ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - اوولسم فصل

د وسوسه کولو او بخښنې په هکله تعلیم

(متي ۱۸: ۶ - ۷، ۲۱ - ۲۲ او مرقوس ۹: ۴۲)

۱عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هرڅوک وسوسه کیږي چې ګناه وکړي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د وسوسې سبب کیږي. ۲د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او بحیرې ته وغورځول شي، له دې نه چې د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري، د کوم یو د ګناهکارولو سبب شي. ۳پام کوئ! که چېرې ورور دې درسره بدي وکړي، نو هغه ورټه او که توبه وباسي، نو ویې بخښه. ۴او که هغه د ورځې اووه ځلې درسره بدي وکړي او هر ځل راشي او درته ووایي چې زما توبه ده، نو هغه وبخښه.»

قوي ایمان

۵رسولانو عیسی ته وویل: «زمونږ ایمان قوي کړه.» ۶عیسی وویل: «که چېرې تاسو د شړشمو د دانې په اندازه ایمان لرلی، نو تاسو کولای شول د توت دې ونې ته ووایئ چې له بېخه راووځه او په بحیرې کې راشنه شه. نو هغې به ستاسو خبره منلې وای.

د یو نوکر وظیفه

۷فرض کړئ په تاسو کې کوم څوک نوکر لري چې قلبه کوي یا پسونه ساتي. کله چې هغه د پټي نه راشي ایا بادار به ورته ووایي چې زر راشه، کښېنه او ډوډۍ وخوره؟ ۸هېڅکله نه! د دې په ځای به هغه ته ووایي: ‹ماته د ماښام ډوډۍ تیاره کړه، ملا دې وتړه او ترڅو پورې چې زه ډوډۍ خورم زما خدمت کوه، له هغې وروسته کولای شې چې خپله ډوډۍ وخورې.› ۹ایا بادار به د هغه نوکر څخه چې د هغه امر یې په ځای کړی دی، مننه وکړي؟ ۱۰او په همدې ډول کله چې تاسو هم خپل ټول کارونه چې درته حکم شوی دی سرته ورسوئ، نو ووایئ: ‹مونږ نوکران د شاباسي وړ نه یو، مونږ یوازې خپله وظیفه سرته رسولې ده.›»

عیسی لسو جذامیانو ته شفا ورکوي

۱۱کله چې عیسی اورشلیم ته تللو، نو د جلیل او سامرې ترمنځ په پوله تېر شو. ۱۲هغه یو کلي ته د ننوتلو په وخت کې د لسو تنو سره چې د جذام په ناروغۍ اخته وو، مخامخ شو. هغوی لېرې ودرېدل ۱۳او په لوړ اواز یې نارې کړې: «ای عیسی باداره! په مونږ رحم وکړه.» ۱۴عیسی هغوی ته وکتل او ورته ویې ویل: «لاړ شئ او خپل ځانونه کاهنانو ته وښایئ.» څنګه چې هغوی روان شول، نو پاک او روغ شول. ۱۵کله چې په هغوی کې یو تن ولیدل چې روغ شوی دی، نو بېرته راوګرځېد او په لوړ اواز یې د خدای ثنا وویله. ۱۶هغه د عیسی په پښو کې پرېوت او د هغه څخه یې مننه وکړه. دا سړی یو سامری ؤ. ۱۷عیسی وویل: «ایا ټول لس تنه پاک او روغ نه شول؟ نو بیا هغه نور نهه تنه چېرته دي؟ ۱۸ایا له دې پردي سړي پرته بل څوک نه ؤ چې بېرته راغلی وای او د خدای ثنا یې ویلې وای؟» ۱۹عیسی هغه سړي ته وویل: «پاڅېږه او لاړ شه، خپل ایمان ته روغ کړې.»

د خدای د پاچاهۍ راتګ

(متي ۲۴: ۲۳ - ۲۸‏، ۳۷ - ۴۱)

۲۰ځینو فریسیانو د عیسی څخه پوښتنه وکړه چې د خدای پاچاهي به کله راشي. عیسی ځواب ورکړ: «د خدای پاچاهي په داسې ډول نه راځي چې هغه ولیدل شي. ۲۱نه به هم څوک ووایي چې وګورئ، دلته ده‎ یا هلته ده. ځکه چې په حقیقت کې د خدای پاچاهي ستاسو په منځ کې ده.»

۲۲بیا یې شاګردانو ته وویل: «داسې وخت به راشي چې تاسو به په دې ارمان یئ چې هغه ورځ وګورئ چې د انسان زوی پاچاهي کوي، خو وبه یې نه وینئ. ۲۳خلک به تاسو ته ووایي چې وګورئ دلته دی یا وګورئ هلته دی. خو تاسو هغوی پسې مه ځئ. ۲۴ځکه په کومه ورځ چې د انسان زوی راځي د هغې برېښنا په شان به وي چې د اسمان له یو سر څخه تر بله سره پورې ځلیږي. ۲۵خو لومړی باید هغه ډېر کړاوونه وزغمي او د دې زمانې د خلکو له خوا به رد شي. ۲۶لکه څنګه چې د نوح په زمانه کې شوي وو، همداسې به د انسان د زوی په زمانه کې هم وشي. ۲۷خلکو تر هغې ورځې پورې خوړل، څښل او ودونه به یې کول، ترڅو چې نوح کشتۍ ته ننوت او سېلاب راغی او ټول یې تباه کړل. ۲۸د لوط په زمانه کې همداسې شوي وو چې هغوی به خوړل، څښل، اخیستل او خرڅول، کرنه یې کوله او ودانۍ به یې جوړولې. ۲۹خو په هغه ورځ چې لوط د سدوم څخه لاړ، نو د اسمان څخه اور او د ګوګړو باران راواورېد او هغوی ټول یې تباه کرل. ۳۰په هغه ورځ چې د انسان زوی راښکاره شي، نو همداسې به وشي.

۳۱په هغه ورځ څوک چې د بام په سر وي او سامان یې په کوټه کې وي، نو هغه دې د خپل سامان د وړلو دپاره راښکته نه شي. همدارنګه څوک چې په پټي کې وي، نو خپل کور ته دې ته بېرته لاړ نه شي. ۳۲د لوط ښځه در په یاد کړئ چې د هغې سره څه وشول. ۳۳هرڅوک چې د خپل ځان د ساتلو کوښښ وکړي، نو هغه به له لاسه ورکړي او څوک چې خپل ځان له لاسه ورکړي، نو هغه به یې وژغوري. ۳۴زه تاسو ته وایم، په هغه شپه که چېرې دوه تنه په یو کټ کې پراته وي، یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي. ۳۵د دوو ښځو څخه چې یوځای سره میچن کوي، یوه به یې بوتلل شي او بله به پرېښودل شي. ۳۶که چېرې دوه سړي په پټي کې وي، نو یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي.» ۳۷شاګردانو د هغه څخه پوښتنه وکړه: «چېرته، ای استاذه؟» عیسی په ځواب کې وویل: «چېرته چې مرداره وي، هلته ټپوسان راټولیږي.»