ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپاړسم زبور

د ډاډګېرنې دعا

(د داود زبور)

۱ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه

۲ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یې

ټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه»

۳د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي!

په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده

۴چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسې

د هغو خلکو به غمونه زیات شي

د هغو خلکو قربانیو کې به نه شم شریک

نه به یې نومونه د خدایانو واخلم

۵ته زما دپاره هرڅه یې څښتنه

زه چې هر شي ته محتاج شم هغه ته راکوې ماته

زما قسمت ستا په لاسونو کې دی

۶تا ماته په برخه کې راکړي ښه ځایونه دي

هېڅ په کې شک نشته چې ښایسته زما میراث دی

۷ستایمه څښتن چې کوي ماته لارښوونه

حتی په شپه کې مې وجدان راته کوي سمه ښودنه

۸څښتن تل زما سره دی زه پوهېږم

هغه موجود دی زما ښي لاس ته

نو زه به نه غورځېږم

۹نو زما زړه دی خوشحال او خوشحالي کومه

هم بدن مې دی په امن

۱۰ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کې

او ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادم

چې شي خراب

۱۱راښایې ماته د ژوندون لاره

ډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا دیدار سره

ستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یم