ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - پنځه ویشتم فصل

د یهودا پاچا امصیا

(دوهم پاچاهان ۱۴: ۲ - ۶)

۱امصیا د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې نهه ویشت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یهوعدان نومېدله چې د اورشلیم څخه وه. ۲هغه داسې کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د زړه له کومي یې نه کول. ۳څنګه چې امصیا د یهودا واک تر لاسه کړ، نو هغه درباریان چې پاچا یعنې د ده پلار یې په قتل رسولی ؤ، ویې وژل. ۴خو د هغو قاتلانو اولادونه یې ونه وژل. دا ځکه چې هغه په دې اړه د هغه شریعت پیروي وکړه چې د موسی د تورات په کتاب کې دی. لکه څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ: «پلرونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی اولادونو کړي وي او اولادونه دې د هغو جرمونو په خاطر نه وژل کیږي چې د هغوی پلرونو کړي وي. هرڅوک دې یوازې د هغو جرمونو دپاره ووژل شي چې هغوی په خپله کړي وي.»

د ادوم په ضد جنګ

(دوهم پاچاهان ۱۴: ۷)

۵امصیا پاچا د یهودا او د بنیامین د قبیلو ټول سړي په پوځي ډلو کې د هغو د طایفو له مخې چې دوی ورپورې تړاو درلود، تنظیم کړل او قوماندانان یې د زرو او سلو تنو لرونکو ډلو په سر کې ځای په ځای کړل. په دې کې د شلو کالو او د هغې څخه د زیات عمر لرونکي سړي موجود وو چې ټول درې سوه زره کسان وو. هغوی غوره شوي عسکر وو چې د جګړې دپاره تیار وو او د نېزو او سپرونو د کارولو مهارت یې درلود. ۶برسېره پر دې هغه سل زره زړور عسکر د اسراییلو څخه د شاوخوا درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپینو زرو په بیه اجیر ونیول. ۷خو یو نبي پاچا ته ورغی او ورته ویې ویل: «دا د اسراییلو عسکر مه پرېږده چې ستا سره لاړ شي، ځکه چې څښتن د شمال د پاچاهۍ د خلکو سره مل نه دی. ۸ته به دا فکر کوې چې هغوی به تاته په جګړه کې قوت درکړي، خو خدای دا قدرت لري چې چاته بری یا ماتې ورکړي او هغه به ستا دښمنان پرېږدي چې تاته ماتې درکړي.»

۹امصیا د نبي څخه پوښتنه وکړه: «خو هغه ټول سپین زر به څنګه کیږي چې ما د اسراییلو عسکرو ته ورکړي دي؟»

نبي په ځواب کې وویل: «څښتن بېرته د هغه څخه ډېر درکولای شي!» ۱۰نو امصیا اجیر اسراییلي عسکر بېرته خپل وطن ته رخصت کړل. په دې خاطر هغوی د یهودا په خلکو ډېر په قهر شول او په ډېر قهر سره خپلو کورونو ته ستانه شول.

۱۱امصیا بېرته خپل همت تر لاسه کړ او خپل لښکر یې د مالګې درې ته بوتلو. هغوی هلته وجنګېدل او لس زره ادومي عسکر یې ووژل. ۱۲هغوی نور لس زره تنه عسکر ونیول او د ګړنګ سر ته یې وخېژول. بیا یې د هغه ځای نه راوغورځول او ټول لاندې په ګټونو باندې ټوټې ټوټې شول.

۱۳په دې ترڅ کې هغو اسراییلي عسکرو ته چې امصیا اجازه نه وه ورکړې چې د هغه سره جګړې ته لاړ شي، د یهودا په ښارونو باندې چې د سامریې او د بیت حورون ترمنځ وو حمله وکړه، درې زره کسان یې ووژل او په زیاته اندازه غنیمت یې ونیوه.

