ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - پنځم فصل

له خدای څخه وېره

۱کله چې د خدای کور ته ځې نو په خپلو قدمونو پام کوه. هلته د اورېدو دپاره تلل، له هغه قربانۍ څخه ښه ده چې د کم عقلانو له خوا وړاندې کیږي. ځکه هغوی په دې نه پوهیږي چې کوم کار تر سره کوي، هغه بد دی. ۲په خپلو خبرو کې بیړه مه کوه او د خپل زړه خبرې پرته له غور څخه خدای ته مه بیانوه، ځکه خدای اسمان کې دی او ته په ځمکه باندې یې. نو له همدې امله پرېږده چې ستا خبرې لنډې وي.

۳نو څومره چې ډېر پرېشانه خیالونه ولرې

هغومره خراب خوبونه ګورې

او څومره چې ډېرې خبرې کوې

هغومره خپل کم عقلتوب ښکاره کوې

۴کله چې خدای ته یو نذر ومنې نو هغه بې له ځنډه ورکړه. خدای له کم عقلانو نه خوشحاله نه دی. کوم نذر دې چې منلی دی هغه ورکړه. ۵دا ښه ده چې یو نذر ونه منې، له هغې نه چې ویې منې خو ور یې نه کړې. ۶مه پرېږده چې ستا د خولې خبرې تا د ګناه په لور یوسي او د کاهن په وړاندې مه وایه چې تا نه غلطي شوې ده، هسې نه چې خدای ستا په خبرو باندې په غوسه شي او په خپلو لاسونو تر سره شوي کارونه دې تباه کړي.

۷په رښتیا چې کله خوبونه او خیالونه ډېر شي

نو د لوګي او پوکي په شان خبرې هم ډېرې شي

خو ته له خدای څخه وېره کوه.

۸که چېرې ته په کوم ولایت کې ګورې چې په غریبانو باندې ظلم کیږي او انصاف او صداقت تر پښو لاندې کیږي، نو په دې خبره مه حیرانېږه. ځکه هر مامور د لوړ پوړي چارواکي له خوا څارل کیږي او حتی د هغه په سر هم لوړ پوړی چارواکی شته. ۹نو د یو هېواد ګټه په دې کې ده چې پاچا په ټولو باندې واکمن وي او ټولې ځمکې وڅاري.

تش لاس راتلل او تش لاس بېرته تلل

۱۰څوک چې له پیسو سره مینه لري

هغه به هېڅکله هم په پیسو موړ نه شي

او څوک چې په مال او دولت مین وي

هغه به په خپلو حاصلاتو موړ نه شي

نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.

۱۱څومره چې نعمتونه زیاتیږي

هغومره د هغه خوړونکي هم زیاتیږي

نو پرته له تشو کتلو، د هغه د خاوند ګټه څه ده؟

۱۲د یو مزدور خوب خوږ وي، که هغه ډېره خوري یا لږه

خو د شتمن سړي مړه ګېډه هغه خوب ته نه پرېږدي

۱۳ما د اسمان لاندې بله لویه بدبختي هم ولیدله. هغه دا وه چې یو سړي د ځان دپاره شتمني ټولوله چې د هغه د تاوان سبب ګرځېده، ۱۴او وروسته بیا هغه دغه ټوله شتمني د بدې پېښې له امله له لاسه ورکړه. که څه هم هغه یو زوی درلوده خو هغه یې تش لاس پرېښود. ۱۵نو دا سړی لکه څنګه چې د خپلې مور له ګېډې څخه لوڅ او تش لاس نړۍ ته راغلی ؤ هماغسې به له دې نړۍ څخه لوڅ او تش لاس بېرته ځي، او څه چې یې د خپل زیار او زحمت له امله ټول کړي دي، هغه به له ځان سره نه وړي. ۱۶دا هم لویه بدبختي ده لکه څنګه چې نړۍ ته راغلی دی هماغسې له نړۍ نه به بېرته ځي، او هغه ګټه چې په زیار او زحمت یې تر لاسه کوي، هغه په باد پسې منډې وهل دي. ۱۷بله دا چې هغه د خپل ژوند ټولې ورځې په تیارې او ناروغۍ او په غوسه او غضب کې تېروي او خپل ځان خوري.

۱۸نو وګوره، ماته معلومه شوه چې څومره سمه او مناسبه ده چې انسان د خپل ژوند په لنډه موده کې چې خدای ورته ورکړې ده، وخوري، وڅښي او د خپل زیار او زحمت نه چې د اسمان لاندې یې وباسي، خوند واخلي ځکه چې دا د هغه برخه ده. ۱۹همدا شان، کله چې خدای هرچا ته مال او دولت ورکړي، او ورسره دا قدرت هم ورکړي چې له هغه نه وخوري او خپله برخه تر لاسه کړي او د خپل زیار او زحمت نه خوشحاله اوسي، نو دا د خدای له خوا یو انعام دی. ۲۰په حقیقت کې، هغه د خپل ژوند په ورځو باندې فکر نه کوي ځکه خدای هغه په خوشحالیو کې دومره بوخت ساتي چې د اندېښنو دپاره وخت نه لري.