ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - پنځلسم فصل

د ورک شوي پسه مثال

(متي ۱۸: ۱۲ - ۱۴)

۱په دې وخت کې ډېر مالیه ټولوونکي او ګناهکاران عیسی ته ورنژدې شول چې د هغه خبرې واوري. ۲خو فریسیانو او د شریعت عالمانو په خپلو کې په ګورېدلو پیل وکړ او ویل یې: «دا سړی د ګناهکارانو سره ناسته ولاړه کوي او حتی د هغوی سره یوځای ډوډۍ خوري.» ۳نو عیسی هغوی ته دا مثال راوړ: ۴«که چېرې په تاسو کې څوک سل پسونه ولري او یو پسه ورڅخه ورک شي، نو هغه به څه کوي؟ ایا هغه به هغه نهه نوي پسونه په دښته کې پرېنږدي او د هغه ورک پسه پسې به لاړ نه شي، ترڅو هغه پیدا کړي؟ ۵کله چې هغه راپیدا کړي، نو په خوشحالۍ سره به یې خپلو اوږو ته پورته کړي. ۶او کله چې کور ته راشي، خپل ټول ملګري او ګاونډیان به سره راټول کړي او هغوی ته به ووایي: ‹زما سره په دې خوشحالۍ کې شریک شئ، ځکه چې خپل ورک شوی پسه مې وموند.› ۷زه تاسو ته وایم چې په همدې ډول کله چې یو ګناهکار توبه وباسي، نو په جنت کې به د هغه دپاره د نهه نوي نېکانو په پرتله چې توبې ته اړتیا نه لري، ډېره خوشحالي وي.»

د ورکې شوې سکې مثال

۸عیسی زیاته کړه: «فرض کړئ د یوې ښځې سره د سپینو زرو لس سکې وي او یوه ترې ورکه شي. ایا هغه به څراغ بل نه کړي، خپل کور به جارو نه کړي او ټول ځایونه به ونه لټوي، ترڅو هغه راپیدا کړي؟ ۹کله چې هغه راپیدا کړي، نو خپل ملګري او ګاونډیان به سره راټول کړي او هغوی ته به ووایي: ‹زما سره خوشحالي وکړئ، ځکه چې ما خپله ورکه شوې سکه راپیدا کړه.› ۱۰په همدې ډول زه تاسو ته وایم کله چې یو ګناهکار توبه وباسي، نو د خدای فرښتې به د هغه دپاره خوشحالي کوي.»

د ورک شوي زوی مثال

۱۱بیا عیسی وویل: «یو سړي دوه زامن لرل. ۱۲کشر زوی یې خپل پلار ته وویل: ‹پلاره! ماته مې خپله برخه جایداد راکړه.› نو هغه سړي خپل جایداد د خپلو دواړو زامنو ترمنځ ووېشه. ۱۳څو ورځې وروسته کشر زوی خپله برخه جایداد خرڅ کړ او پیسې یې واخیستلې او یو لېرې وطن ته لاړ او خپلې پیسې یې هلته په عیاشۍ کې بېځایه برباد کړلې. ۱۴کله چې هغه خپل هرڅه مصرف کړل، په هغه وطن کې سخته قحطي راغله او هغه محتاج شو. ۱۵نو هغه لاړ او د هغه وطن د یو سړي سره نوکر شو او هغه سړي هغه خپلو پټیو ته ولېږه چې خوګان وساتي. ۱۶هغه په دې ارمان ؤ چې خپله ګېډه په هغو خوړو باندې مړه کړي چې خوګانو به خوړل، خو هېچا هغه ته څه نه ورکول. ۱۷په پای کې د هغه عقل سر ته راغی او ویې ویل: ‹زما د پلار مزدوران دومره زیات خواړه لري چې ورڅخه پاتې کیږي او زه دلته د لوږې له لاسه مړ کېږم. ۱۸زه به لاړ شم او خپل پلار ته به ورشم او ورته به ووایم چې پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. ۱۹زه نور د دې وړ نه یم چې ته راته خپل زوی ووایې. ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمېره.› ۲۰نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لېرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ. ۲۱زوی یې وویل: ‹پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. زه نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.› ۲۲خو پلار یې خپلو نوکرانو ته وویل: ‹زر شئ. تر ټولو ښه چپنه راوړئ او هغه ته یې واغوندئ. ګوته ورته په لاس کړئ او څپلۍ ورته په پښو کړئ. ۲۳یو چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړئ او راځئ چې مېله جوړه کړو او خوشحالي وکړو. ۲۴ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ او بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.› نو هغوی جشن پیل کړ.

۲۵خو د هغه مشر زوی په دې وخت کې په پټي کې ؤ. کله چې راغی او کور ته رانژدې شو، نو د ساز او نڅا اواز یې واورېد. ۲۶نو یو نوکر یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: ‹دا څه دي؟› ۲۷نوکر ځواب ورکړ: ‹ستا ورور راغلی دی او پلار دې یو چاغ خوسکی حلال کړی دی، ځکه چې هغه روغ رمټ بېرته راغلی دی.› ۲۸خو مشر ورور دومره په قهر شو چې نه یې غوښتل کور ته ننوځي. پلار یې دباندې راووت او هغه ته یې زاري وکړه چې کور ته ننوځي. ۲۹خو هغه خپل پلار ته په ځواب کې وویل: ‹ګوره، کلونه کلونه کیږي چې ما لکه د غلام په شان ستا خدمت کړی دی او هېڅکله مې ستا د امر څخه سرغړونه نه ده کړې. خو ماته دې یو سېرلی هم نه دی راکړی چې خپلو ملګرو ته مې مېلمستیا ورکړې وای. ۳۰خو دې زوی دې خپل ټول جایداد په فاحشو باندې برباد کړ او کله چې بېرته کور ته راغی، نو تا ورته چاغ خوسکی حلال کړ.› ۳۱پلار یې ورته وویل: ‹زما زویه! ته تل زما سره یې او زه چې هرڅه لرم هغه ستا دي. ۳۲خو اوس باید جشن ونیسو او خوشحالي وکړو، ځکه چې ستا دا ورور مړ شوی ؤ، خو اوس بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.›»