه پورې ژوندۍ یم؟> نو هغې د څښتن نوم چې خبرې یې ورسره کړې وې هغه خدای پاک چې ما ویني وباله. ۱۴په دې خاطر خلکو هغه کوهی د هغه ژوندي ذات کوهی چې ما ویني په نوم یاد کړ او هغه تر اوسه پورې د قادش او بارد په منځ کې دی.

۱۵د هاجرې څخه د حضرت ابرام زوی پیدا شو او حضرت ابرام په هغه باندې اسماعیل نوم کېښود. ۱۶حضرت ابرام د شپږ اتیاو کالو په عمر ؤ چې د هاجرې څخه هغه ته زوی پیدا شو.