ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - نولسم فصل

۱هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېروي

له هغه چا نه ښه دی چې کم عقل او دروغجن وي.

۲له علم پرته د خپلو غوښتنو ښکاره کول ښه کار نه دی

ځکه څوک چې بیړه کوي خپله لار خطا کوي.

۳انسان په خپل جهالت ځان تباه کوي

او بیا ګناه او ملامتیا په څښتن اچوي.

۴شتمن سړی ډېر دوستان پیدا کوي

خو غریبي له انسان نه خپل ورور هم جدا کوي.

۵دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شي

او څوک چې دروغ بادوي د سزا نه به خلاص نه شي.

۶ډېر خلک له مشرانو نه مرسته غواړي

او د تحفې ورکوونکي سره هرڅوک دوستي کوي.

۷که د غریب سړي نه ټول خپلوان کرکه کوي

نو دوستان به څومره ترې ځان لېرې ساتي

او حتی د خبرو کولو کوښښ یې هم ځای ته نه رسیږي.

۸څوک چې پوهه حاصلوي نو د خپل ځان سره مینه کوي

بریالی دی هغه څوک چې پوهې ته په درنه سترګه ګوري.

۹دروغجن شاهد به بې سزا پاتې نه شي

او څوک چې دروغ بادوي هغه به تباه شي.

۱۰که د کم عقل سره د عیش او عشرت ژوند ښه نه ښکاري

نو په شهزادګانو به د غلام حکومت کول څومره نامناسبه وي.

۱۱هوښیاري انسان له غوسې نه لېرې ساتي

او څوک چې د بل په ګناه پرده اچوي سرلوړې به شي.

۱۲د پاچا قهر د غړمبېدونکي زمري په څېر دی

خو رحم یې د پرخې په شان په شنو واښو وریږي.

۱۳کم عقل زوی د خپل پلار دپاره لوی مصیبت دی

او د جګړه مارې ښځې جنګ د تل څڅېدونکي چت په څېر دی.

۱۴کور او مال د مور او پلار نه په میراث پاتې کیږي

خو هوښیاره ښځه د څښتن له خوا ښه تحفه ده.

۱۵لټي په انسان دروند خوب راولي

او ناراسته انسان وږی پاتې کیږي.

۱۶څوک چې د څښتن په حکمونو عمل کوي نو خپل ځان ساتي

څوک چې د هغه لارو ته په سپکه سترګه ګوري نو مړ به شي.

۱۷څوک چې په غریب رحم کوي لکه څښتن ته چې پور ورکوي

او څښتن به ورته د دې اجر ورکوي.

۱۸په پوره امید خپل زوی ته نصیحت کوه

هسې نه چې په اخر کې یې ژوند تباه شي.

۱۹پرېږده چې غوسه ناک انسان د خپل قهر نتیجه وګوري.

که یوځل یې د سزا نه وژغورې نو بیا به یې تل ژغورې.

۲۰لارښوونه قبوله کړه او نصیحت واوره

نو په اخر کې به د حکمت خاوند شې.

۲۱د انسان په زړه کې ډېرې نقشې وي

خو هغه څه کیږي چې د څښتن خوښه وي.

۲۲مینه او وفا د انسان ښکلا ده

او یو غریب انسان د دروغجن نه غوره دی.

۲۳له څښتن څخه وېره انسان ته ژوند وربخښي

او په مړه ګېډه شپه تېروي

او د هرې بلا نه یې خوندي ساتي.

اصلاح او سزا

۲۴لټ انسان کاسې ته لاس غزولی شي

خو خپله مړۍ خولې ته وړلی نه شي.

۲۵ملنډې وهونکي ته په لښته سزا ورکړه

چې د ساده سړي د عبرت سبب شي

او که د عقل خاوند اصلاح کړې

هغه به نور هم علم حاصل کړي.

۲۶څوک چې په پلار لاس اوچتوي او مور له کوره شړي

نو داسې زوی شرم او رسوایي راوړي.

۲۷نو ای زما زویه! که ته نصیحت ته غوږ ونه نیسې

نو د علم د خبرو نه به بې لارې شې.

۲۸بدکاره شاهد په انصاف پورې خندا کوي

او بدکاران د شرارت نه خوند اخلي.

۲۹د ملنډو وهونکو دپاره سزا ده

او د کم عقلانو د ملا دپاره لښته ده.