ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اتلسم زبور

د کامیابۍ په خاطر د شکرګزارۍ دعا

۱د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه

۲پرېږده چې قوم د اسراییل ووایي:

«ده ابدي د هغه مینه»

۳پرېږده چې ووایي د هارون اولاده چې کاهنان دي:

«ده ابدي د هغه مینه»

۴هغه ټول خلک چې وېریږي له څښتنه

پرېږده چې ووایي:

«ده ابدي د هغه مینه»

۵ما په سخته کې فریاد وکړ څښتن ته

سوال یې قبول کړ زما او زه یې کړمه ازاد

۶ما سره مل دی څښتن، نه به وېرېږمه زه

څه کولای شي انسان ما سره؟

۷ما سره مل دی څښتن او مرستندوی دی زما

او ماتې د خپلو دښمنانو به زه ووینمه

۸دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن ته

د دې په ځای چې توکل وکړم انسان باندې

۹دغه بهتره ده چې یوسمه پناه څښتن ته

د دې په ځای چې توکل وکړمه په شاهزادګانو باندې

۱۰رانه چاپېر وو ټول قومونه

خو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه

۱۱وو راچاپېر هغوی د هرې خوا نه په ما

خو د څښتن په زور مې دوی کړل تباه

۱۲رانه چاپېر وو هغوی لکه مچیو په شان

خو هغوی خاموش شول لکه د اغزیو د اور په شان

د څښتن په زور مې دوی کړل تباه

۱۳سخته حمله راباندې وشوه

او نژدې ؤ چې زه ماتې وخورم

خو څښتن وکړلو کومک راسره

۱۴زه څښتن کړمه قوي

او دفاع یې زما وکړه

او زه یې ژغورلی یمه

۱۵د خدای د قوم د خېمو نه واورئ

د کامیابۍ په خاطر د خوشحالۍ چیغې

چې د څښتن په قوي لاس دا هرڅه شوي دي

۱۶مونږ بریالي شو د څښتن په قوي لاس باندې

په جګړه کې د هغه په زورور قوت

۱۷زه به مړ نه شم بلکې ژوندی به یمه

زه به بیان کړم کوم کارونه چې څښتن کړي دي

۱۸هغه راکړې راته سخته سزا

خو زه یې پرېنښودم چې مړ شمه

۱۹ماته کړئ خلاصې دروازې د معبد

چې زه ورشم د څښتن شکر ادا کړم په کې

۲۰دا هغه دروازه ده چې کولای شئ څښتن ته ورشئ

یوازې نېک خلک کولای شي داخل شي په کې

۲۱شکر کومه زه د ستا څښتنه

ځکه چې سوال دې قبول کړی زما

ځکه چې ماته دی نجات راکړی

۲۲کومه تیږه چې رد کړې ګلکارانو وه

هغه اوس شوه اصلي تیږه د تهداب

۲۳دا کار وشو د څښتن له خوا نه

او عجیبه ښکاري زمونږ نظر کې

۲۴دا هغه ورځ ده چې څښتن په کې کړی دی عجیبه کار

راځئ چې وکړو خوشحالي

او په کې خوشحاله اوسو

۲۵مونږه وژغوره څښتنه، مونږه وژغوره

ای څښتنه بری راکړه مونږ ته

۲۶مبارک دی هغه څوک

چې د څښتن په نوم راځي

تاسو ته غواړو برکت مونږ د څښتن له کوره

۲۷څښتن دی خدای چې یې وځلوله خپله رڼا په مونږ

د قربانۍ حیوان راولئ او د قربانګاه په کنجونو باندې یې

وتړئ رسیو باندې

۲۸ته زما خدای یې او ستا شکر کوم

ته مې خدای یې، زه به ستا لویي بیان کړم

۲۹د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغه

ده ابدي د هغه مینه