ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دوه اتيايم زبور

خدای تر ټولو لوی واکمن

(د آساف زبور)

۱خدای دی ناست په اسماني دربار کې

نورو قومونو د خدایانو ترمنځ کړي قضاوت

۲«بې انصافۍ سره ترڅو به تاسو کړئ قضاوت

او د بدکارو طرفداري به کوئ؟

۳د غریبانو یتیمانو د حقوقو نه ساتنه وکړئ

کوئ انصاف د محتاجانو او بې وزلو سره

۴خلاص کړئ بې وزله او غریب انسانان

د شریرانو د منګولو څخه خلاص کړئ هغوی»

۵څومره جاهل، څومره کم عقل دي هغوی!

دوی دي بالکل فاسدان

او د ځمکې مخ نه دی ورک شوی انصاف

۶ما ویل: «تاسو خو خدایان یئ

ټول د خدای تعالی بچیان یئ

۷خو مړه به شئ د انسانانو په شان

ژوند به مو ختم شي د نورو واکمنانو په شان»

۸خدایه راپاڅه د دې ځمکې عدالت وکړه

د ټولو قومونو د اختیار خاوند یې