ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - شپاړسم فصل

د یهودا پاچا آحاز

(دویم تواریخ ۲۸: ۱ - ۲۷)

۱په اسراییلو کې د رملیا د زوی فقح د پاچاهۍ په اوولسم کال، د یوتام زوی آحاز د یهودا پاچا شو. ۲آحاز شل کلن ؤ چې پاچا شو او شپاړس کاله یې په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. هغه د خپل نیکه داود لاره غوره نه کړه، بلکې داسې کارونه یې ونه کړل چې د هغه د څښتن خدای په نظر کې ښه وو. ۳آحاز د اسراییلو د پاچاهانو لاره غوره کړه. حتی هغه خپل زوی هم د سوځېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. دا د هغو قومونو ناوړه رواج ؤ چې څښتن د اسراییلو د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. ۴آحاز د عبادت په سیمه یز عبادت ځایونو، غونډیو او د هرې سیوري لرونکې ونې لاندې قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.

۵د سوریې پاچا رزین او د اسراییلو پاچا فقح په اورشلیم باندې برید وکړ او هغه یې کلابند کړ، مګر هغوی ونه شو کولی چې آحاز ته ماتې ورکړي. ۶په همدې وخت کې رزین د ایلت د ښار واک بیا تر لاسه کړ او هغه د یهودا خلک چې هلته اوسېدل له هغه ځای څخه وشړل. ادومیان په ایلت کې ځای په ځای شول او تر نن ورځې پورې هلته اوسیږي. ۷آحاز د آشور پاچا تغلت فلاسر ته یو پیغام ورولېږه چې پکې ویل شوي وو: <تاسو زما بادار او د پلار په ځای یاست. د سوریې او اسراییلو پاچاهانو په ما باندې برید کړی دی، هیله لرم چې راشئ او د هغوی څخه مې وژغورئ.> ۸آحاز د څښتن د کور او د ماڼۍ د خزانې څخه سپین او سره زر واخیستل او د سوغات په توګه یې د آشور پاچا ته ولېږل. ۹څنګه چې تغلت فلاسر پیغام تر لاسه کړ، هغه د خپلو لښکرو سره سوریې ته روان شو. هغه دمشق ونیوه، رزین پاچا یې وواژه او د هغه ځای خلک یې د اسیرانو په توګه قیر ته بوتلل.

۱۰کله چې آحاز پاچا دمشق ته لاړ چې د تغلت فلاسر سره لیدنه کتنه وکړي، هلته هغه د قربانۍ ځای ولید او اوریا کاهن ته یې کټ مټ هماغسې نقشه ورولېږله. ۱۱نو اوریا کاهن د قربانۍ ځای د هماغه نقشې په مطابق جوړ کړ چې آحاز پاچا د دمشق څخه رالېږلې وه. نو مخکې له دې چې آحاز د دمشق څخه راستون شي د هغه کار یې سرته ورساوه. ۱۲کله چې پاچا د دمشق څخه راورسېد، د قربانۍ ځای یې ولید، نژدې ورغی او په هغه ځای کې یې قربانۍ وړاندې کړې. ۱۳هغه سوځېدونکې او د غلو دانو نذرانې وړاندې کړې او په هغه ځای باندې یې د څښلو نذرانه تویه کړه او د سولې د نذرانې وینې یې وشیندلې. ۱۴د برنجو هغه د قربانۍ ځای چې د څښتن دپاره وقف شوی ؤ، د قربانۍ د نوي ځای او د څښتن د کور ترمنځ ؤ. آحاز هغه لیرې کړ او هغه یې د قربانۍ د نوي ځای شمال خواته کېښود.

۱۵آحاز پاچا اوریا کاهن ته امر وکړ: <په دې لوی او نوي د قربانۍ ځای باندې دا نذرانې وړاندې کړه: سهارنۍ سوځېدونکې نذرانې او د غلو دانو ماښامنۍ نذرانې؛ د پاچا سوځېدونکې نذرانې او د هغه د غلو دانو نذرانې؛ د دې خاورې د ټولو خلکو سوځېدونکې نذرانې، د هغوی د غلو دانو نذرانې او د هغوی د څښلو نذرانې. د قربانۍ په ځای باندې د سوځېدونکو نذرانو او قربانیو ټوله وینه وشینده. مګر د برنجو د قربانۍ ځای زما دپاره وساته چې د خپلې ځانګړې سلامشورې دپاره ورڅخه کار واخلم.> ۱۶نو څنګه چې پاچا امر کړی ؤ، اوریا هماغسې وکړل.

۱۷آحاز پاچا هغه برنجي ګاډۍ چې د څښتن په کور کې ورڅخه کار اخیستل کېده، جلا جلا کړلې او هغه تشتونه چې په هغه باندې وو لیرې کړل. همدارنګه هغه د دولسو برنجي غوایانو د شا څخه برنجي ټانکۍ واخیسته او هغه یې د تیږو په بنسټ باندې کېښوده. ۱۸آحاز هغه خاصه خېمه هم لیرې کړه چې په سبت کې به ورڅخه د عبادت دپاره کار اخیستل کېده او هغه شخصي دروازه یې هم بنده کړه چې د یهودا پاچا به د څښتن کور ته د ننوتلو دپاره استعمالوله. دا ټول کارونه هغه د دې دپاره وکړل چې د آشور پاچا تغلت فلاسر خوشحاله کړي.

۱۹د آحاز د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۰آحاز مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیرې کې ښخ شو او د هغه زوی حزقیا د هغه په ځای پاچا شو.