يوسفزئ
لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - دوويشتم باب

د بدکاره بادشاهانو اَنجام

۱مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ د يهوداه د بادشاه محل ته ښکته لاړ شه او هلته دا پېغام بيان کړه، ۲اے د يهوداه بادشاه، د مالِک خُدائ پېغام واوره، تاسو څوک چې د داؤد په تخت ناست يئ، تۀ، او ستا آفسران او ستا قوم څوک چې په دې دروازه تګ راتګ کوئ. ۳مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بې‌ګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ. ۴کۀ چرې تاسو په احتياط سره زما په حکمونو عمل وکړئ، نو بيا هغه بادشاه څوک چې په يروشلم کښې د داؤد د اولاد نه د داؤد په تخت ناست دے د هغۀ بادشاهى او د هغۀ اولاد به قائم وى او هغه به د خپلو آفسرانو او د هغه خلقو سره چې په ګاډو او آسونو باندې سوارۀ دى د دې محل په دروازو راداخل شى. ۵مالِک خُدائ فرمائى چې، کۀ چرې تاسو په دې حکمونو عمل ونۀ کړئ، قسم دې زما په خپل ذات وى چې دا محل به د خاورو ډېرے کړم. ۶نو بيا مالِک خُدائ د يهوداه د بادشاه د محل په حقله داسې فرمائى، کۀ څۀ هم چې د يهوداه محل زما دپاره د جِلعاد په شان مېوه لرونکے او د لبنان د غرونو په شان شين او ښکلے دے، خو زۀ به په يقين سره دا په دشته بدل کړم لکه د هغه ښارونو په شان چې څوک په کښې نۀ اوسيږى. ۷زۀ به ستا د بربادۍ دپاره وسله بند جنګى لښکر درولېږم او هغوئ به ستا ستنې چې د دِيار د ښائسته ونو نه تيارې شوې دى راوباسى او په اور کښې به يې وغورزوى. ۸نو کله چې د ډېرو قومونو خلق په دې ښار باندې تېريږى نو بيا به د يو بل نه دا تپوس کوى چې، مالِک خُدائ ولې د دې لوئ ښار سره داسې سلوک وکړو؟ ۹نو هغوئ ته به جواب ورکړے شى چې، د دې ښار سره داسې سلوک ځکه وشو چې هغوئ د خپل خُدائ پاک سره لوظ مات کړو او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې وکړو.“ ۱۰اے د يهوداه خلقو، د مړ شوى بادشاه يوسياه په حقله ژړا مۀ کوئ، او د هغۀ په مرګ ماتم مۀ کوئ. خو د دې په ځائ ډېره سخته ژړا د هغۀ د زوئ سلوم بادشاه په حقله وکړئ، څوک چې د مُلک نه شړلے شوے دے ځکه چې هغه به بيا کله هم واپس رانۀ شى، او نۀ به خپل ذاتى مُلک دوباره وګورى. ۱۱نو بيا مالِک خُدائ د يوسياه د زوئ سلوم په حقله فرمائى، څوک چې د پلار نه پس د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو، ”هغه د دې ځائ نه لاړو او هغه به هيڅکله نۀ راواپس کيږى. ۱۲هغه به په هغه ځائ کښې مړ شى چرته چې هغوئ قېدى بوتلے دے او هغه به دا مُلک بيا دوباره هيڅکله ونۀ ګورى.“ ۱۳”افسوس دے په يهويقيم څوک چې په ناجائزه او په زور سره په مزدورانو باندې خپل محل جوړوى، څوک چې په بې‌اِنصافۍ سره د هغې دېوالونه خېژوى، ځکه چې هغه په خپلو خلقو بغېر پېسو کار کوى. هغه هغوئ ته مزدورى هم نۀ ورکوى. ۱۴هغه وائى چې، زۀ به د خپل ځان دپاره يو لوئ محل جوړ کړم چې په کښې بره لوئې کوټې او ډيرې اوچتې کړکۍ وى او د لرګى کار به يې په خوشبودار دِيار سره وکړم او تک سور رنګ به ورکړم. ۱۵خو د دِيار نه د ښائسته محلونو جوړول څوک لوئ بادشاه نۀ جوړوى. بې‌شکه ستا پلار، يوسياه، سره خو د خوړلو او څښلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وُو، خو سره د دې هغه په خپله هره معامله کښې صادق او اِنصاف کوونکے وو، نو ځکه مالِک خُدائ ورله برکت ورکړو. ۱۶هغۀ به غريبانانو او محتاجو له امداد او اِنصاف ورکولو، د دې په بدل کښې ورته برکت مِلاو شو. نو د دې ښکاره مطلب دا دے، څوک چې داسې کوى نو هغه ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۱۷خو ستاسو سترګې او زړۀ صرف د ناروا پېسو ګټلو طرف ته متوجه شوى دى، د بې‌ګناه خلقو وينه توئيوئ او دلته په هغوئ باندې ظلم او زياتے کوئ.“ ۱۸نو مالِک خُدائ د يهوداه بادشاه، د يوسياه د زوئ يهويقيم په حقله فرمائى، ”خلق به ستا په مرګ ماتم نۀ کوى تر دې چې ستا په کور کښې به هيڅ څوک هم د غم او افسوس اظهار نۀ کوى او نۀ به څوک ووائى چې افسوس دے، اے مالِکه. افسوس ستا شان شوکت لاړو ختم شو. ۱۹هغه به داسې ښخ کړے شى لکه څنګه چې يو خر ښخولے شى، هغه به راښکلے شى او د يروشلم د دروازو نه به بهر وغورزولے شى.“ ۲۰”اے د يروشلم خلقو، بره لبنان ته لاړ شئ او چغې ووهئ، ستاسو د ژړا آواز دې په بسن کښې واورېدے شى، او د عباريم نه ژړا وکړئ، ځکه چې ستاسو ټول ملګرى تباه شوى دى. ۲۱ما په هغه وخت کښې تاسو ته خبردارے درکړو کله چې تاسو ښۀ په آرام وئ، خو تاسو ووئيل، مونږ مۀ تنګوه. د ځوانۍ نه ستاسو هم دا عادت وو، تاسو زما تابعدارى نۀ ده کړې. ۲۲زما د غضب طوفان به ستاسو ټول شپونکى جارُو کړى، او ستاسو ټول دوستان به جلاوطن کړى او هلته به غلامان شى او تاسو به د خپلو بدو عملونو په وجه سپک او شرمنده شئ. ۲۳تاسو څوک چې په لبنان کښې اوسېږئ، او ځان ته مو د دِيار نه جاله جوړه کړې ده، تاسو به د دردونو په وجه داسې زبيرګى کوئ لکه چې يوه ښځه يې د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې کوى.“ ۲۴مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے. ۲۵زۀ به تاسو هغه چا ته حواله کړم څوک چې ستا ژوند ختمول غواړى او د چا نه چې تۀ يرېږې. زۀ به تا د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ خلقو ته حواله کړم. ۲۶زۀ به تا او ستا مور د دې مُلک نه جلاوطن کړم، او تاسو به په پردى مُلک کښې مړۀ شئ، په هغه مُلک کښې چرته چې تاسو پېدا شوى نۀ يئ. ۲۷تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“ ۲۸خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“ ۲۹اے زما وطنه، زما وطنه، زما وطنه. د مالِک خُدائ دې پېغام ته غوږ ونيسه، ۳۰مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بې‌اولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“

Verified by MonsterInsights