ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پينځۀ پنځوسم زبور

د دوست د خیانت په هکله دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)

۱دعا قبوله کړه زما خدایه

زما زاریو ته شا مه اړوه!

۲زما خبرو ته غوږ ونیسه او راکړه ځواب

زه اندېښنو سخت راګېر کړی یم زګېروي کومه

۳د دښمنانو له شورونو وېرېدلی یمه

زه له ظلمه د بدکارو ځپل شوی یمه

هغوی په ما باندې تکلیف اچوي

هغوی په قهر دي په زړه کې له ما کرکه کوي

۴زړه مې سینه کې په لړزان دی

او د مرګ وېره ده پرېوتې په ما

۵لړزه او وېره ده راغلې په ما

او غالب شوی دی هیبت په ما

۶کاشکې لرلی مې وزرونه د کوترې په شان

الوتلی به وای لېرې او په ارام به وای

۷زه به لېرې ګرځېدلی

اوسېدلی به په دښته کې وای زه

۸د سخت باد او سخت توفان نه

ما به زر ځانته موندلی پناه ځای وای

۹ای څښتنه، ګډې وډې کړه خبرې ته زما د دښمنانو

ځکه زه تېری او جنګ وینم په ښار کې

۱۰شپه او ورځ یې دېوالونو باندې ګرځي

له بدیو، تکلیفونو یې ډک کړی

۱۱په هرځای تباهي ده

کوڅې ډکې دي له ظلم او ټګۍ نه

۱۲که دا وای زما دښمن چې په ما وهي ملنډې

ما به صبر کړی وای

که دا وای زما رقیب چې وهي راته دی لاپې

ترې پټ شوی به وای زه

۱۳خو ته یې یو زما له خپلو خلکو

زما یار یې او ملګری وفادار یې

۱۴مونږ له یو بل سره لرلې صمیمې خبرې

د نورو خلکو سره یوځای د خدای کور ته عبادت ته به تلو

۱۵یو ناڅاپه دې زما دښمنان مړه شي

دوی دې ګور ته ژوندي کوز شي!

ځکه بدي د هغوی زړونو او کورونو کې ده

۱۶زه کړم فریاد خدای ته کومک دپاره

هماغه څښتن به وژغوري ما

۱۷سهار، غرمه او ماښام

شکایتونه او فریاد کومه

او زما اواز به واوري

۱۸سره له دې چې دښمنان مې زیات دي

خو دی ما له هغه جنګه سلامت ژغوري

۱۹هغه خدای چې له ازله په تخت ناست دی

هغه به واوري دعاګانې زما

دوی ته به ورکړي ماتې

ځکه چې دوی له بدو لارو څخه نه راګرځي

له خدایه نه وېریږي

۲۰زما ملګري په دوستانو خپلو وکړه حمله

ده کړلو مات هغه خپل کړی تړون

۲۱د ده خبرې وې خوږې له شاتو

خو په زړه کې د جګړې اراده

د ده خبرې له ورېښمو پستې

خو پرېکول یې کړل د تورو په شان

۲۲خپل مشکلات دې څښتن ته پرېږده

هغه به وکاندي ساتنه د ستا

هغه به هېڅکله پرېنږدي نېکان خلک

چې دوی وغورځیږي

۲۳ته به ای خدایه، دا ټګمار قاتلان

د بربادۍ کندې ته وغورځوې

هغوی به مړه شي په ځوانۍ کې

خو زه به تا باندې توکل کومه