ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - نولسم فصل

د اشعیا نبي سره مشوره

(اشعیا ۳۷: ۱ - ۷)

۱کله چې حزقیا پاچا دا خبره واورېده، هغه له غمه خپل کالي وشلول، د ویر کالي یې واغوستل او د څښتن کور ته ورننوت. ۲هغه د ماڼۍ مسؤول الیاقیم، د دربار منشي شبنا او د کاهنانو مشران چې ټولو د ویر کالي اغوستي وو، د آموص زوی اشعیا نبي ته ورولېږل. ۳دوی هغه ته وویل: <حزقیا داسې وایي: نن ورځ د خپګان ورځ ده، مونږ ته سزا راکول کیږي او سپکاوی راته شوی دی. مونږ د هغې ښځې په شان یو چې د اولاد زېږولو ته تیاره وي، مګر د زېږولو قوت پکې نه وي. ۴د آشور پاچا خپل لوړپوړی مامور د دې دپاره رالېږلی دی چې د ژوندي خدای سپکاوی وکړي. ستا څښتن خدای دې دا د سپکاوۍ خبرې واوري او هغه چا چې دا خبرې کړې دي هغه ته دې سزا ورکړي. نو د هغو نفرو دپاره دعا وکړئ چې ژوندي پاتې دي.>

۵کله چې اشعیا د حزقیا پاچا پیغام تر لاسه کړ، ۶هغه بېرته دا ځواب ورولېږه: <څښتن تاته وایي چې آشوریان مه پرېږده ترڅو په دې سپکو خبرو سره تا ووېروي، چې څښتن تا نه شي ژغورلی. ۷څښتن به د آشور په پاچا ځینې ګونګوسې واوروي او هغه به مجبور کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي. هلته به یې په یو چا باندې ووژني.>

یوځل بیا د آشورانو ګواښ

(اشعیا ۳۷: ۸ - ۲۰)

۸د آشور لوړ رتبه ملکي مامور پوه شو چې پاچا د لاکیش څخه تللی دی او د لبنه ښار په مقابل کې جنګیږي، نو هلته ورغی چې د هغه سره مشوره وکړي. ۹آشوریانو ته خبر ورورسېد چې د مصر لښکر د ایتوپیا پاچا، ترهاقه تر مشرۍ لاندې راروان دی چې برید وکړي. کله چې پاچا دا خبره واورېده، نو هغه د یهودا پاچا حزقیا ته د استازو په لاس لیک ورولېږه: ۱۰<په خپل خدای باور مه کوه او د هغه په هغې وعدې مه غولېږه چې زما په مقابل کې به د اورشلیم څخه دفاع وکړي. ۱۱تا اورېدلي دي چې د آشور پاچاهانو د ټولو هېوادونو سره څه وکړل، هغه یې په بشپړه توګه له منځه یوړل. آیا فکر کوې چې ته به وژغورل شې؟ ۱۲زما نیکونو د جوزان، حاران او رصف ښارونه له منځه یوړل او د عدن هغه خلک چې په تلسار کې اوسېدل، ووژل او د هغوی د خدایانو څخه هېڅ یو هغوی ونه ژغورل. ۱۳د حمات، ارفاد، سفروایم، هینع او عوا د ښارونو پاچاهان چېرته دي؟>

۱۴حزقیا پاچا د استازو څخه لیک واخیست او هغه یې ولوست. بیا هغه د څښتن کور ته لاړ، هغه لیک یې د څښتن په حضور کې پرانیست ۱۵او داسې دعا یې وکړه: <ای د اسراییلو څښتن خدایه، چې د آسماني مخلوقاتو دپاسه په تخت ناست یې، تا اسمانونه او ځمکه پیدا کړي دي. ته یوازېنی خدای یې چې د نړۍ په ټولو پاچاهیو باندې پاچاهي کوې. ۱۶نو ای څښتنه، وګوره چې په مونږ باندې څه تېریږي. ای ژوندیه خدایه! د سنخاریب خبرې واوره، چې ستا سپکاوی کوي. ۱۷دا رښتیا ده، ای څښتنه، چې د آشور پاچاهانو ډېر قومونه له منځه وړي دي، د هغوی هېوادونه یې وران کړي دي ۱۸او د هغوی خدایان یې سوځولي دي. هغه خدایان نه وو، هغه یواځې د لرګیو او تیږو هغه بتان وو چې د انسان په لاسونو جوړ شوي وو. ۱۹نو زمونږ څښتن خدایه، مونږ د آشوریانو څخه وژغوره، ترڅو د نړۍ ټول قومونه په دې پوه شي چې، ای څښتنه، یواځې ته خدای یې.>

د اشعیا پیغام حزقیا ته

(اشعیا ۳۷: ۲۱ - ۳۸)

