ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

يشوَع - نهم فصل

د جبعونیانو له خوا د یوشع غولول

۱د اسراییلو د بریالیتوبونو څخه هغه ټول پادشاهان خبر شول چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو، یعنې کوم چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او د مدیترانې د بحیرې د غاړې څخه شمال خواته تر لبنان پورې اوسېدل. دا د حیتیانو، اموریانو، کنعانیانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو پادشاهان وو. ۲هغوی ټول سره راغونډ شول او د یوشع او اسراییلیانو په مقابل کې د جنګ دپاره یې خپل قوتونه سره یو کړل.

۳مګر د جبعون خلکو چې حویان وو، واورېدل چې یوشع په اریحا او عای باندې څه کړي وو ۴او هغوی د یوشع د غولولو پرېکړه وکړه. هغوی لاړل او یو څه خواړه یې راواخیستل او په زړو بوجیو او ګنډل شویو د شرابو ژیو یې خپل خره بار کړل. ۵هغو خلکو زړې او ګنډل شوې څپلۍ او زاړه کالي واغوستل. کومه ډوډۍ چې هغوی د ځان سره اخیستې وه هغه وچه او چڼاسکو وهلې وه. ۶بیا هغوی یوشع ته هغه کمپ ته ورغلل چې په جلجال کې ؤ او هغه او اسراییلیانو ته یې وویل: <مونږ د یو لېرې هېواد څخه راغلي یو، ستاسو څخه غواړو چې زمونږ سره د سولې تړون وکړئ.>

۷خو اسراییلیانو وویل: <مونږ څنګه پوه شو چې تاسو زمونږ سره نژدې نه اوسېږئ؟ که چېرې نژدې اوسېږئ نو بیا مونږ نه شو کولی چې ستاسو سره تړون وکړو.>

۸هغوی یوشع ته وویل: <مونږ ستا غلامان یو.>

یوشع پوښتنه وکړه: <تاسو څوک یاست او له کوم ځای څخه راغلي یاست؟>

۹هغوی په ځواب کې وویل: <ښاغلیه، مونږ د یو ډېر لېرې هېواد څخه راغلي یو، ځکه چې مونږ ستاسو د څښتن خدای د شهرت په باره کې اورېدلي دي. مونږ د هغو ټولو کارونو څخه خبر یو چې هغه په مصر کې کړي دي ۱۰او هرڅه چې هغه د اردن د سیند په ختیځ کې د اموریانو په دوو پادشاهانو باندې وکړل یعنې د حشبون په پادشاه سیحون او د باشان په پادشاه عوج چې په عشتاروت کې اوسېده. ۱۱زمونږ مشرانو او هغو ټولو خلکو چې زمونږ په هېواد کې اوسیږي مونږ ته وویل چې د خپل سفر دپاره له ځان سره د خوړلو او څښلو دپاره یو څه یوسو، لاړ شو د اسراییلیانو سره ووینو او ورته ووایو چې مونږ ستاسو غلامان یو، زمونږ سره یو تړون وکړئ. ۱۲زمونږ ډوډۍ ته وګورئ. کله چې مونږ له کور څخه راروان شو هغه توده وه. خو اوس وګورئ! هغه وچه شوې او چڼاسکو وهلې ده. ۱۳کله چې مونږ د شرابو دا ژي ډک کړل، هغه نوي وو. خو وګورئ! هغه شلېدلي دي. د دې اوږد سفر له کبله زمونږ کالي او څپلۍ زړې شوې دي.>

۱۴اسراییلیانو د هغوی یو څه ډوډۍ قبوله کړه، خو په دې باره کې یې د څښتن سره سلا مشوره ونه کړه. ۱۵یوشع د جبعون د خلکو سره د دوستۍ تړون وکړ او هغوی یې ژوندي پرېښودل. د اسراییلو مشرانو په کلکه وعده وکړه چې په دې تړون باندې به عمل کوي.

۱۶د جبعونیانو سره د تړون د کولو څخه درې ورځې وروسته اسراییلیانو واورېدل چې دا ګاونډیان دي او د هغوی سره نژدې اوسیږي. ۱۷نو اسراییلیان روان شول او په درېمه ورځ هغو ښارونو ته ورسېدل چې دا خلک په کې اوسېدل یعنې جبعون، کفیره، بیروت او قریت یعاریم ته. ۱۸خو اسراییلیانو نه شو کولی چې هغوی ووژني، ځکه چې د هغوی مشرانو د جبعونیانو سره د اسراییلو د څښتن خدای په نوم کلکه وعده کړې وه. ټول قوم د مشرانو څخه ګیله وکړه، ۱۹خو هغوی په ځواب کې وویل: <مونږ د هغوی سره د اسراییلو د څښتن خدای په نوم کلکه وعده کړې ده. اوس هغوی ته زیان نه شو رسولی. ۲۰مونږ باید د خپلې وعدې په خاطر هغوی ژوندي پرېږدو. که داسې ونه کړو، نو خدای به مونږ ته سزا راکړي. ۲۱هغوی ژوندي پرېږدئ، خو هغوی باید زمونږ دپاره لرګي مات کړي او اوبه راوړي.> دا د مشرانو وړاندیز ؤ.

۲۲بیا یوشع د جبعون خلک راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: <تاسو ولې مونږ وغولولو او داسې مو وویل چې مونږ د لېرې ځای څخه یو، حال دا چې زمونږ سره نژدې اوسېږئ؟ ۲۳په دې خاطر چې تاسو داسې کار وکړ، نو اوس په تاسو باندې لعنت ویل شوی دی: ستاسو خلک به تل تر تله غلامان وي او زما د خدای کور ته به لرګي ماتوي او اوبه به راوړي.>

۲۴هغوی په ځواب کې وویل: <ښاغلیه، مونږ خبر شو چې دا رښتیا وه چې ستا څښتن خدای په خپل خدمتګار موسیٰ باندې امر کړی ؤ چې تاته به دا ټوله ځمکه درکړي او کوم خلک چې په کې اوسیږي هغوی به ستا له مخې څخه ورک کړي. نو مونږ ځکه داسې کار وکړ چې ستاسو څخه سخت وېرېدلو چې مونږ به ووژنئ. ۲۵اوس مونږ ستا په لاس کې یو. هرڅه چې تاته ښه او مناسب ښکاري زمونږ سره یې وکړه.> ۲۶نو یوشع هغوی د اسراییلیانو څخه وژغورل او هغوی جبعونیان ونه وژل. ۲۷خو په هماغه ورځ یوشع هغوی غلامان کړل چې د اسراییلو خلکو او د څښتن د قربانۍ ځای دپاره لرګي مات کړي او اوبه ورته راوړي. تر نن ورځې پورې هغوی په هغه ځای کې چې څښتن د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی همدا کار کوي.