ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او درې دېرشم زبور

یو د بله سره په سوله کې ژوند تېرول

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره او د داود زبور)

۱څومره ښه او په زړه پورې ده دا

د خدای د قوم دپاره چې کله اوسیږي

هغوی په اتفاق سره

۲دا د مسح کولو د قیمتي تېلو په شان دي

چې راتوییږي د هارون په سر او ږیرې باندې

او راتوییږي یې د چپن په غاړه

۳دا لکه پرخه چې پرته وي د حرمون په غره

چې راوریږي د صهیون په غرونو

دا هغه ځای دی چې څښتن ورکړ برکت

د داسې ژوند چې ختمیږي نه هېڅکله