ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

روميانو - نهم فصل

د خدای غوره شوی قوم

۱زه د مسیح سره تړاو لرم، نو رښتیا وایم او دروغ نه وایم. زما وجدان چې د روح القدس تابعداري کوي، د دې شاهد دی ۲چې زما په زړه کې د خپل قوم یعنې یهودیانو په خاطر چې زما خپلوان دي ډېر لوی غم او نه ختمېدونکی خفګان دی. ۳د هغوی دپاره زه په دې هیله وم چې لعنتي شم او د مسیح نه بېل شم. ۴هغوی اسراییلیان دي او هغوی ته د خدای اولادونه ویل شوي دي او جلال، لوظونه، شریعت، د عبادت مراسم او وعدې ورکړل شوي دي. ۵زمونږ نیکونه یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب هم د هغوی سره تړاو لري او مسیح په انساني لحاظ د هغوی د نسل څخه دی. خدای چې په ټولو باندې حکومت کوي، هغه ته دې تل ترتله ثنا وي. امین.

۶دا په دې معنی نه ده چې د خدای کلام خپل مقصد ته نه دی رسېدلی. ځکه چې ټول اسراییلیان د خدای غوره شوي خلک نه دي. ۷او نه هم د ابراهیم ټول نسل د خدای اولادونه دي. ځکه چې خدای ابراهیم ته وویل: «ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي.» ۸مقصد دا چې هغه ټول اولادونه چې په جسماني لحاظ د ابراهیم د نسل څخه پیدا شوي دي، د خدای اولادونه نه ګڼل کیږي، بلکې یوازې هغوی د خدای په اولادونو کې حسابیږي چې د خدای د وعدې له مخې پیدا شوي دي. ۹ځکه چې د خدای وعده داسې وه: «کله چې زه په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم، نو ساره به زوی ولري.»

۱۰یوازې دا نه، بلکې ربکا د یو کس نه چې هغه زمونږ نیکه اسحاق دی، امیدواره شوه. ۱۱‏-۱۲خو د دې دپاره چې د خدای مقصد د دې غبرګونکو څخه د یو په غوره کولو کې پوره شي، نو خدای ربکې ته وویل: «مشر زوی به د کشر خدمت کوي.» هغه دا خبره د هغوی د زېږېدلو نه مخکې وکړه او مخکې له دې چې هغوی کوم ښه یا بد کار وکړي. ترڅو دا وښایي چې د خدای غوره کېدل د هغه د بلنې له مخې وو، نه د هغوی د عملونو له مخې. ۱۳لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

یعقوب راباندې ګران ؤ، خو عیسو مې رد کړ.

۱۴نو بیا مونږ څه ووایو؟ ووایو چې خدای بې انصافه دی؟ هېڅکله نه! ۱۵ځکه چې خدای موسی ته وویل: «زه چې په هرچا باندې وغواړم رحم وکړم، نو رحم ورباندې کوم او په هر چا باندې چې وغواړم زړه وسوځوم، نو زړه ورباندې سوځوم.» ۱۶نو دا د انسان د خوښې او کوښښ پورې اړه نه لري، بلکې یوازې د خدای د رحم پورې اړه لري. ۱۷ځکه چې د خدای کلام فرعون ته وایي: «ته ما د دې دپاره پاچا کړې چې ستا په وسیله خپل قدرت وښایم او زما نوم په ټوله دنیا کې مشهور شي.» ۱۸نو هغه چې وغواړي په چا باندې رحم وکړي، نو رحم ورباندې کوي او که وغواړي چې د چا زړونه سخت کړي، نو د هغوی زړونه سختوي.

د خدای قهر او رحم

۱۹نو تاسو به ماته ووایئ: «نو بیا ولې خدای مونږ ملامتوي؟ ځکه څوک کولای شي چې د هغه د ارادې په وړاندې ودریږي؟» ۲۰ای انسانه، ته څوک یې چې بېرته خدای ته ځواب ورکوې؟ ایا یو لوښی کلال ته ویلی شي چې زه دې ولې داسې جوړ کړی یم؟ ۲۱ایا یو کلال دا حق نه لري چې د هماغې یو موټي خاورې نه یو لوښی د ځانګړې کارونې دپاره او بل د عادي کارونې دپاره جوړ کړي؟

۲۲خدای هم همداسې کړي وو. هغه غوښتل چې خپل قهر وښایي او خپل قدرت ښکاره کړي. خو هغه د هغو کسانو په اړه د ډېر صبر او زغم څخه کار واخیست چې باید تباه شي. ۲۳هغه داسې وکړل، ترڅو خپل لوی جلال هغو خلکو ته ښکاره کړي چې رحم ورباندې وشي، یعنې هغه خلک چې د مخکې نه یې دې ته تیار کړي وو چې د هغه جلال تر لاسه کړي. ۲۴ځکه چې مونږ هغه خلک یو چې هغه رابللي یو، یعنې یوازې هغه خلک نه چې یهودیان دي، بلکې د غیریهودیانو له منځ نه هم رابلل شوي دي.

۲۵لکه څنګه چې خدای د هوشع نبي په کتاب کې وایي:

هغه خلک چې زما نه وو، زه به هغوی ته خپل خلک ووایم او هغه خلک چې په ما باندې ګران نه وو، هغوی ته وبه وایم «خپل ګران.» ۲۶هغوی ته په هماغه ځای کې ویل شوي وو: «تاسو زما خلک نه یئ،» نو په هماغه ځای کې به هغوی ته وویل شي: «د ژوندي خدای اولادونه.»

۲۷او اشعیا نبي هم په لوړ اواز د اسراییلو په هکله داسې وایي:

که څه هم اسراییلیان به لکه د بحیرې د بې شمېره شګې په شان وي، خو د هغوی څخه به لږ شمېر یې خلاصون ومومي، ۲۸ځکه څښتن به د ټولو خلکو په باره کې به په پوره توګه او زر د ځمکې په مخ خپل قضاوت تر سره کړي.

۲۹او لکه څنګه چې اشعیا مخکې پېشګویي کړې وه:

که مونږ ته مطلق قادر څښتن نسلونه پريښي نه وای، نو مونږ به د سدوم او عمورې په شان تباه شوي وای.

د اسراییلو بې ایماني

۳۰نو بیا مونږ څه ووایو؟ که څه هم غیریهودیانو کوښښ نه کاوه چې د خدای په نظر کې عادلان وګڼل شي، خو هغه یې د ایمان په وسیله تر لاسه کړ. ۳۱خو اسراییلیانو چې کوښښ کاوه د شریعت په وسیله عادلان وګڼل شي، نو هغه یې تر لاسه نه کړ. ۳۲ځکه چې د هغوی کوښښ د ایمان له لارې نه، بلکې د هغوی د خپلو عملونو په بنیاد ؤ. نو هغوی په هغې ښویېدونکې تیږې باندې وښویېدل. ۳۳لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

ګورئ، زه په صهیون کې یوه داسې تیږه ږدم چې د خلکو د ښویېدلو سبب شي او یو داسې ګټ چې هغوی پرې ولویږي. خو هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، نو هېڅکله به ونه شرمیږي.