ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - یوویشتم فصل

۱د پاچا زړه د اوبو د ویالې په څېر د څښتن په لاس کې دی

کوم طرف ته چې یې خوښه وي هلته یې بیایي.

۲د انسان په نظر خپلې ټولې لارې سمې ښکاري

خو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.

۳څښتن د قربانۍ نه

عدالت او انصاف کول ډېر خوښوي.

۴د بدکارانو کبرجنې سترګې او مغروره زړونه

د خوارې ځمکې د حاصل په شان دي.

۵د خواریکښ انسان نقشې د آبادۍ سبب ګرځي

خو ډېره بې صبري انسان ته نېستي راوړي.

۶په دروغجنه ژبه شتمني ګټل داسې دي

لکه د مرګ په اخرنۍ سلګۍ پسې ګرځېدل.

۷د بدکارانو ظلم به هغوی د تباهۍ په لور راکاږي

ځکه چې هغوی له هر ښه کار نه انکار کوي.

۸د ګناهکار انسان لار کږه وږه وي

خو د پاک سړي کارونه رښتیني وي.

۹د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدل

د جګړه مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.

۱۰بدکاره انسان د بدۍ وږی وي

او په بل چا هېڅ رحم نه کوي.

۱۱کله چې ملنډې وهونکي ته سزا ورکول کیږي

نو ساده سړی ترې حکمت حاصلوي

او کله چې هوښیار ته لارښوونه وشي

نو نور علم تر لاسه کوي.

۱۲عادل خدای د بدکاره کورنۍ د نژدې څخه ویني

او په بدکارانو باندې بلا او تباهي راولي.

۱۳څوک چې د غریبانو فریاد ته خپل غوږونه بند کړي

نو د هغه خپل فریاد به هېڅوک هم وانه وري.

۱۴په پرده کې تحفه ورکول د غوسې اور سړوي

او په پټه رشوت ورکول سړی د سخت غضب نه ساتي.

۱۵عادل په انصاف کولو خوشحالیږي

خو شر اچوونکي ترې وېریږي.

۱۶څوک چې د هوښیارۍ د لارې نه بې لارې شي

نو هغه به د مړو په ډله کې وشمېرل شي.

۱۷څوک چې عیش او عشرت خوښوي نېستمن به شي

څوک چې شراب او کباب خوښوي نو شتمن به نه شي.

۱۸د نېکانو په ځای به بدکاران قرباني شي

او خاینان به د صادقانو په ځای سزا ومومي.

۱۹د یوې جګړه مارې ښځې سره په غوسه کې اوسېدلو نه

په دښته کې ځانته اوسېدل ښه دي.

۲۰د هوښیار انسان کور د عطرو او د قیمتي خزانو نه ډک وي

خو کم عقل چې څه ګټي هغه څټي.

۲۱څوک چې نېکي کوي او په مهربانۍ پسې ګرځي

نو اوږد ژوند، نېکمرغي او عزت به تر لاسه کړي.

۲۲یو هوښیار انسان د جنګیالیو د ښار

په لویو دېوالونو ختلی شي

او هغه کلک دېوالونه یې راغورځولی شي

چې هغوی ورباندې ټینګ باور لري.

۲۳څوک چې خوله او ژبه په خپل واک کې ساتي

نو خپل ځان د سختۍ او تکلیف نه ساتي.

۲۴کبرجن او مغرور سړی به د ملنډې وهونکي په نوم مشهور شي

چې چلند به یې تل د غرور او غوسې نه ډک وي.

۲۵د لټ انسان لوږه هغه د مرګ په لور بیایي

ځکه چې د کار کولو نه انکار کوي.

۲۶د هغه ټوله ورځ ډېرو شیانو ته سخت زړه کیږي

خو نېک سړی سخاوت کوي او د سختۍ نه ځان ساتي.

۲۷که څښتن ته د بدکارانو قرباني د کرکې وړ وي

نو په بدنیتۍ سره قرباني ورکول به څومره نامناسبه وي.

۲۸دروغجن شاهد به تباه شي

خو څوک چې نورو ته غوږ نیسي خبرې به یې تلپاتې وي.

۲۹د بدکاره سړي په مخ کې سپین سترګي ښکاري

خو رښتینی انسان په خپله لار ډاډمن قدمونه پورته کوي.

۳۰هېڅ داسې حکمت، پوهه او انساني فکر نشته

چې د څښتن په خلاف بریالیتوب ته ورسیږي.

۳۱اس د جنګ د ورځې دپاره تیاریږي

خو بریالیتوب د څښتن په لاس کې دی.