ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - اووم فصل

عیسی او د هغه ورونه

۱هغې نه وروسته عیسی په جلیل کې ګرځېده. هغه نه غوښتل چې په یهودیه کې پاتې شي، ځکه چې د یهودیانو مشرانو غوښتل هغه ووژني. ۲کله چې د یهودیانو د جونګړو اختر رانژدې شو، ۳نو ورونو یې عیسی ته وویل: «دا سیمه پرېږده او یهودیې ته لاړ شه، ترڅو ستا پیروان ستا معجزې وویني. ۴څوک چې غواړي مشهور شي، نو هغه خپل کارونه په پټه نه کوي. که چېرې ته داسې کارونه کوې نو پرېږده چې ټوله نړۍ دې وپېژني.» ۵ځکه چې د هغه ورونو هم په هغه باندې ایمان نه درلود. ۶عیسی هغوی ته وویل: «زما دپاره ټاکل شوی وخت لا تر اوسه نه دی رارسېدلی، خو ستاسو دپاره هر وخت مناسب دی. ۷د نړۍ خلک نه شي کولای کوم دلیل پیدا کړي چې ستاسو نه کرکه وکړي، خو زما نه کرکه کوي ځکه چې زه هغوی ته شاهدي ورکوم چې د دوی کارونه غلط دي. ۸تاسو د اختر دپاره لاړ شئ، زه دې اختر ته نه ځم ځکه چې زما دپاره هغه ټاکل شوی وخت لا نه دی رارسېدلی.» ۹هغه دا خبره وکړه او په جلیل کې پاتې شو.

عیسی د جونګړو اختر ته ځي

۱۰وروسته له هغې چې د عیسی ورونه اختر ته لاړل، نو عیسی هم لاړ خو په ښکاره نه بلکې په پټه. ۱۱د یهودیانو مشران د اختر په ورځو کې هغه پسې ګرځېدل او د خلکو نه یې پوښتنه کوله: «هغه سړی چېرته دی؟» ۱۲د خلکو په منځ کې د هغه په هکله ګونګسې راپیدا شوې. ځینو ویل: «هغه ښه سړی دی.» او نورو ویل: «هغه خلک بې لارې کوي.» ۱۳خو د یهودیانو د مشرانو له وېرې هېچا د هغه په هکله په ښکاره هېڅ نه شو ویلی.

۱۴کله چې د اختر نیمې ورځې تېرې شوې، نو عیسی د خدای کور ته لاړ او په تعلیم ورکولو یې پیل وکړ. ۱۵د یهودیانو مشرانو په حیرانتیا سره وویل: «دا بې تعلیمه سړی په دومره شیانو باندې څنګه پوهیږي؟» ۱۶عیسی ځواب ورکړ: «کوم تعلیم چې زه یې ورکوم هغه زما خپل تعلیم نه دی بلکې دا د هغه چا تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم. ۱۷که چېرې څوک غواړي چې د خدای رضا پوره کړي، نو هغه به په دې پوه شي چې کوم تعلیم چې زه یې ورکوم هغه د خدای له خوا دی یا که زه له خپله ځانه خبرې کوم. ۱۸څوک چې له خپله ځانه خبرې کوي هغه د خپل ځان دپاره لویي غواړي. خو څوک چې د هغه چا لویي غواړي چې هغه یې رالېږلی دی هغه صادق دی او په هغه کې هېڅ ټګي نشته. ۱۹ایا تاسو ته موسی شریعت درنه کړ؟ خو په تاسو کې هېڅوک هم په هغه شریعت باندې عمل نه کوئ. نو بیا تاسو ولې غواړئ چې ما ووژنئ؟» ۲۰خلکو ځواب ورکړ: «ته پېریانو نیولی یې! څوک غواړي چې تا ووژني؟» ۲۱عیسی په ځواب کې وویل: «ما یوه معجزه وښودله او تاسو ټول ورته حیران شوئ. ۲۲موسی تاسو ته حکم وکړ چې خپل زامن سنت کړئ، خو په حقیقت کې دا د موسی له خوا نه بلکې ستاسو د نیکونو له وخته پیل شوی دی. همدارنګه تاسو د سبت په ورځ خپل زامن سنتوئ. ۲۳که چېرې تاسو خپل زامن د سبت په ورځ سنتوئ چې د موسی شریعت مات نه شي، نو بیا ولې په ما باندې په قهر یئ چې د سبت په ورځ مې یو سړی روغ رمټ کړ؟ ۲۴تاسو په ظاهره قضاوت مه کوئ، بلکې د انصاف له مخې قضاوت وکړی.»

ایا عیسی هماغه وعده شوی مسیح دی؟

۲۵په دې وخت کې د اورشلیم ځینو خلکو وویل: «ایا دا هماغه سړی نه دی چې یهودي مشران یې غواړي ووژني؟ ۲۶وګورئ، هغه دلته په ښکاره لګیا دی خبرې کوي او هغوی ورته هېڅ هم نه وایي! ایا داسې خو نه ده چې زمونږ مشران په رښتیا سره پوهیږي چې هغه مسیح دی؟ ۲۷خو مونږ پوهېږو چې دا سړی د کوم ځای دی او کله چې مسیح راشي، نو هېڅوک به نه پوهیږي چې هغه د کوم ځای دی.»

