ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دوه پنځوسم زبور

د بدکاره کس برخلیک

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور، کله چې دواغ ادومي شاوول ته ورغی او ورته ویې ویل چې داود د اخیملک کور ته تللی ؤ.)

۱ای زوروره، څه له فخر کړې په خپلو بدو؟

ده تلپاتې د خدای مینه

۲ته پلانونه جوړوې چې کړې تباه نور خلک

د ستا ژبه د چاړې په شان تېره ده

ته همېش جوړوې دروغ

۳له نېکۍ نه بدي زیاته خوښوې ته

له رښتیا څخه درواغ ډېر خوښوې ته

۴ای دروغجنه! دا خوښیږي د ستا

چې په خبرو خپلو زیان خلکو ته ورسوې

۵نو خدای به تا کړي تل دپاره نابود

هغه به ونیسي تا او له خپله کوره به دې وتښتوي

او ستا ریښې به د ژوندیو له دنیا وباسي

۶نېکان به وویني دا، شي به حیران

هغوی به هغه پورې خندا کوي او وبه وایي:

۷«وګورئ، هغه زورور ته تاسو

چې په خدای یې تکیه نه کړه خیر دپاره

بلکې په خپلې شتمنۍ باندې تکیه کوله

په بدکارۍ کې یې خپل خیر لټاوه»

۸خو زه یمه د زیتون د هغې ونې په شان

چې د خدای کور کې راشنه کیږي هغه

په ابدي مینه د خدای زه تل توکل کومه

۹هغو کارونو په خاطر چې تا دي کړي خدایه

همېشه شکر کوم

زه به اعلان کړم ستا د قوم په مخکې

ستا وفادارو خلکو مخکې به اعلان وکړم

چې مهربان یې خدایه