يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - درويشتم باب

د راتلونکى وخت اُميد

۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”افسوس دے د قوم په شپونکو باندې څوک چې زما د څرن د ځائ ګډې تباه کوى او خوروى.“ ۲نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى. ۳زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى. ۴زۀ به په هغوئ شپونکى مقرر کړم چې د هغوئ خيال وساتى، او هغوئ به نور د چا نه نۀ يريږى او نۀ به پرېشانه شى. او نۀ به يو ورک شى. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“ ۵مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى. ۶په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“ ۷مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو هغه ورځې راتلونکې دى چې خلق به نور داسې قسم نۀ خورى چې په هغه ژوندى خُدائ مو دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل، ۸خو هغوئ به داسې وائى چې، قسم دے په هغه ژوندى مالِک خُدائ باندې چا چې د بنى اِسرائيل نسل د شمال او د نورو مُلکونو نه واپس راغونډ کړو کله چې هغۀ هغوئ تس نس کړى وُو. نو بيا به هغوئ په خپل مُلک کښې اوسيږى.“

دروغژن نبيان

۹زما زړۀ د دروغژنو نبيانو په وجه مات شوے دے، او ټول هډُوکى مې په لړزان دى. زۀ لکه د هغه نشائى په شان شوے يم څوک چې په شرابو زيات نشه شوے وى، نو دغه شان زۀ د مالِک خُدائ او د مقدس کلام په وجه نشه يم. ۱۰دا مُلک د زناکارانو نه ډک دے، نو په دې وجه مالِک خُدائ ورباندې لعنت نازل کړے دے نو زمکه اوچه شوې ده او په للمه کښې شينکے اوچ شوے دے. نبيان په بدو لارو روان شوى دى او خپل طاقت په غلطه طريقه استعمالوى. ۱۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بې‌خُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى. ۱۲نو په دې وجه چې هغوئ چرته هم ځى د هغوئ پښې به ښوئيږى، او د تيارو خوا ته به بوتلے شى او هلته به هغوئ راوغورزيږى. زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ د سزا په مقرر شوى وخت کښې افت نازل کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۱۳”ما د سامريه د نبيانو دا خراب کارونه وليدل چې کوم هغوئ د بعل په نوم پېشګوئې خلقو ته کوله او زما قوم بنى اِسرائيل يې بې‌لارې کړو. ۱۴خو ما د يروشلم په پېغمبرانو کښې د دې نه زيات خراب کار وليدلو، هغوئ زنا کوى او بې‌ايمانى کوى، او د بدعملو خلقو حوصله افزائى کوى، نو بيا يو هم د خپلو بد عملونو نه نۀ منع کيږى. هغوئ ټول زما دپاره د سدوم د خلقو په شان خراب دى، او د يروشلم خلق ما ته د عموره د خلقو په شان بد دى.“ ۱۵نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج د يروشلم د نبيانو په حقله داسې فرمائى، ”زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره تريخ خوراک او د څښلو دپاره به ورله د زهرو اوبۀ ورکړم، ځکه چې د يروشلم د نبيانو په وجه، په ټول مُلک کښې بې‌دينى خوره شوې ده.“ ۱۶مالِک خُدائ ربُ الافواج خپلو خلقو ته فرمائى چې، ”دا نبيان چې تاسو ته کومه پېشګوئې کوى د هغوئ خبرو ته غوږ مۀ نيسئ، هغوئ تاسو د دروغو په اُميدونو سره ډکوى. هغوئ تاسو ته د مالِک خُدائ پېغام نۀ درکوى خو صرف د خپل سوچ او زړۀ نه تاسو ته رويا پېش کوى. ۱۷هغوئ هغه خلقو ته مسلسل خبرې کوى څوک چې ما سپک ګڼى، چې مالِک خُدائ فرمائى چې تاسو به په خير خيريت يئ. او هغوئ ټولو ته څوک چې د خپل سرکشه زړۀ تابعدارى کوى هغوئ وائى تاسو ته به هيڅ قسمه نقصان ونۀ رسيږى.“ ۱۸خو په هغوئ کښې کوم يو د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وو چې هغه څۀ يې ليدلى يا اورېدلى وى کوم چې هغۀ فرمائيلى دى؟ يو هم نه. چا هغۀ ته غوږ نيولے او چا د هغۀ آواز اورېدلے دے؟ ۱۹ګورئ د مالِک خُدائ غضب لکه د طوفان په شان راروان دے، او د هغۀ غضب به د ډېر تېز طوفان په شان د بدعملو په سرونو باندې راتاو شى. ۲۰او د مالِک خُدائ دا غضب به تر هغې پورې سوړ نۀ شى ترڅو پورې چې د هغۀ د زړۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې ټولو باندې پوره پوهه شئ. ۲۱”ما دا نبيان نۀ دى لېږلى، خو هغوئ د خپل ځان نه د پېغام ورکولو دپاره په منډه شوى دى، ما د هغوئ سره خبرې نۀ دى کړې، خو هغوئ پېشګويانې وکړى. ۲۲کۀ چرې هغوئ زما په حضور کښې ما سره ولاړ وے، نو هغوئ به بيا زما کلام خلقو ته اورولو او هغوئ به يې د خپلو شرارتونو او بدعملونو نه را اړول.“ ۲۳مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ هغه خُدائ پاک يم چې هر چرته حاضر ناظر يم نه چې په يو ځائ کښې. ۲۴ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ۲۵”ما هغه هر څۀ واورېدل څۀ چې دې پېغمبرانو خلقو ته وفرمائيل څوک چې زما په نوم دروغ وائى او خلقو ته وائى چې، ما خوب وليدو. په خوب کښې په ما الهام وشو. ۲۶دا خبرې به ترڅو پورې د دې دروغژنو پېغمبرانو په زړونو کښې راځى، څوک چې د خپلو سوچونو پېغامونه خلقو ته بيانوى. ۲۷د هغوئ خيال دا دے چې کوم خوبونه چې دوئ په خپلو کښې يو بل ته بيانوى نو د دې په وجه به زما خلق زما نوم هېر کړى، لکه څنګه چې پخوا د دوئ پلار نيکۀ زما نوم هېر کړے وو او د بعل بُت عبادت يې وکړو.“ ۲۸مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم پېغمبر چې خوب ليدلے دے هغه دې بې‌شکه خپل خوب بيان کړى، خو چې په چا زما کلام نازل شوے دے هغه دې په وفادارۍ سره کلام خلقو ته واوروى. تش بوس د غنمو برابر دى څۀ؟“ ۲۹مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زما پېغام د اور په شان نۀ دے څۀ، او زما پېغام د څټک په شان نۀ دے څۀ چې ګټ ټوټه ټوټه کوى؟ ۳۰نو ځکه زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف يم څوک چې د يو بل نه خبرې نقل کوى او بيا خلقو ته وائى چې دا کلام زما د طرفه دے.“ ۳۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف هم يم چا چې خپله خولۀ پرانستى وى او د خپل ځان نه لګيا وى خبرې کوى او بيا وائى چې مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۳۲په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بې‌حسابه دروغو سره زما خلق بې‌لارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.

