ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پينځويشتم زبور

د لارښوونې او ساتنې دپاره دعا

(د داود زبور)

۱څښتنه ستا درګاه ته زه دعا کومه

۲زما خدایه، توکل دی زما په تا

مه پرېږده مې شرمنده شم

مه پرېږده مې دښمنان راباندې بر شي

۳چې په تا کوي توکل هغه به نه شي شرمنده

بې سببه چې خیانت کړي شي هغوی به شرمنده

۴ای څښتنه، خپلې لارې دې راوښایه ته ماته

طریقې د ژوند رازده کړه خپلې ماته

۵حقیقي لاره راوښایه ما پوه کړه

ځکه ته زما ژغورونکی خدای یې

تل په تا باندې توکل کړم

۶در په یاد کړه ای څښتنه

هغه خپل رحم او تلپاتې مینه

چې دې کوله له ازله ځینې

۷ګناهونه او سرکښۍ د ځوانۍ مې کړه ته هېرې

در په یاد مې کړه څښتنه په تلپاتې مینې خپلې

مهربان یې ای څښتنه

۸څښتن نېک دی او صادق دی

ګناهکارو ته ورښایي سمه لاره

۹عاجزانو ته ورښایي نېغه لاره

طریقه خپله وروښایي هغوی ته

۱۰هغو خلکو ته به وکړي لارښودنه په مینه او وفا

چې ولاړ د ده په لوظ وي او مني د ده حکمونه

۱۱د خپل نوم په خاطر دې ای څښتنه

ګناهونه زما معاف کړه ځکه زیات دي

۱۲هغه څوک چې کوي وېره له څښتنه

هغه وبه ښایي هغه ته سمه لاره چې پرې لاړ شي

۱۳دی همېش به وي سوکاله

اولاده به یې د ځمکې وارثان شي

۱۴دی څښتن ملګری د هغو خلکو

څوک چې کوي وېره د هغه ځینې

دی به هغوی سره خپل لوظ کړي تایید

۱۵سترګې په لار یمه همېش څښتن ته

ځکه هغه مې خلاصوي د دښمن له دامه څخه

۱۶زما په لوري نظر وکړه ای څښتنه رحم وکړه په ما

ځکه چې زه یمه تنها او هم مظلوم یمه زه

۱۷د زړه غمونه مې زیات شوي دي

ټولو سختیو نه نجات راکړه

۱۸زما غمونو، تکلیفونو ته نظر وکړه ته

او ګناهونه راته وبخښه ټول

۱۹ګوره څومره زیات دي دښمنان زما

ګوره څومره سخت کوي نفرت له ما

۲۰ته مې وساته خلاصون راکړه ته ماته

مه پرېږده چې شرمنده شم

له همدې وجې پناه راوړمه تاته

۲۱کړي نېکي او صداقت دې زما ساتنه

ځکه چې زه کوم توکل په تا

۲۲ته کړه خلاص ای خدایه

اسراییل له خپلو ټولو تکلیفونو