ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

درې اتيايم زبور

د اسراییلو د دښمنانو د ماتې دپاره دعا

(یوه سندره او هم د آساف زبور)

۱ای خدایه، مه پاتې کېږه ته چوپ

مه پاتې کېږه غلی او مه پاتې کېږه ارام

۲ګوره! ستا دښمنان دي د بلوا حال کې

څوک چې کرکه کوي ستا نه پورته کړي یې دي سرونه

۳د ستا د قوم په مقابل کې پلانونه د ټګۍ جوړوي

د هغه ولس په ضد چې لرې ته ورسره مینه

دوی د هغوی په مقابل کې دسیسې جوړوي

۴هغوی وایي: «راځئ تباه یې کړو چې قوم یې ورک شي

ترڅو چې نوم د اسراییلو تل دپاره هېر شي»

۵په خپل پلان کې سره جوړ دي هغوی

ستا مقابل کې یې تړون کړی دی

۶د ادوم او اسماعیلیانو قوم

د موآبیانو، هاجریانو قوم

۷د جبالیانو، عمونیانو، عمالیق قومونه

د فلسطین او د صور قومونه

۸د اشوریانو ولس هم دی مل شوی د هغوی سره

او قوي مټ دی هغوی د اولادې د لوط

۹دوی سره داسې عمل وکړه

لکه چې څنګه دې ؤ کړی مدیانیانو سره

او د سیسرا او هم یابین سره په غاړه د قیشون د سیند

۱۰لاړل له منځه په عین دور کې دوی

شول جسدونه یې په ځمکه لکه د سرې په شان

۱۱له مشرانو سره یې داسې عمل وکړه

لکه چې کړی دې غراب او هم د زیب سره ؤ

ته ماتې ورکړه د هغوی ټولو حاکمانو ته

لکه چې څنګه دې ورکړې وه زبح او هم صلمونع لره

۱۲ځکه چې دوی وویل: «وبه نیسو ځان دپاره

هغه څړځایونه چې د خدای دي»

۱۳د بوړبوړکۍ په شان یې وشینده ای خدایه

لکه د بوسو چې یې باد بادوي

۱۴لکه په اور باندې چې سوځي ځنګل

لکه لمبو باندې چې سوځي غرونه

۱۵په خپل توفان باندې دوی وځغلوه

ته هغوی ووېروه خپلو سختو بادونو باندې

۱۶د دوی مخونه په شرمونو پټ کړه

ترڅو تسلیم شي هغوی ای څښتنه ستا قدرت ته

۱۷وي دې رسوا هغوی او تل دې په وېره کې وي

او په ذلت کې دې هغوی شي هلاک

۱۸هغوی دې پوه شي چې یوازې ته یې

چې دې نوم دی څښتن

یې خدای تعالی ته د ټولې ځمکې