يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - درې دېرشم باب

د اليهُو حضرت ايُوب ته خپله خبره کول

۱نو اے ايُوبه، زما خبرې واوره، او زۀ چې څۀ وايم نو هغې ته متوجو شه. ۲نو اوس چې ما خبرې شروع کړې، نو پرېږده چې زړۀ تش کړم. ۳زما ټولې خبرې سپينې دى، او زۀ رښتيا رښتيا وايم. ۴د خُدائ پاک روح زۀ جوړ کړے يم، او د قادر خُدائ ساه ما له ژوند راکړے دے. ۵کۀ تا سره څۀ جواب وى نو ما له يې راکړه، د خبرې دپاره ځان تيار کړه او په هغې ټينګ ودرېږه. ۶ګوره، زۀ هم د خُدائ پاک په نظر کښې ستا په شان يم، زۀ هم د خټې نه جوړ شوے وم. ۷نو زما نه مۀ يرېږه، او زۀ به تا سره زياتے نۀ کوم. ۸تا زما په مخکښې خبرې کړې دى، او ما ستا ټولې خبرې اورېدلې دى. ۹تۀ وائې چې، ”زۀ صفا او بې‌ګناه يم، زۀ معصُوم يم او په ما کښې هيڅ غلطى نشته. ۱۰خو خُدائ پاک په ما کښې غلطى لټوى، هغه ما خپل دشمن ګڼى، ۱۱هغه زما په پښو کښې زولنۍ اچوى، او زما په هر حرکت يې نظر دے.“ ۱۲خو په دې خبره کښې تۀ غلط يې. زۀ به تا ته ووايم چې ولې ځکه چې خُدائ پاک د انسان نه لوئ دے. ۱۳تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟ ۱۴ځکه چې خُدائ پاک بار بار کلام کوى، خو خلق دې ته غوږ نۀ ږدى. ۱۵کله چې بنى آدم په خوب اودۀ وى او هغه خوب وينى يا رويا وينى، ۱۶نو خُدائ پاک به د هغوئ غوږونه کولاو کړى، او د خبردارى په ذريعه به هغوئ يروى، ۱۷هغه يې د بدو عملونو نه راوګرځوى، او د غرور نه يې وساتى. ۱۸هغه يې د مرګ نه بچ کوى، او د مرګ درياب د تېرېدو نه يې بچ کوى. ۱۹خُدائ پاک د بيمارۍ په ذريعه د خلقو اصلاح کوى، او د هغوئ په بدنونو باندې درد راولى، ۲۰نو د هغوئ لوږه ختمه شى، او مزېدار خوراک ته يې هم زړۀ نۀ کيږى. ۲۱د هغوئ بدنونه ويلى شى، او دوه ګوتې مخ يې راوځى. ۲۲هغوئ د مرګ په خولۀ ولاړ وى، او د مرګ فرښته د هغوئ انتظار کوى. ۲۳خو کۀ د زرګونو فرښتو نه يوه فرښته راشى او چا ته صحيح لار وښائى نو دا بس دى، ۲۴او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے. ۲۵د هغۀ بدن دې د ځوانۍ په وجه تازه شى، په هغۀ دې د ځوانۍ ورځې بيا راشى. ۲۶بيا هغه خُدائ پاک ته سوال وکړى او سوال يې قبول شى، هغه په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک حضور ته راشى، او هغه يې بيا يو نېک سړے جوړ کړى. ۲۷هغه به نورو کسانو ته وائى چې، ما ګناه کړې ده، او د نېکۍ په ځائ مې بدى کړې ده. او خُدائ پاک ما له د هغې سزا نۀ ده راکړې د څۀ چې زۀ لائق وم. ۲۸خُدائ پاک زۀ د قبر نه بچ کړم، او زما ژوند به په رڼا کښې وى. ۲۹بې‌شکه چې دا د خُدائ پاک کارونه دى، او د انسان دپاره يې بار بار کوى. ۳۰هغه يې د قبر نه بچ کوى، او د ژوند په خوند يې پوهوى. ۳۱ايُوبه، ما ته توجو شه او ما ته غوږ ونيسه، تۀ خاموش اوسه او زۀ به خبرې کوم. ۳۲کۀ تۀ څۀ وائې، نو ووايه، زۀ غواړم چې تا بې‌ګناه ثابت کړم. ۳۳کۀ داسې نۀ وى، نو ما ته غوږ ونيسه، خاموش شه او زۀ به تا ته د عقل ښودنه وکړم.“