ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او درېم زبور

د خدای مینه

(د داود زبور)

۱ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!

ای زما ټول بدنه، د هغه سپېڅلی نوم ثنا ووایه!

۲ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!

مه هېروه ټول احسانونه یې ته!

۳څوک چې ستا ټول ګناهونه بخښي

او ستا ټول رنځونه روغوي

۴څوک چې ژغوري تا له مرګه

او خپل د مینې او رحم تاج ستا په سر باندې ږدي

۵چې پوره کوي څوک ارمانونه ستا په ښو شیانو

ترڅو تازه شي د عقاب په څېر ستا ځواک او ځواني

۶څښتن کوي انصاف د ټولو مظلومانو سره

ورکوي بېرته د هغوی حقونه

۷موسی ته یې خپله اراده وښوده

د اسراییلو قوم ته یې خپلې کارنامې وښودې

۸څښتن رحیم او مهربانه دی

زر نه په قهریږي او مینه یې ډېره او تلپاتې ده

۹نه به ورکوي دوام رټلو ته

نه به خپل قهر ساتي زړه کې تل مدام

۱۰نه راکوي مونږ ته زمونږ د ګناهونو سره سمه سزا

نه اخلي بدله زمونږ د بدو کارو

۱۱لکه چې څومره دی د ځمکې نه اسمان اوچت

دومره یې مینه ده تلپاتې د هغو دپاره چې وېریږي ترې

۱۲څومره چې لېرې دی ختیځ له لوېدیځه څخه

دومره زمونږ نه لېرې کوي ګناهونه زمونږ

۱۳څومره چې پلار وي مهربان خپلو بچیو باندې

دومره څښتن وي مهربان په هغو خلکو باندې

چې کوي وېره ترې

۱۴هغه پوهیږي چې مونږ څنګه پیدا شوي یو

هغه ته یاد دي چې له خاورې پیدا شوي یو مونږ

۱۵د انسان ژوند دی د واښو په شان

چې د صحرا د ګل په شان غوړیږي

۱۶کله چې باد ولګي نو ځي له منځه

او بیا نه ښکاري په خپل ځای کې

۱۷خو د څښتن مینه د ازل نه تر ابده به وي

د هغو خلکو سره چې کوي وېره ترې

د ده نېکي به وي مدام د هغوی د نسلونو سره

۱۸د هغو خلکو سره چې وفادار اوسي د هغه لوظ ته

او په حکمونو یې عمل کوي په غور سره

۱۹څښتن خپل تخت ځای په ځای کړی په اسمان کې

او پاچاهي کوي په ټولو باندې

۲۰ای زورورو فرښتو

چې کړئ عمل یې په حکمونو او خبره یې اورئ

ثنا ووایئ د څښتن

۲۱ثنا ووایئ د څښتن ای د هغه د فرښتو ډلو

ای خادمانو د هغه چې اراده یې پوره کوئ تاسو

۲۲ای د څښتن ټول مخلوقه، د هغه ثنا ووایئ

ده په هر هغه ځای کې پاچاهي د هغه

ووایه ثنا د څښتن ای زما ځانه!