ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يويشتم زبور

د کامیابۍ دپاره د څښتن ثنا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱پاچا ستا په طاقت کوي څښتنه خوشحالي

کړي څومره لویه خوشحالي ځکه چې تا ورته بری ورکړی

۲تا دی پوره کړی د هغه د زړه ارمان

رد کړی نه دی تا د هغه د خولې سوال

۳تا پاچا کړ استقبال په ډېرو ښو برکتونو

کېښود دې په سر د هغه تاج د سوچه سرو زرو

۴هغه ژوند وغوښت له تا نه

اوږد عمر دوامدار دې ورته ورکړ

۵ستا په مرسته د هغه جلال ډېر لوی شو

تا ورکړی دی هغه ته ښه شهرت

هم ډېر زیات شان او شوکت

۶هغه ته دې ورکړی برکت نه ختمېدونکی دی

ورکړی خپل دیدار دې ورته زړه خوشحالوونکی دی

۷کړي پاچا توکل څښتن تعالی باندې

په سبب د ده د تلپاتې مینې

هغه تل به وي په امن

۸ته به خپل ټول دښمنان ونیسې

وبه نیسې هغو چې کوي کرکه له تا نه

۹چې ښکاره کله ته ځان کړې

د تنور د اور په شان به دوی برباد کړې

په خپل قهر به څښتن هغوی هلاک کړي

دوی به وسوځوي اور

۱۰ته به مړه کړې هغوی ټول

څوک ژوندی به پاتې نه شي د هغوی د اولادې نه

۱۱جوړوي د ستا په ضد دوی دسیسې

او ستا په ضد د شرارت پلانونه

خو کامیاب به دوی پرې نه شي

۱۲په هغوی باندې به خپل غشي ګوزار کړې

دوی په شا به شي او وبه کاندي تېښته

۱۳مونږه ستا کوو ستاینه ای څښتنه

ستا د لوی قوت دپاره

مونږ به ووایو سندرې او ثنا ستا د قدرت