۱۴کله چې امصیا ادومیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو، د هغوی بتان یې د خپل ځان سره راوړل. هغه یې د خپلو بتانو په شان ودرول، د هغو عبادت یې وکړ او قربانۍ یې ورته وسوځولې. ۱۵په دې خبره څښتن په قهر شو، نو هغه امصیا ته یو نبي ورولېږه. نبي پوښتنه وکړه: «ولې دې د پردیو خدایانو عبادت وکړ چې حتی خپل خلک یې هم ستا له لاسه ونه شو ژغورلی؟»

۱۶امصیا د هغه خبره ونیوله او ویې ویل: «چاته د پاچا مشاور کړې یې؟ چوپ شه که نه، نو وبه دې وژنم!»

نبي غلی شو، خو دا خبره یې وکړه: «اوس زه پوهېږم چې خدای ستا د تباه کولو پرېکړه کړې ده، ځکه چې تا دا ټول کارونه کړي دي او زما مشورې ته دې پام نه دی کړی.»

د اسراییلو په خلاف جنګ

(دوهم پاچاهان ۱۴: ۸ - ۲۰)

۱۷امصیا د یهودا پاچا د خپلو مشاورانو سره خبرې وکړې، بیا یې د اسراییلو پاچا د ییهو لمسي او د یهواخاز زوی یهواش ته داسې پیغام ورولېږه: «راوځه او په جګړه کې زما سره مخامخ شه!»

۱۸خو یهوآش بېرته دا ځواب ورولېږه: «یوځل په لبنان کې د اغزیو یو بوټي د سبر یوې ونې ته پیغام ورولېږه: ستا لور باید زما د زوی سره واده وکړي. خو یو وحشي ځناور راغی او هغه بوټی یې تر پښو لاندې کړ. ۱۹امصیا، ته اوس لاپې وهې چې تا ادومیانو ته ماتې ورکړې ده، خو زه تاته دا مشوره درکوم چې په کور کې پاتې شه. که کومه ستونزه دې رامنځته کړه، ته او ستا د یهودا پاچاهي به له منځه لاړه شي.»

۲۰خو امصیا ورته غوږ ونه نیوه. دا د خدای رضا وه چې امصیا او د هغه عسکر د دښمن لاس ته ولویږي، ځکه چې هغوی د ادومي بتانو عبادت کړی ؤ. ۲۱نو د اسراییلو پاچا یهوآش د یهودا د پاچا امصیا په ضد جګړې ته لاړ. هغوی د یهودا په بیت شمس کې سره مخامخ شول، ۲۲او د یهودا لښکرو ماتې وخوړله. د یهودا ټول عسکر بېرته خپلو کورونو ته وتښتېدل. ۲۳یهواش، د یوآش زوی او د اخزیا لمسی امصیا، ونیوه او اورشلیم ته یې بوتلو. هلته یې د ښار دېوال د افرایم د دروازې څخه نیولې د کنج تر دروازې پورې وران کړ. د دېوال برخه نژدې دوه سوه متره اوږده وه. ۲۴هغه د څښتن د کور ټول سره او سپین زر د غنیمت په توګه سامریې ته یووړل، همدارنګه هغه سامان یې هم یووړ چې د عوبید ادوم اولادې یې ساتنه کوله او د ماڼۍ خزانې یې هم یوړې. ځینې خلک یې یرغمل ونیول او بیا سامریې ته راستون شو.

۲۵د یهواش د مړینې څخه وروسته امصیا پنځلس کاله ژوند وکړ. ۲۶امصیا چې د خپلې پاچاهۍ د پیل نه تر پایه پورې نور څه کړي دي، هغه د اسراییلو او د یهودا د پاچاهانو په تاریخ کې لیکل شوي دي. ۲۷د هغه وخت راهیسې چې هغه د څښتن څخه مخ اړولی دی، په اورشلیم کې د امصیا د وژلو دپاره دسیسه جوړه شوه، نو هغه د لاکیش ښار ته وتښتېده. خو دښمنانو یې امصیا پسې نور خلک ورولېږل او هغه یې هلته وواژه. ۲۸د هغه مړی په اس باندې بېرته اورشلیم ته یووړل شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو.