ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

دوم قرنتیان - یوولسم فصل

پولوس د جعلي رسولانو په هکله خبرداری ورکوي

۱ستاسو څخه زما هیله ده چې زما دا لږ حماقت وزغمئ. ستاسو څخه غواړم چې ماته حوصله وکړئ. ۲زما غیرت ستاسو دپاره لکه د خدایي غیرت په شان دی، ځکه چې ما وعده کړې ده چې تاسو یو مېړه یعنې مسیح ته واده کړم او د یوې پاکې پېغلې په شان مو هغه ته وړاندې کړم. ۳خو زه وېرېږم لکه څنګه چې حوا د یو چالاکه مار په وسیله وغولېدله، ستاسو خیالونه هم د هغې رښتینې او پاکې مینې څخه راونه ګرځي چې د مسیح سره لرئ. ۴ځکه که چېرې څوک راشي او تاسو پرته له هغه عیسی چې مونږ درته پېژندلی دی، کوم بل عیسی ته وروپېژني یا تاسو یو روح چې د روح القدس نه فرق لري، تر لاسه کړئ. یا د هغه زیري نه پرته چې تاسو اورېدلی دی، بل زېری درکړي، نو تاسو یې په اسانۍ سره قبلوئ.

۵خو زه خپل ځان ستاسو د تش په نامه لویو رسولانو څخه کم نه ګڼم. ۶که څه هم زه ښه ویاند نه یم، خو علم او پوهه لرم او دا مې تاسو ته په پوره توګه روښانه کړې ده.

۷ایا دا زما ګناه وه چې د خدای زېری مې تاسو ته په وړیا توګه دروساوه او خپل ځان مې عاجز کړ ترڅو تاسو سرلوړي اوسئ؟ ۸ما خپله اجوره د نورو کلیساګانو څخه واخیستله او هغوی مې لوټ کړل، ترڅو وکولای شم ستاسو خدمت وکړم. ۹کله چې زه ستاسو سره وم او کوم څه ته مې اړتیا درلودله، نو په تاسو کې مې په یو کس باندې مالي بار وانه چاوه، بلکې کله چې د مقدونیې څخه ځینې ورونه راغلل، نو زما اړتیاوې یې پوره کړلې. زه هېڅکله هم ستاسو په اوږو بار شوی نه یم او په راتلونکې کې به هم نه شم. ۱۰د مسیح د هغه حقیقت له مخې چې په ما کې دی وایم چې هېڅوک نه شي کولای چې په ټول جنوبي یونان کې زما د دې ویاړ مخه ونیسي. ۱۱ایا دا د دې دپاره وایم چې ستاسو سره مینه نه لرم؟ خو خدای پوهیږي چې زه تاسو سره مینه لرم.

۱۲کوم کار چې زه یې کوم هغه ته به دوام ورکوم، ترڅو د هغو خلکو مخه ونیول شي چې د دې موقع په لټه کې دي چې په دې ویاړ وکړي چې هغوی زمونږ په شان کار کوي. ۱۳ځکه چې داسې خلک جعلي رسولان او چلباز خدمتګاران دي چې خپل ځانونه یې د مسیح د رسولانو په شان کړي دي. ۱۴دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې شیطان هم خپل ځان د یوې نوراني فرښتې په شان جوړوي. ۱۵که چېرې د شیطان خدمتګاران خپل ځانونه د رښتیني خدمتګارانو په شان جوړ کړي، نو دا کومه حیرانوونکې خبره نه ده. په پای کې به هغوی د خپلو عملونو سزا وویني چې د هغو لایق دي.

پولوس تکلیفونه زغمي

۱۶زه بیا بیا وایم چې هېڅوک دې فکر ونه کړي چې زه احمق یم، خو که چېرې ما احمق وګني، نو لږ تر لږه دې ما د یو احمق په توګه ومني، ترڅو وکولای شم زه هم په خپل ځان باندې ویاړ وکړم. ۱۷اوس چې زه کوم څه وایم هغه راته څښتن نه دي ویلي چې زه یې وایم، نو زه چې ویاړ کوم، د یو احمق په شان یې کوم. ۱۸خو څرنګه چې ډېر خلک د انساني معیارونو له مخې ویاړ کوي، نو زه به یې هم کوم. ۱۹تاسو په خوشحالۍ سره احمقان او بې عقله خلک زغمئ، ځکه چې تاسو ډېر هوښیار یئ. ۲۰ځکه هرڅوک چې ستاسو نه غلامان جوړوي، هرڅه درڅخه اخلي، ستاسو نه غلطه ګټه اخلي، خپل ځان لوی ښایي یا ستاسو په مخ څپېړه درکوي، هغه زغمئ. ۲۱زه په شرم سره باید ووایم چې مونږ ډېر کمزوري یو چې دا کار وکړو.

که چېرې څوک جرات کوي چې په کوم شي باندې ویاړ وکړي، نو زه هم جرات کوم چې په هغې باندې ویاړ وکړم، نو زه لکه د یو احمق په شان دا خبرې کوم. ۲۲ایا هغوی عبرانیان دي؟ نو زه هم یم. ایا هغوی اسراییلیان دي؟ نو زه هم یم. ایا هغوی د ابراهیم د نسل څخه دي؟ نو زه هم یم. ۲۳ایا هغوی د مسیح خدمتګاران دي؟ نو زه د هغوی نه هم ډېر ښه خدمتګار یم. زه لکه د یو لېوني په شان خبرې کوم، خو ما د هغوی نه زیات زحمت ویستلی دی او د هغوی نه زیات زنداني شوی یم. ډېر زیات وهل شوی یم او څو څو ځلې د مرګ سره مخامخ شوی یم. ۲۴زه د یهودیانو له خوا پنځه ځلې او هر ځل نهه دېرش قمچینې وهل شوی یم، ۲۵درې ځلې په کوتکونو وهل شوی یم او یوځل سنګسار شوم. درې ځلې مو کشتۍ ګانې ماتې شوې او یوه شپه او ورځ مې په بحر کې تېره کړه. ۲۶زه په خپلو سفرونو کې د مختلفو خطرونو سره لکه د سېلاب، د داړه مارانو، د خپل قوم د خلکو، د غیریهودیانو، په ښار کې، په دښته کې، د بحیرې او جعلي ایماندارانو له خوا د خطر سره مخ شوی یم. ۲۷ما سخت کار کړی او زحمتونه مې ایستلي دي، ډېر ځلې مې بې خوبۍ تېرې کړي دي، لوږې او تندې مې تېرې کړې دي او په پوره اندازه خواړه او کالي مې نه درلودل چې په یخنۍ کې مې اغوستي وای او ګرم شوی وای. ۲۸برسېره پردې شیانو، زه د فشار لاندې وم چې هره ورځ به مې د کلیساګانو په هکله فکر کاوه. ۲۹څوک چې کمزوری شي، نو ایا زه ورسره کمزوری نه شم؟ څوک چې بې لارې کیږي، نو ایا زه به یې له غمه نه سوځم؟

۳۰د دې دپاره چې زه ویاړ وکړم، نو په هغو شیانو باندې یې باید وکړم چې زما کمزوري ښکاره کوي. ۳۱خدای چې د څښتن عیسی پلار دی او تل یې باید ثنا او صفت وشي، هغه پوهیږي چې زه دروغ نه وایم. ۳۲کله چې زه د دمشق په ښار کې وم، نو د هغه ځای والي چې د حارث پاچا له خوا ټاکل شوی ؤ، په ښار کې ساتونکي ځای په ځای کړل چې ما ونیسي. ۳۳خو زه د ښار د دېوال د کړکۍ نه په ټوکرۍ کې ښکته کړای شوم او د هغوی نه وتښتېدم.