ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - نهه څلوېښتم فصل

د حضرت یعقوب اخرنۍ خبرې

۱حضرت یعقوب خپل زامن راوغوښتل او ورته ویې فرمایل: <راغونډ شئ ترڅو تاسو له هغه څه څخه خبر کړم چې په راتلونکي کې به په تاسو باندې پېښ شي.

۲د یعقوب زامنو سره راټول شئ واورئ

غوږ مو ونیسئ خپل پلار اسراییل ته

۳ای روبینه! زما مشر زویه

زما قوت یې ته زما د نارینتوب اولنۍ نښه یې

یې په عزت کې بهتر او په قدرت کې بهتر

۴یې بې کنتروله د سیلاب په شان

نور به د ټولو نه بهتر نه یې

په دې خاطر چې زما وینځې سره څملاستلې

او د خپل پلار کټ دې ناپاکه کړ

۵دي شمعون او لاوي دواړه سره ورونه

خپلو وسلو نه هغوی کار اخلي چې ظلم وکړي

۶د دوی په پټو پلانونو کې شریک به نه شم

نه به د دوی په مجلسونو کې زه برخه واخلم

په دې خاطر چې په خپل قهر کې یې خلک ووژل

او په ملنډو یې غوایان ګوډ کړل

۷لعنت دې وي د دوی په قهر باندې ځکه چې ډېر سخت ؤ

او په غضب د هغوی چې ډېر بې رحمه ؤ

د دوی نسل به په ټولو اسراییلو کې زه خپور کړم

او د خپل قوم په منځ کې به یې تیت کړم

۸د ستا ستاینه به کوي ستا ورونه ای یهودا

خپل دښمنان به له اورمېږه نیسې

ستا ورونه کاندي به هم تاته سجده

۹ای یهودا! ته د زمري بچی یې

چې خپل ښکار ووژني راستون شي هغه خپل غار ته

د زمري په شان ټیټیږي او څملي

هیڅوک نه شي کړای جرأت هغه ناارام کړي

۱۰یهودا سره به وي شاهانه امسا

اولاده به یې همېش کړي حکومت

ټول قومونه به هغه ته راوړي باج

د ده په مخکې ټیټوي به هغوی د اطاعت سرونه

۱۱د انګور تاک پورې به خپل خر تړي

په ډېر ښه شاخ پورې به کوټی تړي

هغه کالي خپل په شرابو مینځي

هغو شرابو کې چپنه وینځي چې دي د وینو په شان

۱۲له شرابو څخه سترګې د ده سرې دي

له شیدو څخه دي سپین د ده غاښونه

۱۳زبولون به د دریاب په غاړه اوسي

وي بندر به د کشتیو

تر صیدونه به یې سیمه ورسیږي

۱۴یساکار دی په مثال د قوي خر

چې پرېوزي دی د دوه خورجینو منځ کې

۱۵دی چې وګوري چې ځای د اوسېدو یې ښه دی

او هغه خاوره خوشالوونکې ده

دی به بار ته خپله ملا کاندي راټیټه

د غلام په شان به کار ته شي مجبوره

۱۶دان به کاندي په خپل قوم حکومت

وي به هغوی لکه د نورو قبیلو د اسراییلو په شان

۱۷دان د سرک د غاړې مار به وي

دی به په لار کې منګری مار وي

هغه به پوندې د اسونو چیچي

ترڅو سپور نفر یې له شا ولویږي

۱۸ستا د خلاصون په انتظار

یمه زه ای څښتنه

۱۹په جاد به وشي یرغل د یرغلګرو له خوا

دی به له شا نه په هغوی باندې یرغل وکړي

۲۰د اشیر ځمکه به وي ښه حاصلخېزه

ښه خوندور شاهي خواړه به یې تیار کړي له حاصله څخه

۲۱نفتالي هغه هوسۍ ده چې وهي ازادې منډې

زېږوي ښکلي بچي

۲۲دی یوسف یو حاصلخېزه تاک

یوه مېوه داره ونه چې وي چینې په غاړه

چې یې څانګې وي ختلې په دېوال باندې

۲۳کوي ده باندې سخته حمله خپل دښمنان

د خپلو غشو او لیندو سره په ده پسې شول

۲۴خو لینده د هغه پاتې شوه ثابته

او د هغه مټې قوي شوې

د یعقوب د قوي خدای په قدرت

هغه شپونکي په وسیله

چې ساتندوی د اسراییلو دی

۲۵دا دی خدای د ستا د پلار چې کړي کومک درسره

مطلق قادر خدای دی چې تاته برکت درکوي

برکتونه د باران درکوي پاس له اسمانه څخه

او د چینو له اوبو چې دي د ځمکې لاندې

برکتونه به د ډېرو اولادونو او پادو درکړي

۲۶ستا پلار چې کوم برکتونه دي موندلي

خپلو نیکونو څخه

هغه ډېر لوی دي له هغو لوی دي

کوم چې راځي له ابدي غرونو

برکتونه دې دا ټول وي د یوسف په سر

د هغه چا په تندي چې شهزاده دی

د خپلو ورونو منځ کې

۲۷بنیامین دی په مثال د داړونکي لېوه

په سهار کې دی خوري ښکار خپل

په ماښام کې هغه وېشي غنیمت خپل>

۲۸دا ټولې د اسراییلو دولس قبیلې دي او دا هغه څه وو چې د هغوی پلار دوی ته د برکت ورکولو په وخت کې وویل او هر یو ته یې هغه برکت ورکړ چې ورسره مناسب ؤ.

د حضرت یعقوب وفات کېدل

۲۹وروسته بیا حضرت یعقوب هغوی ته دغه وصیت وکړ: <زه به ژر مړ شم او د خپلو نیکونو سره به یوځای شم. ما د خپلو نیکونو سره په هغې سمڅې کې ښخ کړئ چې د حیتي عفرون په پټي کې ده. ۳۰دا هغه سمڅه ده چې د مکفیلې په پټي کې ممري ته مخامخ د کنعان په خاوره کې پرته ده او حضرت ابراهیم هغه د پټي سره د عفرون څخه د هدیرې دپاره اخیستې وه. ۳۱دا هغه ځای دی چې حضرت ابراهیم او د هغه ښځه ساره او حضرت اسحاق او د هغه ښځه ربکا په کې ښخ شوي وو او هلته مې لیه هم ښخه کړه. ۳۲هغه پټی او سمڅه د حیتیانو څخه اخیستل شوي وو.> ۳۳کله چې حضرت یعقوب خپلو زامنو ته دا وصیت وکړ، هغه بېرته څملاست او وفات شو.