ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دوه نوييم زبور

د ثنا او صفت سندره

(زبور او د سبت د ورځې دپاره یوه سندره)

۱څومره ښه ده ای څښتنه چې مونږ ستا شکر ادا کړو

خدای تعالی چې صفت وکړو ستا د نوم مونږ په سندرو کې

۲چې هر سهار د ستا تلپاتې مینه

او هره شپه کړو بیان ستا وفا

۳د چنګ د ساز په غږولو سره

او په نغمو د رباب

۴خوشحاله کړی یمه ستا کارونو ای څښتنه

د خوشحالۍ سندرې وایمه زه ستا د کارنامو په خاطر

۵کارنامې دي څومره لویې ستا څښتنه

څومره ژور دي ستا فکرونه!

۶بې عقله خلک یې درک کولای نه شي

او ساده ګان یې نه پوهیږي په معنی باندې

۷بد عمله که راشنه لکه واښه شي

ټول بدکاران شي نېکبخته

خو په پای کې به تباه شي تل دپاره

۸خو ای څښتنه، ته تل ترتله یې اوچت په ټولو

۹ای څښتنه، دښمنان ستا

هو، دښمنان به دې هلاک شي

خواره واره به بدکاران شي ټول

۱۰د وحشي غویي په شان

دې هسک کړي دي زما د قوت ښکرونه

په تازه تېلو دې غوړ کړی یمه

۱۱لیدلې ماتې مې د خپلو دښمنانو ده په خپلو سترګو

په غوږو خپلو مې د هغو بدکارانو اورېدلې چیغې

چې یې په ما باندې کول بریدونه

۱۲نېکان آباد به شي او لوی به شي د ونې د خرما په شان

هم به شي غټ لکه د سبر د لبنان په شان

۱۳په څېر د ونو کرل شوو د څښتن د کور دي

دوی به زمونږ د خدای د کور په انګړونو کې

آباد او لوی شي

۱۴په زاړه عمر کې هم مېوه نیسي دوی

او تل تازه او شنه وي

۱۵دا هرڅه ښایي چې عادل دی څښتن

هغه ساتونکی دی زما

بې انصافي هغه کې هېڅ نشته