يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - پينځۀ دېرشم باب

د اليهُو حضرت ايُوب ته د خُدائ پاک اِنصاف وريادول

۱اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل، ۲”ستا په خيال دا دعوىٰ به صحيح وى، چې تۀ وائى چې د خُدائ پاک په نظر کښې زۀ صادق يم، ۳خو تۀ بيا هم د هغۀ نه تپوس کوې چې په دې کښې زما څۀ ګټه ده، او د ګناه د نۀ کولو په وجه ما ته څۀ فائده مِلاو شوې ده؟ ۴زۀ به تا او ستا ملګرو له جواب درکړم. ۵آسمان ته نظر وکړه او وګوره، هغه وريځې وګوره، کومې چې ستا نه اوچتې دى. ۶کۀ تا ګناه کړې وى، نو په خُدائ پاک باندې څۀ اثر پرېوځى؟ او کۀ تۀ بار بار غلطيانې کوې، نو تۀ به د هغۀ څۀ وکړې؟ ۷کۀ تۀ صادق يې، نو دې نه هغۀ ته څۀ فائده ده؟ خُدائ پاک ته ستا د يو څيز ضرورت هم نشته. ۸ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى. ۹د ظلمونو د زياتېدو په وجه خلق فرياد کوى، او د زورَورو د ظلم په وجه د مدد دپاره چغې وهى. ۱۰خو هيڅ څوک دا نۀ وائى چې خُدائ پاک زما پېدا کوونکے چرته دے؟ څوک چې د غم په وخت هم په خولۀ باندې سرودونه راولى، ۱۱هغه مونږ ته د دُنيا د ځناورو نه زياته ښودنه کوى، او مونږ د هوا د مارغانو نه زيات هوښياروى؟ ۱۲چې کله بدعمله فرياد کوى، نو خُدائ پاک د هغوئ د غرور په وجه جواب نۀ ورکوى. ۱۳په حقيقت کښې خُدائ پاک بې‌مقصده فرياد نۀ اورى، او نۀ قادر خُدائ دې ته څۀ توجو ورکوى. ۱۴تاسو وايئ چې تاسو خُدائ پاک نۀ وينئ، خو کۀ تاسو لږ صبر وکړئ نو هغه به د اِنصاف نه کار واخلى. ۱۵تاسو وايئ چې خُدائ پاک په غصه کښې سزا نۀ ورکوى، او د بدعملۍ پرواه نۀ ساتى. ۱۶ايُوبه، تۀ فضول خبرې کوې، او لکه د يو بې‌وقوف په شان خبرې کوې.“