د ختيځ افغانستان

اول قرنتیان

دَ پولوس خط

EA Icon - Pauls Epistles
واورئ
Pause
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • پولوس رسول دا لیک په قرنتوس ښار کې د عیسی مسیح پیروانو ته لیکلی دی. د پولوس په وخت کې قرنتوس یو د لويو او مشهورو یوناني ښارونو څخه ؤ چې بېلابېل قومونه په کې اوسېدل. دا ښار د خپلې سوداګرۍ، یوناني دود او دستور، بې حده عیش او عشرت، اخلاقي فساد او د مختلفو مذهبونو او فلسفو د شتون له امله مشهور شوی ؤ.

    د مسیحیانو ټولنه چې کلیسا نومیږي، د قرنتوس په ښار کې د پولوس د خدمت او زېري رسونې په نتيجه کې پرانیستل شوې وه (د رسولانو عملونه ۱۸ فصل وګورئ). په دې لیک کې پولوس د هغو پوښتنو په اړه بحث کوي چې د قرنتوس ایماندارانو د عیسوي ژوند او عقیدوي موضوعګانو په اړه[...]
  • شکرګزاري
    په کلیسا کې باید بې اتفاقي نه وي
    مسیح د خدای قدرت او حکمت دی
  • د صلیب شوي مسیح په هکله پیغام
    د خدای حکمت
  • د خدای خدمتګاران
  • د مسیح رسولان
  • د کلیسا څخه جنسي بد اخلاقي لېرې کړئ
  • د مسیحیانو په خلاف دعو د جنسي بد اخلاقۍ نه ځان وساتئ
  • د واده په هکله
    په هر حالت کې د خدای سره پاتې شئ
    د مجردانو او کونډو په هکله
  • هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کیږي
  • د یو رسول حقونه او دندې
  • د بت پرستۍ په خلاف خبرداری
  • په عبادت کې سر پټول
    د څښتن غوره ماښامی
  • روحاني نعمتونه
    یو بدن او ډېر غړي
  • مینه
  • د خدای پیغام رسول او په روحاني ژبو باندې خبرې کول#
    په کلیسا کې نظم او ترتیب
  • د مسیح بیا راژوندي کېدل
    د مړو بیا راژوندي کېدل
    په جسماني توګه راژوندي کېدل
  • د محتاجو ایماندارانو دپاره د مالي مرستو راټولول
    د سفر دپاره د پولوس نقشه
    وروستي پیغامونه او سلامونه