ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - دولسم فصل

د یعقوب وژنه او د پطروس بندي کېدل

۱په هماغه وخت کې هیرودیس پاچا د کلیسا د ځینو غړو په ځورولو پیل وکړ. ۲هغه د یوحنا ورور یعقوب په توره باندې وواژه. ۳کله چې هیرودیس ولیدل چې یهودیان په دې کار خوشحاله شول، نو پطروس یې هم ونیوه. دا کار د فطیرې ډوډۍ د اختر په ورځو کې وشو. ۴کله چې هغه پطروس ونیوه، نو په زندان کې یې واچاوه او هغه یې څلورو ډلګیو ته چې په هر یو کې څلور څلور عسکره وو، وسپاره چې ساتنه یې وکړي. هیرودیس د دې نیت درلود چې د فسحې د اختر څخه وروسته هغه د ټولو خلکو په مخکې محاکمه کړي. ۵نو پطروس یې په زندان کې وساته، خو ایماندارانو د زړه له کومي د هغه دپاره خدای ته دعاګانې کولې.

پطروس له زندان څخه خلاصیږي

۶یوه شپه مخکې چې هیرودیس غوښتل پطروس د محاکمې دپاره راولي، پطروس د دوو عسکرو په منځ کې په دوو زنځیرونو تړلی ویده پروت ؤ او ساتونکو د زندان په دروازه کې پهره کوله. ۷ناڅاپه د څښتن فرښته راښکاره شوه او په کوټه کې رڼا وځلېدله. فرښتې د پطروس اوږه وخوځوله او هغه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل: «زر شه، پاڅېږه.» سمدلاسه د پطروس د لاسونو څخه زنځیرونه ولوېدل. ۸بیا فرښتې هغه ته وویل: «ملا دې وتړه او څپلۍ دې په پښو کړه.» پطروس همداسې وکړل. بیا فرښتې هغه ته وویل: «خپله چپنه دې واغونده او ما پسې راځه.» ۹پطروس راووت او په هغې پسې روان شو. هغه نه پوهېده چې دا هرڅه رښتیا دي، ځکه هغه فکر کاوه چې رویا ویني. ۱۰هغوی د لومړۍ او دوهمې پوستې څخه تېر شول او د اوسپنې هغې دروازې ته ورسېدل چې د ښار خواته وتلې وه. دروازه په خپله خلاصه شوه او هغوی دباندې راووتل. هغوی په یوه کوڅه کې روان وو او ناڅاپه فرښته د پطروس له سترګو پناه شوه. ۱۱بیا پطروس په هوش راغی او ویې ویل: «اوس پوره باور لرم چې څښتن خپله فرښته راولېږله او زه یې د هیرودیس او له هغه څه نه چې یهودیانو یې تمه درلودله، خلاص کړم.»

۱۲کله چې هغه پوه شو، نو هغه د مریم کور ته لاړ چې د یوحنا مرقوس مور وه. هلته زیات شمېر خلک د دعا دپاره راټول شوي وو. ۱۳کله چې پطروس د کور دروازه وټکوله، نو د رودا په نوم یوه وینځه راغله چې دروازه خلاصه کړي. ۱۴هغې د پطروس اواز واورېد او دومره خوشحاله شوه چې د دې په ځای چې دروازه ورته خلاصه کړي، هغې بېرته دننه منډه کړه او هغوی یې خبر کړل چې پطروس دباندې په دروازه کې ولاړ دی. ۱۵هغوی ورته وویل: «ته لېونۍ شوې یې.» خو هغه په خپله خبره باندې ټینګه ولاړه وه چې همداسې ده. بیا هغوی وویل: «دا به د هغه فرښته وي!» ۱۶خو پطروس په پرله پسې توګه دروازه ټکوله او کله چې هغوی دروازه خلاصه کړه او هغه یې ولیده، نو حیران پاتې شول. ۱۷خو پطروس د لاس په اشاره هغوی ته وویل چې غلي شئ او هغوی ته یې دا کیسه وکړه چې څښتن څنګه هغه د زندان څخه راوویست. هغه وویل چې یعقوب او نور ایمانداران له دې څخه خبر کړئ. بیا هغه روان شو او بل ځای ته لاړ.

۱۸کله چې سهار شو، نو هغه ساتونکي عسکر ډېر وارخطا شول چې په پطروس باندې څه وشول. ۱۹هیرودیس امر وکړ چې پطروس ولټوي، خو هغه یې پیدا نه کړ. هغه د ساتونکو څخه پوښتنې وکړې او د هغوی د اعدام حکم یې ورکړ. له هغې وروسته هیرودیس د یهودیې څخه لاړ او د څه مودې دپاره په قیصریه کې پاتې شو.

د هیرودیس مړینه

۲۰هیرودیس د صور او صیدون په خلکو ډېر په قهر ؤ. هغوی سره راټول شول او هغه ته ورغلل. لومړی هغوی بلاستوس چې د پاچا د ماڼۍ ناظر ؤ، په دې راضي کړ چې د هغوی سره به مرسته وکړي. بیا هغوی د هیرودیس څخه وغوښتل چې روغه جوړه ورسره وکړي، ځکه چې د دوی وطن ته خوراکي شیان د هیرودیس پاچا د وطن څخه راتلل. ۲۱نو په یوې ټاکلې ورځ هیرودیس خپل د پاچاهۍ کالي واغوستل، په تخت باندې کښېناست او هغوی ته یې وینا پیل کړه. ۲۲خلکو چیغې وهلې: «دا د خدای اواز دی، نه د انسان.» ۲۳سمدلاسه د څښتن فرښتې هیرودیس وواهه، ځکه چې کوم جلال چې باید خدای ته ورکړل شوی وای، هغه خپل ځان ته ورکړ. هغه چینجیو وخوړ او مړ شو.

۲۴خو په همدې وخت کې د خدای کلام خپرېده او ډېر خلک ایمانداران شول. ۲۵نو برناباس او شاوول خپله وظیفه سرته ورسوله او د اورشلیم څخه بېرته انطاکیې ته راستانه شول او د ځان سره یې یوحنا چې بل نوم یې مرقوس ؤ، بوتلو.