ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - دوه ویشتم فصل

خدای پاک حضرت ابراهیم ته امر کوي چې حضرت اسحاق قرباني کړي

۱څه موده وروسته خدای پاک په حضرت ابراهیم باندې ازمایښت وکړ او هغه ته یې وفرمایل: <ای ابراهیمه!> او حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <هو، زه حاضر یم!>

۲خدای پاک وفرمایل: <خپل زوی اسحاق چې ستا یوازینی زوی دی او په تا باندې ډېر ګران دی واخله او د موریا سیمې ته لاړ شه او هغه په هغه غره باندې چې زه یې درته ښایم زما دپاره د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړه.>

۳حضرت ابراهیم سهار وختي پاڅېد، د سوزېدونکې نذرانې دپاره یې لرګي مات کړل او هغه یې په خره باندې بار کړل. خپل دوه نوکران او خپل زوی حضرت اسحاق یې د ځان سره واخیستل او هغه ځای ته روان شول چې خدای پاک ورته فرمایلي وو. ۴په دریمه ورځ حضرت ابراهیم هغه ځای د لېرې څخه ولید. ۵بیا هغه خپلو نوکرانو ته وفرمایل: <تاسو دلته د خره سره پاتې شئ، زه او هلک به هلته سره لاړ شو. مونږ به هلته عبادت وکړو او بېرته به بیا تاسو ته راشو.>

۶حضرت ابراهیم د قربانۍ لرګي خپل زوی ته په اوږو باندې کېښودل او خپله یې چاقو او اور واخیستل او دواړه یوځای سره روان شول. ۷حضرت اسحاق خپل پلار ته وویل: <ای پلاره!>

هغه ځواب ورکړ: <وایه زما زویه!>

هغه وویل: <زه پوهېږم چې ستا سره اور او لرګي شته، مګر د سوزېدونکې نذرانې دپاره وری چېرته دی؟>

۸حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <ای زما زویه، خدای پاک به په خپله د سوزېدونکې نذرانې دپاره وری پیدا کړي.> او دواړه یوځای سره روان شول.

۹کله چې هغه ځای ته چې خدای پاک ورته فرمایلي وو ورسېدل، حضرت ابراهیم هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او په هغه باندې یې لرګي په ترتیب سره کېښودل. هغه خپل زوی حضرت اسحاق وتاړه او د لرګیو د پاسه یې کېښود. ۱۰بیا هغه چاقو راواخیست چې خپل زوی حلال کړي. ۱۱مګر د څښتن فرښتې د اسمان څخه هغه ته غږ وکړ: <ای ابراهیمه، ای ابراهیمه!>

هغه ځواب ورکړ: <زه حاضر یم.>

۱۲هغه وفرمایل: <هلک ژوبل نه کړې او په هغه باندې هیڅ ونه کړې! زه اوس پوه شوم چې ته د خدای پاک څخه وېرېږې، ځکه چې خپل یوازینی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ.>

۱۳حضرت ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو ګډ دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. حضرت ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. ۱۴او حضرت ابراهیم دغه ځای د څښتن به یې برابروي په نوم یاد کړ او حتیٰ تر نن ورځې پورې داسې ویل کیږي: <هغه به د څښتن په غره کې تیار شي.>

۱۵د څښتن فرښتې د دوهم ځل دپاره د اسمان څخه په حضرت ابراهیم باندې غږ وکړ ۱۶او ویې فرمایل: <څښتن داسې وایي: په دې خاطر چې تا دا کار وکړ او خپل یوازینی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ، زه په خپل ذات باندې قسم خورم، ۱۷زه به تاته برکت درکړم او ستا نسل به لکه د اسمان د ستورو او هغو شګو په شان چې د دریاب په غاړه پرتې وي زیات کړم. هغوی به خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړي او د هغوی ښارونه به ونیسي. ۱۸د ځمکې ټول قومونه به ستا د اولادې په وسیله برکت ومومي، ځکه چې تا زما حکم منلی دی.> ۱۹نو حضرت ابراهیم بېرته خپلو نوکرانو ته راستون شو او هغوی ټول یوځای بئرشبع ته لاړل او حضرت ابراهیم په بئرشبع کې پاتې شو.

د ناحور اولاده

۲۰څه موده وروسته حضرت ابراهیم خبر شو چې د ده د ورور ناحور ښځه ملکه هم مور شوه او زامن یې زېږولي دي: ۲۱د هغه اولنی اولاد عوص، د هغه ورور بوز، قموئیل د ارام پلار، ۲۲کاسد، حزو، فلداش، یدلاف او بتوئیل. ۲۳د بتوئیل څخه ربکا پیدا شوه. ملکې د حضرت ابراهیم ورور ناحور ته دا اته زامن وزېږول. ۲۴رئومه د ناحور وینځې هم طابح، جاحم، تاحش او معکه وزېږول.