۲۰نو د آموص زوی اشعیا حزقیا پاچا ته دا پیغام ورولېږه: <د اسراییلو څښتن خدای داسې فرمايي: د آشور د پاچا سنخاریب په هکله مې ستا دعا قبوله کړه. ۲۱نو زه د هغه په ځواب کې داسې وایم: اورشلیم د یوې نجلۍ په شان دی چې ستا څخه کرکه کوي او په تا باندې ملنډې وهي. کله چې ته تښتې، نو هغوی په تا پورې خندا کوي. ۲۲ای سنخاریبه! تا ماته، د اسراییلو سپېڅلي خدای ته کفر ویلی، خپل آواز دې اوچت کړی او ملنډې دې وهلې دي. ۲۳تا په خپلو استازو باندې زه، څښتن سپک کړم او د خپل ځان په اړه دې داسې لاپې وهلې دي: ما خپلې جنګي ګاډۍ د لبنان ډېرو لوړو ځایونو ته خېژولې دي، د هغه ځنګل تر ټولو دننني ځای ته ورننوتی یم او د سبر او سروې ډېرې ښې ونې مې پرې کړې دي. ۲۴ما په مصر کې په خپلو پښو باندې هر سیند وچ کړ او په پردیو هېوادونو کې مې د هغو کوهیانو اوبه وڅښلې چې ما کیندلي وو.

۲۵آیا تا دا نه دي اورېدلي چې دا هرڅه مې پخوا پلان کړي وو او حتی په دې نه پوهېږې چې دا یواځې زه وم چې دا پرېکړه مې وکړه چې ته به دا کار کوې؟ ته مې پرېښودلې چې هغه ځواکمن ښارونه وران کړې. ۲۶د هغو ځایونو خلک کمزوري او ډېر سخت وارخطا شول. هغوی د پټیو د بوټو یا د هغو تنکیو وښو په شان وو چې د کوټو په سر باندې شنه کیږي او د پخېدلو څخه مخکې سوځیږي.

۲۷مګر زه خبر یم چې ته چېرته اوسېږې او څه وخت ځې او راځې. دغه راز زه پوهېږم چې څومره ماته په قهر یې. ۲۸ستا غرور مې لیدلی دی او هم هغه سخته کرکه مې لیدلې ده چې ته یې زما څخه لرې. نو زه به ستا په پوزه کې چنګک او ستا په خوله کې قیضه واچوم. بیا به دې هغه ځای ته بېرته بوځم له کومه ځایه چې راغلی وې.>

۲۹بیا اشعیا حزقیا پاچا ته وویل: <دا به د هغه څه نښه وي چې پېښ به شي. سږکال او راتلونکی کال به ته هغه غلې دانې وخورې چې په خپله شنې کیږي، مګر په درېم کال به ته وکولای شې چې خپلې غلې دانې وکرې او حاصل به یې واخلې او د انګورو تاکونه به وکرې او انګور به یې وخورې. ۳۰هغوی چې په یهودا کې ژوندي پاتې دي د نباتاتو په شان به په ځمکه کې ژورې ریښې وکړي او مېوه به ونیسي. ۳۱په اورشلیم او د صیهون په غره کې به یو شمېر خلک ژوندي پاتې شي، ځکه چې څښتن ټینګه پرېکړه کړې ده چې داسې به وشي.>

۳۲څښتن د آشور د پاچا په هکله داسې وایي: <هغه به دې ښار ته داخل نه شي او یو غشی به هم په هغه باندې ګوزار نه کړي. هېڅ عسکر به د خپلو سپرونو سره هغه ښار ته ورنژدې نه شي او د هغه شاوخوا به د خاورو ډېرۍ جوړې نه کړي. ۳۳څښتن داسې وایي: په هغې لارې چې هغه راغلی دی بېرته به په هماغه لار لاړ شي او ښار ته به داخل نه شي. ۳۴زه به د دې ښار څخه د خپل ځان په اړه او د خپلې هغې ژمنې په اړه چې د خپل خدمتګار داود سره مې کړې وه، دفاع وکړم او هغه به وساتم.>

۳۵په هماغه شپه د څښتن فرښته د آشوریانو کمپ ته ورغله او ۱۸۵۰۰۰ عسکر یې ووژل. کله چې سهار وختي پاتې خلک راپاڅېدل نو ویې لیدل چې په هغه ځای کې مړي پراته دي. ۳۶نو سنخاریب پاچا بېرته آشور ته ستون شو او د نینوا په ښار کې اوسېده. ۳۷یوه ورځ چې هغه د خپل خدای نسروک د عبادت په ځای کې عبادت کاوه، د هغه دوو زامنو ادرملک او شرازر په خپلو تورو باندې هغه وواژه او بیا هغوی د ارارات خاورې ته وتښتېدل. د هغه بل زوی چې اسرحدون نومېده د هغه په ځای پاچا شو.