ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول پادشاهان - پنځلسم فصل

د یهودا پادشاه ابیاه

(دوهم تواریخ ۱۳: ۱ - ۱۴: ۱)

۱د نباط د زوی یروبعام د پادشاهۍ په اتلسم کال، ابیاه د یهودا پادشاه شو ۲او هغه درې کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. د هغه د مور نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه.

۳ابیاه د خپل پلار په شان هماغسې ګناهونه وکړل او هغه د خپل غور نیکه داود معکوس خپل څښتن خدای ته په بشپړه توګه وفادار نه ؤ. ۴مګر د داود په خاطر د هغه څښتن خدای ابیاه ته زوی ورکړ چې د هغه څخه وروسته په اورشلیم کې پادشاهي وکړي او اورشلیم خوندي وساتي – د داسې څراغ په شان چې نه مړ کیږي، د هغه شاهي کورنۍ به پای ته ونه رسیږي. ۵څښتن ځکه داسې وکړل چې داود به هغه څه کول چې څښتن ورباندې خوشالېده او هیڅکله یې د هغه د حکمونو څخه سرغړونه نه وه کړې، پرته د اوریا حیتي له پېښې څخه. ۶هغه جګړه چې د رحبعام او یروبعام ترمنځ پیل شوې وه د ابیاه د ژوند تر پایه پورې یې دوام وکړ. ۷د ابیاه د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، هغه د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. د ابیاه او یروبعام ترمنځ تل جګړه وه. ۸ابیاه مړ شو او د داود په ښار کې ښخ شو او د هغه زوی آسا د هغه په ځای پادشاه شو.

د یهودا پادشاه آسا

(دوهم تواریخ ۱۵: ۱۶ - ۱۶: ۶، ۱۱ - ۱۳)

۹د اسراییلو د پادشاه یروبعام د پادشاهۍ په شلم کال، آسا د یهودا پادشاه شو. ۱۰هغه یوڅلوېښت کاله په اورشلیم کې پادشاهي وکړه. د هغه د نیا نوم معکه وه چې د ابشالوم لور وه.

۱۱آسا به د خپل غور نیکه داود په شان هغه څه کول چې څښتن ورباندې خوشالېده. ۱۲هغه د خپل هېواد څخه هغه ټول لواطت کاران او فاحشې چې د عبادت په ځایونو کې یې خدمت کاوه وشړلې او هغه ټول بتان چې د هغه نیکونو جوړ کړي وو لېرې کړل. ۱۳هغه خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې یو کرغېړن د اشیره بت جوړ کړی ؤ. آسا هغه بت رانسکور کړ او د قدرون په خوړ کې یې وسوزاوه. ۱۴که څه هم آسا ټولې بتخانې له منځه یو نه وړلې، مګر هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو. ۱۵آسا سره زر، سپین زر او هغه ټول شیان چې د هغه پلار او هغه په خپله خدای ته وقف کړي وو، د خدای په کور کې کېښودل.

۱۶د یهودا پادشاه آسا او د اسراییلو پادشاه بعشا به تل د خپلو پادشاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو. ۱۷بعشا په یهودا باندې یرغل وکړ او د رامې د ښار په قوي کولو یې پیل وکړ په دې خاطر چې د یهودا د ټولو خلکو تګ او راتګ مخه ونیسي.

۱۸نو آسا پادشاه هغه ټول سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې پاتې شوي وو واخیستل. هغه یې خپلو درباریانو ته وسپارل او هغه یې دمشق ته د سوریې پادشاه بنهدد د طبرمون زوی ته، چې د حزیون لمسی ؤ، د دې پیغام سره ولېږل: ۱۹<زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ، زه تاسو ته د سپینو زرو او سرو زرو سوغات درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پادشاه بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.>

۲۰بنهدد پادشاه د آسا وړاندیز قبول کړ او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل بیت معکه، د جلیل جهیل او د نفتالي ټوله سیمه ونیوله. ۲۱کله چې بعشا پادشاه واورېدل چې څه وشول، هغه د رامه د قوي کولو کار ودراوه او د ترزې ښار ته لاړ.

۲۲وروسته بیا آسا پادشاه ټول یهودا ته حکم جاري کړ چې ټول خلک پرته له استثنا څخه هغه ټولې تیږې او لرګي چې بعشا غوښتل د رامې ښار پرې قوي کړي، راوړي. آسا په دې موادو باندې مصفه او د بنیامین په سیمه کې د جبع ښار قوي کړ.

۲۳نور ټول هغه کارونه چې آسا پادشاه د خپلې پادشاهۍ په دوران کې کړي دي، یعنې د هغه د زورورتوب کارونه او هغه ښارونه چې هغه جوړ کړي دي هغه د یهودا د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. مګر په زوړوالي کې هغه د پښو په ناروغۍ باندې اخته شو. ۲۴وروسته آسا مړ شو او د خپل پلار داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یهوشافاط د هغه په ځای پادشاه شو.

د اسراییلو پادشاه ناداب

۲۵د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دوهم کال، د یروبعام پادشاه زوی ناداب د اسراییلو پادشاه شو او دوه کاله یې پادشاهي وکړه. ۲۶لکه څنګه چې د هغه پلار د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.

۲۷بعشا د اخیا زوی چې د یساکار د قبیلې څخه ؤ، د ناداب په ضد یې دسیسه جوړه کړه او کله چې ناداب او ټولو اسراییلي لښکرو د جبتون ښار چې په فلسطین کې ؤ محاصره کاوه، بعشا ناداب وواژه. ۲۸دا پېښه د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دریم کال وشوه. نو بعشا د ناداب په ځای د اسراییلو پادشاه شو. ۲۹څنګه چې هغه پادشاه شو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي یې ووژل. څرنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله چې د شیلوه څخه ؤ ویلي وو، د یروبعام د کورنۍ ټول غړي ووژل شول او یو هم ژوندی پاتې نه شو. ۳۰دا پېښه ځکه وشوه چې یروبعام ګناه وکړه، د اسراییلو د ګناهکار کېدلو سبب وګرځېده او په دې ډول یې د اسراییلو د څښتن خدای قهر راوپاراوه.

۳۱د ناداب د پادشاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د اسراییلو د پادشاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۳۲د یهودا پادشاه آسا او د اسراییلو پادشاه بعشا به تل د خپلو پادشاهیو په دوران کې یو د بل سره په جګړې اخته وو.

د اسراییلو پادشاه بعشا

۳۳د یهودا د پادشاه آسا د پادشاهۍ په دریم کال، د اخیا زوی بعشا د ټولو اسراییلو پادشاه شو او هغه څلورویشت کاله په ترزې کې پادشاهي وکړه. ۳۴لکه څنګه چې یروبعام د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه، نو هغه هم ګناه وکړه او اسراییلیان یې د ګناه خواته بوتلل.