ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

داوران - یوویشتم فصل

د بنیامینیانو دپاره ښځې

۱په هغه وخت کې چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي وو هغوی داسې قسم خوړلی ؤ: <زمونږ څخه به هیڅوک خپله لور بنیامینیانو ته په نکاح نه ورکوي.> ۲نو د اسراییلو قوم بیت ئیل ته لاړ او هلته تر ماښامه پورې د خدای په حضور کې کښېناستل. هغوی په لوړ اواز سره سخت وژړل ۳او ویې ویل: <ای د اسراییلو څښتن خدایه، د اسراییلو سره ولې داسې وشول؟ د بنیامین قبیله ولې د اسراییلو له منځ څخه ورکه شي؟>

۴بله ورځ سهار وختي خلکو د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. ۵بیا هغوی د یو او بل څخه پوښتنه وکړه: <د اسراییلو له ټولو قبیلو څخه داسې کومه ډله شته چې د مصفې په غونډه کې د څښتن په حضور کې نه وه حاضره شوې؟> (هغوی په کلکه دا قسم خوړلی ؤ چې هرڅوک چې په مصفه کې د څښتن په حضور کې حاضر نه شي، هغه دې ووژل شي.) ۶نو د اسراییلو خلکو د خپلو بنیامیني ورونو دپاره افسوس کاوه او ویل به یې: <نن اسراییلو د خپلو قبیلو څخه یوه قبیله له لاسه ورکړه. ۷اوس د هغو بنیامینیانو دپاره چې ژوندي پاتې شوي دي څه وکړو چې د هغوی دپاره ښځې پیدا کړو؟ ځکه چې مونږ د څښتن په نوم قسم خوړلی دی چې خپلې لورګانې به هغوی ته نه ورکوو.>

۸کله چې هغوی پوښتنه وکړه: <آیا د اسراییلو د قبیلو څخه کومه ډله د مصفې په غونډه کې حاضره شوې نه وه؟>، هغوی ته معلومه شوه چې د یابیش څخه چې په جلعاد کې دی هیڅوک نه ؤ راغلی. ۹ځکه کله چې هغوی خلک وشمېرل، نو ورته معلومه شوه چې له یابیش جلعاد څخه هیڅوک هلته نه ؤ. ۱۰نو غونډې خپل دولس زره زړور نفر ولېږل او هغوی ته یې دا حکم ورکړ: <لاړ شئ او د یابیش ټول خلک د ښځو او ماشومانو سره ووژنئ، ۱۱ټول نارینه او همدارنګه هغه ټولې ښځې چې پېغلې نه وي ووژنئ.> ۱۲هغوی د جلعاد په یابیش باندې حمله وکړه او د څلور سوه پېغلو سره چې هلته یې پیدا کړې وې د شیلوه کمپ ته چې د کنعان په خاوره کې ؤ راستانه شول.

۱۳بیا ټولې غونډې هغو پاتې بنیامینیانو ته چې د رمون د ګټ سره اوسېدل، یو پیغام ولېږه او هغوی ته یې د سولې وړاندیز وکړ. ۱۴نو بنیامینیان بېرته راغلل او اسراییلیانو هغوی ته د یابیش هغه انجونې چې ژوندۍ پاتې شوې وې ورکړې. خو دا انجونې د هغوی ټولو دپاره بس نه وې.

۱۵د اسراییلو خلک په بنیامینیانو باندې ډېر خفه وو ځکه چې څښتن د هغوی د قبیلو ترمنځ تشه پیدا کړې وه. ۱۶نو د غونډې مشرانو وویل: <د بنیامین د قبیلې ټولې ښځې وژل شوې دي. نو څه باید وکړو چې د هغوی پاتې سړیو ته ښځې پیدا کړو؟ ۱۷پاتې ژوندي بنیامینیان باید وارثان ولري، ترڅو د اسراییلو یوه قبیله د تل دپاره له منځه لاړه نه شي. ۱۸مونږ نه شو کولی چې خپلې لورګانې هغوی ته ورکړو، ځکه چې مونږ قسم خوړلی دی چې هرڅوک چې بنیامینیانو ته لور ورکړي په هغه باندې دې لعنت وي.>

۱۹بیا هغوی دا فکر وکړ چې په شیلوه کې د څښتن دپاره کلنی جشن نیول کیږي. (شیلوه د بیت ئیل په شمال او د لبونه په جنوب کې او د هغې لارې په ختیځ کې ده چې د شکیم او بیت ئیل ترمنځ ده.) ۲۰هغوی بنیامینیانو ته وویل: <لاړ شئ او د انګورو په باغونو کې پټ شئ ۲۱او هلته انتظار وباسئ. کله چې د شیلوه نجونې د جشن په دوران کې د نڅا دپاره بیرون راووزي، تاسو د انګورو له باغونو څخه راووزئ او د هغو څخه هر یو خپلو ځانونو ته یوه یوه نجلۍ په زور راونیسئ او له ځان سره یې د بنیامین خاورې ته بوځئ چې ستاسو ښځې شي. ۲۲که چېرې د هغوی پلرونه او ورونه تاسو ته راشي او اعتراض وکړي، نو تاسو کولی شئ چې هغوی ته داسې ووایئ: مهرباني وکړئ مونږ ته اجازه راکړئ چې هغوی وساتو، ځکه چې مونږ هغوی د جنګ په دوران کې له تاسو څخه نه دي نیولې چې زمونږ ښځې شي. څرنګه چې تاسو هغوی مونږ ته نه دي راکړې، نو تاسو د خپل قسم په ماتولو ګناهکار نه یاست.>

۲۳بنیامینیانو همداسې وکړل. هغوی هر یو له هغو نجونو څخه چې په شیلوه کې یې نڅا کوله یوه یوه نجلۍ د خپل ځان دپاره راونیوله او هغوی یې خپلې سیمې ته یوړې. بیا هغوی خپل ښارګوټي بېرته آباد کړل او هلته اوسېدل. ۲۴نو اسراییلیان هم هر یو بېرته خپلې قبیلې، خپلې کورنۍ او خپلې ځمکې ته لاړ. ۲۵په هغه زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.