ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

يشوَع - لسم فصل

د اموریانو ماتې

۱د اورشلیم پادشاه ادوني صدق واورېدل چې یوشع عای نیولی دی او هغه یې بېخي له منځه وړی او د هغه ځای پادشاه یې وژلی دی لکه څنګه چې هغه د اریحا او د هغه ځای د پادشاه سره کړي وو. هغه دا هم واورېدل چې د جبعون خلکو د اسراییلو سره د سولې تړون کړی دی او د هغوی په منځ کې اوسیږي. ۲د اورشلیم خلک ډېر وېرېدل ځکه چې جبعون د شاهي ښارونو په شان یو ډېر لوی ښار ؤ. دا ښار د عای څخه لوی ؤ او ټول خلک یې ښه جنګیالي وو. ۳نو ادوني صدق د حبرون پادشاه هوهام، د یرموت پادشاه فرآم، د لاکیش پادشاه یافیع او د عجلون پادشاه دبیر ته دا لاندینی پیغام ولېږه: ۴<راشئ او زما سره مرسته وکړئ چې په جبعون باندې حمله وکړو، ځکه چې د هغه ځای خلکو د یوشع او اسراییلیانو سره د سولې تړون کړی دی.> ۵د اموریانو دغو پنځو پادشاهانو یعنې د اورشلیم پادشاه، د حبرون پادشاه، د یرموت پادشاه، د لاکیش پادشاه او د عجلون پادشاه خپل ځواکونه سره یوځای کړل. هغوی جبعون محاصره کړ او په هغه باندې یې حمله وکړه.

۶جبعونیانو یوشع ته هغه کمپ ته چې په جلجال کې ؤ دا پیغام ولېږه: <د خپلو خدمتګارانو څخه لاس مه اخله. همدا اوس راشه او زمونږ سره مرسته وکړه او مونږ وژغوره! ځکه چې د غرنۍ سیمې د اموریانو ټولو پادشاهانو زمونږ په ضد ځواکونه سره یوځای کړي دي او په مونږ باندې یې حمله کړې ده.>

۷نو یوشع د خپل ټول لښکر سره چې د هغه ترټولو ښه جنګیالي په کې شامل وو له جلجال څخه روان شو. ۸څښتن یوشع ته وویل: <د هغوی څخه مه وېرېږه. هغوی به تاته په لاس درکړم. د هغوی څخه به یو تن هم ونه شي کولی چې ستا په مقابل کې ودریږي.> ۹یوشع او د هغه لښکر ټوله شپه د جلجال څخه د جبعون پورې مزل وکړ او په اموریانو باندې یې ناڅاپي حمله وکړه. ۱۰څښتن اموریان د اسراییلیانو په لیدلو سره ووېرول. اسراییلیانو هغوی په جبعون کې ووژل او پاتې یې په بیت حورون کې د غره د غاښي په ښکتنۍ لاره تعقیب کړل. هغوی تر هغه وخته پورې په اموریانو باندې خپلې حملې ته دوام ورکړ ترڅو د عزیقه او مقیده ښارونو ته ورسېدل. ۱۱کله چې اموریان د اسراییلو د لښکرو څخه ښکته د غاښي په لاره باندې تښتېدل، څښتن په هغوی باندې تر عزیقه پورې غټې غټې ږلۍ واورولې. د هغو خلکو شمېر چې په ږلیو مړه شول له هغو خلکو څخه زیات وو کوم چې د اسراییلیانو له خوا ووژل شول.

۱۲په هغه ورځ چې څښتن اسراییلیانو ته په اموریانو باندې بری ورکړ، یوشع څښتن ته دعا وکړه. هغه د اسراییلیانو په مخکې وویل:

<ای لمره، د جبعون په سر باندې ودرېږه

ای سپوږمۍ، د ایالون په دره باندې ودرېږه>

۱۳نو لمر او سپوږمۍ تر هغه وخته پورې ودرېدل ترڅو چې قوم په خپلو دښمنانو باندې فتح ترلاسه کړه. دا پېښه د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده. لمر د اسمان په منځ کې ودرېد او ټوله ورځ ونه لوېد. ۱۴داسې ورځ هیڅکله نه ده راغلې او نه به راشي چې خدای لمر او سپوږمۍ د یو انسان د دعا په خاطر ودروي. څښتن په رښتیا سره د اسراییلو په خاطر جنګېده!

۱۵د جګړې څخه وروسته یوشع او د هغه لښکر بېرته خپل کمپ ته جلجال ته ستانه شول.

د پنځو اموریایي پادشاهانو وژل کېدل

۱۶د جګړې په وخت کې هغه پنځه اموریایي پادشاهان تښتېدلي وو او ځانونه یې په مقیده کې په سمڅه کې پټ کړي وو. ۱۷یو چا هغوی پیدا کړل او یوشع خبر شو چې هغوی چېرته پټ دي. ۱۸یوشع خپلو نفرو ته وویل: <د سمڅې خولې ته یو څو غټې تیږې ورغړوئ او هلته یو څو ساتونکي ودروئ، ۱۹خو تاسو په خپله هلته مه پاتې کېږئ. د دښمن پسې شئ او د شا له خوا ورباندې حمله وکړئ. هغوی مه پرېږدئ چې خپلو ښارونو ته ورورسیږي! ځکه چې زمونږ څښتن خدای مونږ په هغوی باندې بریالي کړي یو.> ۲۰نو یوشع او اسراییلیانو د دښمن عسکر تقریباً ټول له منځه یوړل. خو یوازې یو څو نفره چې پاتې شوي وو هغوی خپلو دېوال لرونکو ښارونو ته ورورسېدل. ۲۱بیا ټول لښکر یوشع ته هغه کمپ ته چې په مقیده کې ؤ روغ راستون شو. له دې وروسته هیچا جرأت نه شو کولی چې د اسراییلیانو په هکله کومه بده خبره وکړي.