د مالِک خُدائ پېغام

۳۳”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم. ۳۴کۀ چرې يو پېغمبر، يا اِمام يا بل څوک دا دعوىٰ وکړى چې، ”دا د مالِک خُدائ دروند پيټے دے،“ زۀ به دۀ له او د دۀ خاندان له سزا ورکړم. ۳۵نو بيا دې دا هر يو کس په تاسو کښې د يو بل نه او د خپلو دوستانو او خپلوانو نه تپوس کوى چې، ”مالِک خُدائ په جواب کښې څۀ فرمائيلى دى؟“ او يا دا چې، ”مالِک خُدائ کومه خبره کړې ده؟“ ۳۶خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ. ۳۷تاسو پېغمبرانو ته داسې ووايئ چې، ”مالِک خُدائ تاسو له څۀ جواب درکړو؟ مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى؟“ ۳۸او کۀ بيا هم تاسو دا دعوىٰ کوئ چې، ”دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے،“ نو مالِک خُدائ بيا داسې فرمائى چې، ”تاسو خبرې خو کوئ چې دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے، اګر چې ما درته فرمائيلى وُو چې داسې خبرې مۀ کوئ چې دا د مالِک خُدائ د طرف نه دروند پيټے دے،“ ۳۹‎‏نو په دې وجه به زۀ تاسو په يقين سره هېر کړم او سره د هغه ښاره کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړو د خپل حضور نه لرې وشړم. ۴۰زۀ به په تاسو باندې نۀ ختمېدونکے لعنت او ابدى شرم نازل کړم چې هيڅکله به هېرولے نۀ شى.“