ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول تیموتاوس - پنځم فصل

د ایماندارانو په وړاندې د تیموتاوس چلند

۱مشر سړي ته هېڅکله سختې خبرې مه کوه، بلکې هغه داسې هڅوه لکه چې ستا خپل پلار وي او د ځوانانو سره لکه د ورونو په شان چلند کوه. ۲د زړو ښځو سره لکه د میندو په شان او د ځوانو ښځو سره په پوره پاکۍ لکه د خپلو خویندو په شان چلند کوه.

د کونډې ښځې سره چلند

۳د کونډو ښځو چې په رښتیا سره څوک نه لري، پام او عزت کوه. ۴که چېرې کونډه اولادونه او یا لمسیان ولري، نو د ټولو نه مخکې هغوی باید د خپلې کورنۍ په وړاندې خپل دیني مسوولیت وپېژني او د خپل مور او پلار حق ادا کړي، ځکه چې په دې کار باندې خدای خوشحالیږي. ۵کومه ښځه چې په رښتیا سره کونډه وي او څوک نه لري، هغه خدای ته هیله لري او شپه او ورځ په زارۍ او دعا اخته وي. ۶خو کومه کونډه چې عیاشي کوي، که هغه ژوندۍ هم وي خو په حقیقت کې مړه ده. ۷هغوی ته دا لارښوونې وکړه، ترڅو هېڅوک په هغوی کې کومه غلطي او ملامتیا پیدا نه کړي. ۸که چېرې څوک د خپلو خپلوانو او په ځانګړې توګه د خپلې کورنۍ په غړو باندې پام نه کوي، نو هغه د ایمان نه منکر دی او تر بې‌ایمانه هم ډېر بد دی.

۹هغه کونډه دې د کونډو په لست کې ولیکل شي چې عمر یې د شپېتو کالو نه کم نه وي او یوځل واده شوې وي. ۱۰هغه باید د خپلو ښو کارونو له امله مشهوره وي: هغې خپل اولادونه روزلي وي، مېلمه‌پالنه یې کړې وي، په عاجزۍ سره د خدای د خلکو خدمت کړی وي، د دردمندو خلکو سره یې مرسته کړې وي او خپل ځان یې د هر ډول ښه کار دپاره وقف کړی وي.

۱۱خو د ځوانو کونډو نومونه په لست کې مه لیکه، ځکه کله چې د هغوی نفساني غوښتنې هغوی د مسیح نه لېرې کړي، نو بیا غواړي چې واده وکړي. ۱۲په دې ډول هغوی خپل ځانونه د قضاوت لاندې راولي، ځکه چې خپله اولنۍ وعده یې ماته کړې ده. ۱۳برسېره پر‌دې، هغوی په دې عادت کیږي چې بېکاره اوسي او کور په کور وګرځي، نه یوازې بېکاره بلکې غیبت کوي او د نورو په کارونو کې لاس وهنه کوي او د هغو شیانو په هکله چې لازمه نه ده خبرې کوي. ۱۴نو زما مشوره دا ده چې ځوانې کونډې دې واده وکړي، اولادونه دې راوړي او د خپل کور کارونه دې تنظیم کړي او زمونږ مخالفینو ته موقعه ورنه کړي چې بدې خبرې ورپسې وکړي. ۱۵ځکه چې ځینې کونډې لا د مخکې نه بې‌لارې شوې دي او د شیطان په لاره روانې دي. ۱۶که چېرې د یوې ایماندارې ښځې په خپلوانو کې کونډې ښځې وي، نو هغه دې په خپله د هغوی سره مرسته وکړي او په کلیسا باندې دې بار نه اچوي، ترڅو کلیسا د هغو کونډو سره مرسته وکړي چې په رښتیا څوک نه لري.

د کلیسا د مشرانو مسوولیت

۱۷د کلیسا هغه مشران چې خپله وظیفه په ښه توګه سرته رسوي هغوی د دوه چنده عزت او تنخوا لایق دي، په ځانګړې توګه هغوی چې د کلام په اورولو او تعلیم ورکولو کې زحمت وباسي. ۱۸ځکه چې د خدای کلام وایي: «تاسو د غوبل کولو په وخت کې د غویي خوله مه تړئ.» او په بل ځای کې وایي: «مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی.» ۱۹د کوم مشر په خلاف چې تور لګول کیږي هغه مه منه، خو دا چې دوه یا درې شاهدان ورباندې شاهدي ورکړي. ۲۰هغوی چې ګناه کوي، نو د ټولې کلیسا په مخکې یې ملامته کړه، ترڅو د نورو دپاره د عبرت سبب شي.

۲۱زه د خدای او عیسی مسیح او د غوره شویو فرښتو په حضور کې تاته حکم کوم چې په دې لارښوونو باندې پرته له تعصب نه عمل کوه او په هېڅ کار کې د هېچا طرفداري مه کوه. ۲۲څښتن ته د خدمت دپاره په هېچا باندې په لاس ایښودلو کې بیړه مه کوه او د نورو په ګناهونو کې مه شریک کېږه. خپل ځان پاک وساته. ۲۳له دې نه وروسته یوازې اوبه مه څښه، بلکې د خپلې معدې په خاطر لږ لږ شراب هم څښه، ځکه چې ته زیات وختونه ناروغه کېږې.

۲۴د ځینو خلکو ګناهونه ښکاره دي او هغوی قضاوت ته رسوي، خو د نورو ګناهونه به وروسته ښکاره شي. ۲۵همدارنګه د خلکو ښه کارونه هم په ښکاره لیدل کیږي او که دا کارونه په پټه هم شوي وي، نو یوه ورځ به ښکاره شي.