۲۲بیا یوشع وویل: <د سمڅې خوله خلاصه کړئ او هغه پنځه پادشاهان ماته راوباسئ.> ۲۳نو هغوی هغه پنځه پادشاهان یعنې د اورشلیم، حبرون، یرموت، لاکیش او د عجلون پادشاهان له سمڅې څخه راوویستل. ۲۴کله چې هغوی دا پادشاهان یوشع ته راوستل، هغه د اسراییلو ټول خلک راوغوښتل او د لښکرو قوماندانانو ته یې چې د هغه سره راغلي وو حکم وکړ چې راشي او د دې پادشاهانو په اورمېږونو باندې خپلې پښې کېږدي. نو هغوی همداسې وکړل. ۲۵بیا یوشع خپلو قوماندانانو ته وویل: <مه وېرېږئ او زړونه مه بایلئ. قوي او زړور اوسئ ځکه چې څښتن به ستاسو په ټولو دښمنانو باندې چې تاسو ورسره جنګ کوئ همداسې کار وکړي.> ۲۶بیا یوشع هغه پنځه پادشاهان ووژل او هغوی یې په پنځو ونو کې ځوړند کړل او د هغوی مړي تر ماښامه پورې هلته پاتې شول. ۲۷د لمرپرېواته په وخت کې یوشع حکم وکړ او هغوی د هغو پادشاهانو مړي له ونو څخه راښکته کړل او په هغه سمڅه کې یې وغورزول چېرته چې هغوی مخکې پټ شوي وو. هغوی د سمڅې په خوله کې لویې لویې تیږې کېښودلې او هغه تر نن ورځې پورې هلته دي.

۲۸په هماغه ورځ یوشع د مقیده په ښار باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه او د هغه پادشاه یې وواژه. هغه د دې ښار ټول خلک ووژل. هیڅوک یې ژوندی پرېنښود. هغه د مقیده د پادشاه سره هماغه شان چلند وکړ لکه څنګه چې هغه د اریحا د پادشاه سره کړی ؤ.

د یوشع له خوا د اموریانو د نورو سیمو نیول

۲۹وروسته له هغې یوشع او د هغه ټول لښکر له مقیده څخه لبنه ته لاړل او په هغه ځای باندې یې حمله وکړه. ۳۰څښتن اسراییلیان په دې ښار او د هغه په پادشاه باندې هم بریالي کړل. هغوی هیڅوک ژوندی پرېنښود او د ښار ټول خلک یې ووژل. لکه څنګه چې هغوی د اریحا پادشاه وژلی ؤ هماغه شان هغوی د لبنه پادشاه هم وواژه.

۳۱له هغې وروسته یوشع او د هغه لښکر له لبنه څخه لاکیش ته لاړل، هغه یې محاصره کړ او حمله یې ورباندې وکړه. ۳۲د جګړې په دوهمه ورځ څښتن اسراییلیان په لاکیش باندې بریالي کړل. هغوی د ښار ټول خلک د لبنه د خلکو په څېر ووژل. ۳۳هورام د جازر پادشاه د لاکیش سره د مرستې دپاره راغی، خو یوشع هغه او د هغه لښکر ته ماتې ورکړه او د هغوی یو نفر یې هم ژوندی پرینښود.

۳۴بیا یوشع او د هغه لښکر له لاکیش څخه عجلون ته لاړل، هغه یې محاصره کړ او حمله یې ورباندې وکړه. ۳۵هغوی په هماغه ورځ دا ښار ونیوه او د لاکیش په شان یې د هغه ځای ټول خلک ووژل.

۳۶له هغې وروسته هغوی له عجلون څخه د غونډیو له لارې حبرون ته وروختل او په هغه باندې یې حمله وکړه. ۳۷هغوی هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول، بیا یې ټول خلک ووژل چې په هغو کې پادشاه هم شامل ؤ. لکه څنګه چې هغوی عجلون له منځه وړی ؤ هماغه شان یې حبرون هم بېخي له منځه یووړ.

۳۸بیا یوشع د خپل لښکر سره راوګرځېد او په دبیر باندې یې حمله وکړه. ۳۹هغوی ښار، د هغه پادشاه او شاوخوا ټول کلي ونیول. د هغه ځای ټول خلک یې بېخي له منځه یوړل. هغوی د دبیر او د هغه ځای د پادشاه سره هماغه شان کار وکړ لکه څنګه یې چې د حبرون د ښار او د لبنه د ښار او پادشاه سره کړی ؤ.

۴۰یوشع ټوله خاوره فتح کړه. هغه د غرنۍ سیمې، د غرونو د ختیځو لمنو، د غرونو د لوېدیځو لمنو او د کنعان د جنوبي سیمې پادشاهانو ته ماتې ورکړه. هغه هیڅوک ژوندی پرېنښود، ټول ووژل شول. دا هغه څه وو چې د اسراییلو څښتن خدای د هغو امر کړی ؤ. ۴۱یوشع دا خاوره له قادش برنیع څخه تر غزې او د جوشن له ټولې سیمې څخه تر جبعون پورې فتح کړه. ۴۲یوشع په یوې لښکرکشۍ سره په دې ټولو پادشاهانو او د هغوی په سیمو باندې فتح ترلاسه کړه، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای د اسراییلو دپاره جګړه کوله. ۴۳بیا یوشع د خپل لښکر سره په جلجال کې خپل کمپ ته راستون شو.