ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څلور اويايم زبور

د قوم د مرستې او دفاع دپاره دعا

(د آساف زبور)

۱خدایه ولې دې رد کړي یو د تل دپاره؟

ستا قهر ولې لکه اور په شان دی بل په مونږه؟

مونږه خو یو ستا د رمې پسونه

۲ته در په یاد کړه هغه خپل قوم

چې ډېر پخوا نه غوره کړی تا خپل ځان دپاره

کوم چې تا وژغوره له غلامۍ نه چې شي ستا غوره قوم

در په یاد کړه د صهیون هغه غر

چې اوسېدلې په کې

۳واخله قدم دې د تلپاتې کنډوالو په لوري

هرڅه چې وو عبادت ځای کې ویجاړ کړي دښمن

۴نارې وهلې د بري ستا دښمنانو ستا سپېڅلي کور کې

خپل بیرغونه یې ودرولي دي د نښې د بریا په توګه

۵دوی ښکارېدل د چوب شکنو په شان

چې دوی وهلې ونې په تبرونو باندې

۶په تبرونو او جبلونو باندې

کړل یې خراب ټول د لرګو نقشونه

۷ستا سپېڅلي کور ته یې اور واچاوه

دوی بې حرمت کړ هغه ځای

چې دی ستا نوم ورپورې

۸هغوی د ځانه سره داسې ویل:

«مونږ به بېخي هغوی له منځه یوسو»

سوځول یې په دې خاوره کې ټول د عبادت ځایونه

۹مونږه نور ونه لیدلې ستا معجزې

پیغمبرانو نه څوک پاتې نه شو

څوک نه پوهیږي دا حالت به کړي دوام تر کومه

۱۰ترڅو به ستا دښمنان تاته خدایه پېغورونه کوي؟

بې حرمتي به تر ابده پورې ستا د نامه؟

۱۱ولې دې مونږ ته خپل ښي لاس رانه کړ؟

وښایه ځواک دې خپل او دوی نابود کړه

۱۲خو له اوله ته پاچا یې زما ای خدایه

او تا راوړی دی خلاصون ځمکې ته

۱۳په خپل قوت سره جدا دې کړې اوبه د دریاب

او په اوبو کې دې کړل مات د بلاګانو تندي

۱۴وې همدا ته چې د پاچا د بلاګانو دې سرونه مات کړل

تا په جسد د دې ماړه کړل ځناور د دښتې

۱۵تا جاري کړلې چینې او هم خوړونه

د تل دپاره دې کړل وچ سیندونه

۱۶شپه او ورځ دواړه ستا دي

تا ځای په ځای لمر او سپوږمۍ کړل خپلو ځایونو کې

۱۷تا سرحدونه وټاکل د ځمکې

تا اوړی ژمی جوړ کړل

۱۸خو ای څښتنه دا په یاد ساته

چې دښمنان دې کړي خندا تا پورې

او کم عقل خلک سپکاوی کړي تاته

۱۹د خپل بې وزله قوم ژوند مه هېروه تل دپاره

د بېچاره کوترې ژوند دې ځناورو لره مه پرېږده

۲۰تا چې کوم لوظ کړی ؤ مونږ سره

در یاد کړه هغه

ځکه چې ډک دی هر تیاره ځای

د دنیا له ظلمه

۲۱مظلومان مه پرېږده چې وشرمیږي

پرېږده چې دغه غریبان او محتاج خلک

دې ستاینه ستا د نوم وکړي

۲۲خدایه، راپورته شه دفاع وکړه له خپله ځانه

دا یاد ساته چې کم عقلان ټوله ورځ تا پورې خندا کوي

۲۳ته دې د خپلو مخالفینو قهرجنې چیغې مه هېروه

دا دوامداره شورماشور چې دښمنانو دی جوړ کړی ستا