۲۸کوم وخت چې عیسی د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه نو په لوړ اواز یې وویل: «هو، تاسو ما پېژنئ او په دې پوهېږئ چې زه د کوم ځای یم. خو زه په خپله خوښه نه یم راغلی، هغه چا چې زه رالېږلی یم هغه رښتینی دی او تاسو هغه نه پېژنئ. ۲۹خو زه هغه پېژنم، ځکه چې زه د هغه له خوا راغلی یم او زه هغه رالېږلی یم.» ۳۰بیا په هغه ځای کې ځینو خلکو کوښښ وکړ چې هغه راونیسي، خو هېچا هغه ته لاس ور نه وړ، ځکه چې هغه ټاکلی شوی وخت لا نه ؤ رارسېدلی. ۳۱خو بیاهم په هغو خلکو کې ډېرو په هغه باندې ایمان راوړ او ویې ویل: «کله چې مسیح راشي ایا هغه به د دې سړي نه زیاتې معجزې وښایي؟»

د عیسی د نیولو دپاره د خدای د کور ساتونکي لېږل کیږي

۳۲فریسیانو د عیسی په هکله د خلکو ګونګوسې واورېدلې، نو دوی او مشرانو کاهنانو د خدای د کور ساتونکي ولېږل چې عیسی ونیسي. ۳۳خو عیسی هغوی ته وویل: «زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم او بیا به هغه چاته ورځم چې زه یې رالېږلی یم. ۳۴تاسو به ما پسې ګرځئ، خو ما به پیدا نه کړئ او په کوم ځای کې به چې زه یم هلته تاسو نه شئ راتللی.» ۳۵یهودي مشرانو په خپلو کې یو بل ته سره وویل: «دا سړی چېرته غواړي لاړ شي چې مونږ یې نه شو پیدا کولای؟ ایا هغه غواړي چې هغو غیریهودي ښارونو ته لاړ شي چې زمونږ خلک په کې اوسیږي او غیریهودي خلکو ته تعلیم ورکړي؟ ۳۶د دې خبرې نه د هغه مقصد څه دی چې تاسو به په ما پسې ګرځئ، خو پیدا کولای به مې نه شئ او په کوم ځای کې چې زه یم تاسو هلته نه شئ راتللی؟»

د ژوندون د اوبو ویالې

۳۷د اختر په اخره ورځ یعنې هغه ورځ چې ډېر مهم مراسم په کې تر سره کیږي، عیسی ودرېده او په لوړ اواز یې وویل: «که څوک تږی وي، نو هغه دې ماته راشي او خپله تنده دې ماته کړي. ۳۸څوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو لکه څنګه چې د خدای کلام وایي: ‹د ژوندون د اوبو ویالې به د هغه نه رابهیږي.›» ۳۹عیسی دا خبره د روح القدس په هکله وکړه چې په هغو خلکو باندې به نازلیږي کوم چې په هغه باندې ایمان راوړي. تر هغه وخته پورې لا روح القدس نه ؤ نازل شوی، ځکه چې عیسی لا خپل جلال ته نه ؤ رسېدلی.

د خلکو په منځ کې بې اتفاقي

۴۰کله چې خلکو دا خبرې واورېدلې نو ځینو یې وویل: «دا سړی په رښتیا سره هماغه پیغمبر دی چې مونږ ورته په تمه یو.» ۴۱نورو وویل: «هغه مسیح دی.» خو نورو وویل: «ایا مسیح د جلیل نه راځي؟ ۴۲ایا د خدای کلام دا نه وایي چې مسیح به د داود د کورنۍ څخه وي او د داود د کلي یعنې بیت لحم څخه به وي؟» ۴۳په دې ډول د عیسی په اړه د خلکو په منځ کې بې اتفاقي راپیدا شوه. ۴۴ځینو غوښتل چې هغه ونیسي، خو هېچا ورته لاس ورنه وړ.

د یهودیانو مشران په عیسی باندې ایمان نه راوړي

۴۵کله چې د خدای د کور ساتونکي بېرته مشرانو کاهنانو او فریسیانو ته ورغلل، نو هغوی د ساتونکو څخه پوښتنه وکړه: «هغه مو ولې رانه ووست؟» ۴۶ساتونکو ځواب ورکړ: «تر اوسه پورې هېچا داسې خبرې نه دي کړي لکه دا سړی یې چې کوي.» ۴۷فریسیانو هغوی ته وویل: «ایا هغه تاسو هم بې لارې کړي یئ؟ ۴۸ایا تاسو اورېدلي دي چې د مشرانو او یا د فریسیانو څخه کوم چا په هغه باندې ایمان راوړی دی؟ بې له شکه چې نه، ۴۹خو دا خلک چې د موسی د شریعت نه خبر نه دي، لعنتیان دي!» ۵۰نیکودیموس چې د فریسیانو د ډلې څخه ؤ، یعنې هغه سړی چې یوځل مخکې عیسی ته ورغلی ؤ، هغوی ته وویل: ۵۱«ایا زمونږ شریعت مونږ ته اجازه راکوي چې کوم څوک مخکې له دې چې د هغه خبرې واورو او په دې پوه شو چې هغه څه کړي دي، مجرم اعلان کړو؟» ۵۲هغوی په ځواب کې وویل: «ایا ته هم جلیلي یې؟ د خدای کلام ولوله، نو بیا به پوه شې چې په جلیل کې به هېڅ کوم پیغمبر پیدا نه شي.» ۵۳[بیا ټول خپلو کورونو ته لاړل.