ختیځ افغانستان
EA Icon - General Epistles
خط

یعقوب - پنځم فصل

شتمنو خلکو ته خبرداری

۱واورئ ای شتمنو خلکو! د هغو مصیبتونو په خاطر چې په تاسو باندې راتلونکي دي، ژړا او انګولا وکړئ. ۲ستاسو شتمني تباه شوې ده او کالي مو چینجو خوړلي دي. ۳ستاسو سره زر او سپین زر زنګ وهلي او د هغوی زنګ به په تاسو شاهدي ورکوي او د اور په شان به ستاسو بدن وسوځوي. خو بیاهم تاسو د دې نړۍ په اخرو ورځو کې مال او دولت ذخیره کوئ. ۴ګورئ، کومو خلکو چې ستاسو په پټیو کې لو کړی دی او تاسو د هغوی مزدوري نه ده ورکړې، چیغې وهي او د لوګرو فریادونه د مطلق قادر څښتن غوږونو ته رسېدلي دي. ۵تاسو په نړۍ کې په عیش او عشرت ژوند تېروئ او مزې کوئ، خو اوس تاسو د هغو حیواناتو په شان یئ چې ځانونه مو د حلالولو د ورځې دپاره چاغ کړي دي. ۶تاسو بې ګناه خلک مجرمان کړل او ومو وژل او هغوی ستاسو په وړاندې ونه درېدل.

په سختیو کې صبر کول

۷نو ای خویندو او ورونو! د څښتن تر راتګ پورې صبر وکړئ. ګورئ، یو بزګر څنګه د خپلې ځمکې څخه د ارزښتناکه حاصل د راټولولو په خاطر صبر کوي او د مني او پسرلي بارانونو ته انتظار وباسي. ۸نو تاسو هم باید صبر وکړئ او خپل زړونه قوي کړئ، ځکه چې د څښتن راتګ نژدې دی.

۹ای خویندو او ورونو! د یو بل څخه شکایت مه کوئ، ترڅو خدای تاسو تر خپل قضاوت لاندې ونه نیسي، ځکه چې قاضي په دروازه کې ولاړ دی. ۱۰ای خویندو او ورونو! کومو پیغمبرانو چې د څښتن په نوم خبرې کړې دي د هغوی صبر او کړاوونه د خپلو ځانونو دپاره مثال وګرځوئ. ۱۱مونږ صبر کوونکي خلک بختور ګڼو. تاسو د ایوب د صبر په هکله اورېدلي دي او خبر یئ چې څښتن په پای کې د هغه سره څنګه مرسته وکړه، ځکه چې خدای ډېر زړه سواندی او مهربانه دی.

۱۲ای زما خویندو او ورونو! په پای کې دا مهمه ده چې قسم ونه خورئ، نه په اسمان، نه په ځمکه او نه په کوم بل شي، بلکې ستاسو «هو» باید «هو» وي او «نه» مو «نه» وي، هسې نه چې د خدای د قضاوت لاندې راشئ.

زوروره او اثرناکه دعا

۱۳که ستاسو څخه کوم څوک د کړاوونو سره مخامخ وي، نو دعا دې وکړي او که څوک خوشحاله وي، نو هغه دې د ستاینې سندرې ووایي. ۱۴که په تاسو کې څوک ناروغه وي، نو د کلیسا مشران دې راوغواړي چې د هغه دپاره دعا وکړي او د هغه بدن دې د څښتن په نوم په تېلو باندې غوړ کړي. ۱۵کومه دعا چې په ایمان سره وشي، نو ناروغ به جوړ شي. څښتن به بېرته هغه روغ کړي او که ګناه یې کړې وي، نو هغه به ورته وبخښل شي. ۱۶نو بیا یو بل ته د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ او د یو بل دپاره دعا وکړئ چې شفا ومومئ. د نېک سړي دعا ډېره زوروره او اثرناکه وي. ۱۷الیاس نبي زمونږ په شان یو انسان ؤ، خو کله یې چې د زړه له کومي دعا وکړه چې باران دې ونه وریږي، نو تر درې نیمو کلونو پورې په ځمکه باندې باران ونه شو. ۱۸هغه یوځل بیا دعا وکړه او د اسمان څخه باران وشو او په ځمکه کې فصل پیدا شو.

۱۹ای زما خویندو او ورونو! که په تاسو کې څوک د رښتینې لارې څخه واوړي او بل څوک هغه بېرته راوګرځوي، ۲۰نو هغه دې په دې پوه شي چې هرڅوک چې یو ګناهکار د خپلې غلطې لارې څخه راوګرځوي، نو هغه د مرګ څخه ژغوري او د هغه ګناهکار ډېر ګناهونه به وبخښل شي.