ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - پنځلسم فصل

د قربانیو په هکله قوانین

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو قوم ته دا مقررات ورکړه چې هغوی یې په هغې خاوره کې چې زه یې ورته ورکوم مراعت کړي: ۳تاسو کولی شئ چې د رمې یا پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د رضاکارانه نذرانې یا ستاسو د مذهبي اخترونو د نذرانو په توګه څښتن ته وړاندې کړئ. د دغو نذرانو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۴‏-۵هرڅوک چې یو وری یا سېرلی د سوزېدونکې نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کوي، هغه دې د هر حیوان سره یو کیلوګرام داسې ښه اوړه چې یو لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه او یو لیتر د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه راوړي. ۶کله چې یو پسه وړاندې کیږي، دوه کیلوګرامه داسې اوړه چې یونیم لیتر د زیتونو تېل ورسره ګډ وي د غلې دانې د نذرانې په توګه دې وړاندې شي. ۷یونیم لیتر د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دغو قربانیو بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۸کله چې یو غویی څښتن ته د سوزېدونکې نذرانې یا د نذر د قربانۍ یا د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کیږي، ۹د غلې دانې نذرانه دې د درې کیلوګرامو داسې اوړو سره وړاندې شي چې دوه لیتره د زیتونو تېل ورسره ګډ وي. ۱۰دوه لیتره د انګورو شربت دې هم د څښلو د نذرانې په توګه ورسره وي. د دې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.

۱۱‏-۱۳که چېرې څوک اصلي اسراییلی وي نو هر وخت چې غویی، پسه، مېږه یا وزه په اور باندې د تیارې شوې نذرانې په توګه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کوي نو په دې اصولو باندې باید عمل وکړي. ۱۴همدارنګه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، که هغوی د موقت وخت دپاره وي یا دایمي وي هم باید د دغو مقرراتو څخه پیروي وکړي. ۱۵‏-۱۶همدغه اصول د تل دپاره په تاسو او هغو بېګانه خلکو باندې چې ستاسو په منځ کې اوسیږي عملي کیږي. د څښتن په نظر کې تاسو او هغوی یوشان یئ.

۱۷‏-۱۹کله چې تاسو په هغه ځمکه کې چې زه یې درکوم خواړه خورئ، دا خبره په یاد ساتئ چې د هغو څه لږ څښتن ته د خاصې نذرانې په توګه بېل کړئ. ۲۰کله چې تاسو ډوډۍ پخوئ نو اولنۍ ډوډۍ چې د نوې غلې دانې څخه پخیږي هغه دې څښتن ته د خاصې نذرانې په توګه وړاندې شي. دا دې په هماغه ډول وړاندې شي لکه څنګه چې د غوبل شویو غلو دانو څخه تیاره شوې خاصه نذرانه وړاندې کیږي. ۲۱دا خاص سوغات دې د تل دپاره د هغې ډوډۍ څخه څښتن ته ورکول کیږي چې تاسو یې پخوئ.

۲۲مګر فرض کوو که چېرې یو څوک په غیر ارادي توګه د دغو مقرراتو څخه د ځینو په عملي کولو کې چې څښتن موسیٰ ته ورکړي دي غفلت وکړي. ۲۳او فرض کوو چې په راتلونکي کې د هغو ټولو شیانو په سرته رسولو کې چې څښتن د موسیٰ په وسیله د هغو حکم کړی دی قوم غفلت وکړي. ۲۴که چېرې دا کار په غیر ارادي توګه په ناخبرۍ سره د قوم له خوا وشي، نو باید ټول قوم یو غویی د سوزېدونکې نذرانې دپاره چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي وړاندې کړي. دا نذرانه دې د پورته یادې شوې غلې دانې د نذرانې او څښلو د نذرانې سره یوځای او د یو وز سره چې د ګناه د نذرانې په توګه وړاندې کیږي وړاندې شي. ۲۵کاهن به د اسراییلو د ټول قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي، ځکه چې دا کار په قصدي توګه نه ؤ شوی او هغوی څښتن ته د خپلې غلطۍ دپاره یوه داسې نذرانه چې په اور باندې تیاریږي او د ګناه یوه نذرانه راوړله. ۲۶د اسراییلو ټول قوم او هغه بېګانه خلک به چې د هغوی په منځ کې اوسیږي وبخښل شي، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کې شامل وو.

۲۷مګر که چېرې ستاسو څخه یو تن په غیر ارادي توګه ګناه وکړي، باید یوه یو کلنه وزه د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي. ۲۸کاهن دې د څښتن په حضور کې د هغه چا دپاره چې په غیر ارادي توګه یې ګناه کړې ده کفاره ادا کړي، نو هغه به وبخښل شي. ۲۹همدا قانون به په هغو ټولو خلکو باندې عملي کیږي چې په غیر ارادي توګه یې ګناه کړې وي، که هغوی اصلي اسراییلیان وي یا بېګانه اوسېدونکي وي.

۳۰مګر که چېرې ستاسو څخه څوک په قصدي توګه ګناه وکړي، که هغه اصلي اوسېدونکی وي یا بېګانه وي، هغه څښتن ته په سپکاوي کولو سره ګناهکار دی او باید ووژل شي. ۳۱ځکه څه چې څښتن فرمایلي دي هغه نه دي منلي او په قصدي توګه یې د هغه یو حکم مات کړی دی. نو خون به یې په خپله غاړه وي.>

د سبت د قانون د ماتولو دپاره سزا

۳۲یو ځل کله چې اسراییلیانو په دښته کې سفر کاوه، د سبت په ورځ یو سړی د لرګیو په راټولولو ونیول شو. ۳۳هغه حضرت موسیٰ، حضرت هارون او ټول قوم ته وروستل شو ۳۴او هغه یې تر څارنې لاندې وساته، ځکه دا معلومه نه وه چې د هغه سره به څه کیږي. ۳۵بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <هغه سړی باید ووژل شي، ټول قوم دې هغه د کمپ څخه بیرون سنګسار کړي چې مړ شي!> ۳۶نو لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، ټول قوم هغه د کمپ څخه بیرون وویست او سنګسار یې کړ.

د زونډیو په باره کې مقررات

۳۷څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۳۸<د اسراییلو قوم ته ووایه: د خپلو کالیو په څنډو پورې زونډي وګنډئ او په هر زونډي پورې یو یو آبي تار وتړئ. دا کار باید د تل دپاره وکړئ. ۳۹‏-۴۰دا زونډي به تاسو ته دا خبره در په یاده کړي چې تاسو باید زما د قوانینو او زده کړو څخه پیروي وکړئ. کله چې تاسو داسې وکړئ، نو ماته به وقف کړای شئ او د خپلو له ګناه څخه ډکو خواهشاتو پسې به نه ګرځئ. ۴۱زه ستاسو څښتن خدای یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ چې ستاسو خدای اوسم.>