يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - يو دېرشم باب

۱ما د خپل ځان سره يو لوظ کړے دے چې يوې پېغلې ته به هم په غلط نظر باندې نۀ ګورم. ۲پاس په آسمان کښې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى، او په قادر خُدائ کښې به زما ميراث څۀ وى؟ ۳افت په ګناهګارو خلقو نۀ راغورزيږى څۀ، او مصيبت په هغه خلقو چې څوک بدعمله وى؟ ۴زۀ چې څۀ هم کوم نو هغۀ ته پته ده، او زما په هر قدم باندې يې نظر دے. ۵ما کله چا ته دروغ وئيلى دى څۀ، او يا مې چا له دوکه ورکړې ده څۀ؟ ۶نو زۀ دې د اِنصاف په تله کښې وتللے شم، چې خُدائ پاک ته زما د صداقت پته ولګى. ۷کۀ زما قدم د هغۀ د لارې نه اوړېدلے وى، او زما زړۀ زما د سترګو په خواهش پسې تلے وى، يا کۀ د څۀ بل څۀ ګناه شوى وى، ۸نو ما پرېږده چې څۀ وکَرم او نور يې وخورى، او زما کَرلے فصل دې تباه شى. ۹کۀ زۀ د ګاونډى په ښځه باندې مئين شم، او د هغې په دروازه کښې په طمع کښېنم، ۱۰نو بيا دې زما ښځه د نورو دپاره مېچن وکړى، او پرېږده چې نور سړى د هغې سره څملى. ۱۱ځکه چې دا به د شرم نه ډک کار وى، او دا به د سزا حقدار جرم وى، ۱۲ځکه چې دا به د دوزخ په شان تباه کوونکے اور وى، او زما به هر څۀ تباه کړى. ۱۳کۀ زما وينځې يا غلام ما ته شکايت کړے وى، او ما هغوئ سره اِنصاف نۀ وى کړے، ۱۴نو بيا زۀ خُدائ پاک ته څنګه مخامخ کېدے شم؟ کله چې هغه حِساب کِتاب کوى نو زۀ څۀ جواب ورکړم؟ ۱۵هغه خُدائ پاک چې زۀ يې پېدا کړے يم، زما نوکران يې هم پېدا کړى دى. ۱۶ما کله هم د غريبانانو مدد نۀ دے پرېښے، او نۀ مې کونډې مايُوسه کړې دى، ۱۷يا مې په روټۍ کښې د شومتوب نه کار اخستے وى، او دا مې يتيمانانو له نۀ وى ورکړې ۱۸ځکه چې د ځوانۍ نه ما د يتيمانانو خيال لکه د يو پلار په شان ساتلے دے، او ټول عُمر مې په کونډو پام کړے دے. ۱۹کۀ ما څوک په تکليف کښې ليدلے وى چې جامې يې نۀ وى، يا دومره غريب وى چې جامې نۀ شى اخستے، ۲۰نو ما ورله د کپړو دپاره د خپلو ګډو وړئ ورکړې ده چې ځان په کښې ګرم کړى، او هغوئ زما شکريه ادا کړې ده. ۲۱کۀ ما د يتيمانانو خِلاف خپل لاس اوچت کړے وى، ځکه چې ما ته پته وه چې په عدالت کښې زما ملګرى شته دے، ۲۲نو زما لاسونه دې مات شى، او زما د تن نه دې پرې کړے شى. ۲۳ځکه چې زۀ د خُدائ پاک د مصيبت نه په يره کښې وم، او زۀ د هغۀ د شان او شوکت په وړاندې نۀ شوم ودرېدلے. ۲۴کۀ ما په سرو زرو يقين کړے وے، يا مې په سوچه سرو زرو باندې اعتبار کړے وے، ۲۵کۀ ما د خپل مال دولت په وجه خوشحالى کړے وے، يا چې ما سره ډېر څۀ دى، ۲۶کۀ ما په هغه وخت کښې نمر ته کتلے په کوم وخت کښې چې دا ځلېدو، يا مې سپوږمۍ ته کتلے چې د شان او شوکت سره روانه وى، ۲۷او کۀ زما زړۀ په پټه د دې عبادت شروع کړے وے، او د دُعا دپاره مې ورته لاسونه اوچت کړے وے، ۲۸دا به يو غلطى وے او قاضيانو به د دې په وجه سزا راکړے وے، ځکه چې زۀ به د خُدائ تعالىٰ مجرم وے. ۲۹کۀ زۀ د هغه خلقو په تباهۍ باندې خوشحاله وے چا چې زما نه نفرت کولو، يا مې په هغه وخت کښې خوشحالى کولے چې بدعملى په هغوئ باندې غالِبه شوې وه، ۳۰ما په خپله خولۀ باندې داسې ګناه نۀ ده کړې چې هغوئ ته مې د مرګ ښېرې کړے وے. ۳۱زما په خاندان کښې هر يو کس ته پته ده، چې زما کور ته څوک هم راغلى دى نو د هغوئ ښۀ مېلمستيا شوې ده. ۳۲ما په پردو خلقو هيڅکله بې‌غورى نۀ ده کړې چې هغوئ په کوڅه کښې شپه تېره کړى، او ما مسافرو ته خپلې دروازې کولاو ساتلې دى. ۳۳کۀ ما خپله ګناه د نورو خلقو په شان پټه کړې وې، او غلطى مې په خپل زړۀ کښې پټه ساتلې وې، ۳۴ځکه چې زۀ د ګڼې نه يا د خلقو د بې‌عزتۍ نه يرېدلے يم، چې غلے پاتې يم او د کور نه نۀ يم وتلے، ۳۵نو اے کاش چې ما ته چا غوږ نيولے وے. زۀ ليکلى درکوم چې هره يوه خبره رښتيا ده. او قادر خُدائ دې زما فرياد واورى، او زما مخالفين دې ليکلے اِلزام راوړى چې زۀ يې وګورم. ۳۶بې‌شکه زۀ به په فخر سره د اِلزام مقابله وکړم او زۀ به دا د تاج په شان په سر کړم. ۳۷زۀ به هغۀ له د خپل عمل حِساب کِتاب ورکړم، او د هغۀ په حضور کښې به زړَور ولاړ يم. ۳۸کۀ ما هغه زمکه قبضه کړې وى چې کومه زۀ کرَم او دا مې د خپل اصلى مالِک نه اخستې وى، ۳۹کۀ د دې پېداوار ما بغېر د پېسو نه خوړلے وى، او کۀ ما د دې مالِکان وژلى وى، ۴۰نو پرېږده چې د غنمو په ځائ ازغى وشى، او د اوربشو په ځائ دې ګنده واښۀ وشى.“ د ايُوب خبرې ختمې شوې.